• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ وتلی افغان ستوری راشد خان له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته ستون شو

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۰:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۲:۰۳ GMT+۱

افغان کرېکټ ستوری او په نړیواله کچه مشهور اتوپ اچوونکی راشد خان له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته ستون شو. کرېکټ بورډ په بهر کې د راشدخان د څلورو کلونو د پاتېدو لامل د هغه بوخت مهال وېش بللی دی.

د کرېکټ بورډ مسولينو او ځوانانو په کابل هوايي ډګر کې نن د نړۍ د دغه مشهور توپ اچوونکي او د شل اوره افغان ملي لوبډلې د کفتان راشد خان ارمان تود هرکلی وکړ.

د ملي لوبډلې دغه پياوړی لوبغاړی او کفتان پر داسي مهال افغانستان ستنيږي، چې وړمه ورځ د افغان ملي لوبډلې لوبغاړو په شل اوره نړیوال جام کې د ګډون لپاره سفر پیل کړ.

دوی په راتلونکې مياشت کې په امريکا او ويسټ انډيز کې د نړیوال شل اوره جام له پیلېدو مخکې په انتیګا کې د لسو ورځو تمریناتي کمپ لري.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: ‏د خوست - پکتیا لویه لار د موټرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس وایي، د خوست - پکتیا لویه لار چې د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د غرښویېدني له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې وه بېرته پرانیستل شوه.

نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست هڅه کوي چې دغه لویه لار ژر تر ژره په پشپړه توګه پاکه کړي.

دغه لاره تزره ورځ د غر ښویېدنې له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه.
له بل پلوه بیا د فیض اباد-بهارک لویه لاره هم د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر ذبیح الله امیري وایي، چې دغه لاره په اب افچک سیمه کې د سېلاب راوتو له امله تړل شوې ده.

100%

د افغانستان د ازادۍ جبهه: په کابل کې مو د طالبانو د مشر پر ساتونکو برید کړی

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۲۰:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې د جمعې ماښام( د غویي ۲۸مه) په ۸:۱۵ دقیقو یې د کابل ښار د شاه دو شمشېره جومات ته څېرمه د ارګ په موقتي امنیتي کمربند کې د ملا هبت الله په ځانګړو امنیتي ساتونکي برید کړی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې په دغه برید کې د ملا هبت الله درې ساتونکي وژل شږي او یو یې ټپې دی.

دغه جبهه زیاتوي، چې د طالبانو مشر له څو ورځو راهېسې په کابل کې دی او د امنیتي تدابیرو د نیولو په نوم یې د پلازمینې په مرکزي سیمو کې د خلکو پر تګ راتګ او سوداګرۍ سخت بندیزونه لګولي دي.

دغې جبهې پر اېکس یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې د ډزو غږونه اوریدل کیږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ویلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: د بامیانو په پيښه کې درې بهرني او یو افغان وژل شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ویلي،‌ چې نن مازدیګر د بامیانو په ښار کې په عامو خلک ډزې شوي چې له امله یې درې بهرنیان او یو افغان وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغه پيښه کې څلور بهرنیان او درې افغانان ټپیان شوي هم دي.‌

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي،‌ چې د دغې پیښې په تړاو یې څلور کسه نیولي دي. دغه وزارت د پیښې د قربانیانو له کورنیوسره خپله خواخوږي شریکه کړې او ټینګار یې کړی چې په دغه پيښه کې به ټول دخیل کسان نیسي.

طالبانو د وژل شویو بهرنیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

بامیان کې د طالبانو د والي ویاند د دغه ولایت په مرکز کې وسلوال برید تایید کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دغه ولایت په مرکز کې وسلوال برید شوی دی، خو د مرګ ژوبله په هکله یې څه نه وايي. له بلې خوا د بامیان اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دغه ولایت د مرکز په بازار کې څو تنه «بهرني سیلانیان» او د هغوی افغان ملګري وژل شوي دي.

که څه هم صبور سیغاني له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې پېښه تاییدوي، خو نور جزیات نه وايي.

ازادې سرچینې هم د دې پېښې د مرګ ژوبلې په هکله کره معلومات نه لري.

خو افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوو کې ښکاري چې دوه کسان د ټونس څنګ ته پراته دي.

بامیان د جمهوریت پر مهال هم تر ټولو امن ولایت و او د طالبانو په وخت کې هم ښايي دا لومړنۍ وسلواله پېښه وي چې ان د دې ولایت په مرکز کې پېښېږي.

امریکا وايي له نوي بندره د مرستو لارۍ د غزې په لور روانې دي

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د مرستو لارۍ د جمعې په ورځ د غزې په ساحل کې د امریکا له لوري له جوړ شوي موقتي بندر څخه د غزې خوا ته په داسې حال کې روانې شوې، چې غزې ته د مرستو د لیږلو لپاره نړیوال فشارونه مخ په ډیریدو دي.

په غزه کې د اسراییل د کلابندۍ له امله سلګونه زره کسان د خورا ژور بشري ناورین سره مخامخ دي او ډیری خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

د متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ یا سینټکام ویلي،‌ چې د بشري مرستو لاریو په سیمه ییز وخت د سهار په ۹ بجو له بندره د غزې پر لور حرکت پیل کړی دی.

سینټکام وویل، چې غزې ته روانې بیړۍ، لا له وړاندې د امریکا د اردو له خوا د اسراییل د اشدود په بندر کې راټولې شوې وې او د دغه موقتي بندر له لارې غزې ته رسیږي.‌

له دې نوي بندره غزې ته تلونکې مرستې به د بیلابیلو هیوادونو ګډه هڅه وي او د هیوادونو او بشري سازمانونو له خوا برابرې شوې مرستې به د غزې خلکو ته رسیږي.

انګلستان هم ویلي، چې د دغه بندر له لارې یې غزې ته مرستې رسولې او ملګرو ملتونو بیا اعلان کړی چې له دغې لارې د رسیدلږ مرستو د ویش پر پلان کار کوي.‌

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق وویل: "د قحطۍ د ویرې د مخنیوي لپاره، موږ باید د غزې خلکو ته د رسیدو لپاره ترټولو ګړندۍ او خورا څرګندې لارې وکاروو - او د دې لپاره موږ اوس د ځمکې له لارې غزې ته رسیدو ته اړتیا لرو."

امریکا ویلي، چې هغه وسایل چې د سمندر له لارې غزې ته مرستې رسوي، باید د اسراییل اوصول په نظر کې ونیسي او پر دې سربیره به هم د اسراییل له کنټرول نه تیریږي.