• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بامیان کې د طالبانو د والي ویاند د دغه ولایت په مرکز کې وسلوال برید تایید کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دغه ولایت په مرکز کې وسلوال برید شوی دی، خو د مرګ ژوبله په هکله یې څه نه وايي. له بلې خوا د بامیان اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دغه ولایت د مرکز په بازار کې څو تنه «بهرني سیلانیان» او د هغوی افغان ملګري وژل شوي دي.

که څه هم صبور سیغاني له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې پېښه تاییدوي، خو نور جزیات نه وايي.

ازادې سرچینې هم د دې پېښې د مرګ ژوبلې په هکله کره معلومات نه لري.

خو افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوو کې ښکاري چې دوه کسان د ټونس څنګ ته پراته دي.

بامیان د جمهوریت پر مهال هم تر ټولو امن ولایت و او د طالبانو په وخت کې هم ښايي دا لومړنۍ وسلواله پېښه وي چې ان د دې ولایت په مرکز کې پېښېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امریکا وايي له نوي بندره د مرستو لارۍ د غزې په لور روانې دي

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د مرستو لارۍ د جمعې په ورځ د غزې په ساحل کې د امریکا له لوري له جوړ شوي موقتي بندر څخه د غزې خوا ته په داسې حال کې روانې شوې، چې غزې ته د مرستو د لیږلو لپاره نړیوال فشارونه مخ په ډیریدو دي.

په غزه کې د اسراییل د کلابندۍ له امله سلګونه زره کسان د خورا ژور بشري ناورین سره مخامخ دي او ډیری خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

د متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ یا سینټکام ویلي،‌ چې د بشري مرستو لاریو په سیمه ییز وخت د سهار په ۹ بجو له بندره د غزې پر لور حرکت پیل کړی دی.

سینټکام وویل، چې غزې ته روانې بیړۍ، لا له وړاندې د امریکا د اردو له خوا د اسراییل د اشدود په بندر کې راټولې شوې وې او د دغه موقتي بندر له لارې غزې ته رسیږي.‌

له دې نوي بندره غزې ته تلونکې مرستې به د بیلابیلو هیوادونو ګډه هڅه وي او د هیوادونو او بشري سازمانونو له خوا برابرې شوې مرستې به د غزې خلکو ته رسیږي.

انګلستان هم ویلي، چې د دغه بندر له لارې یې غزې ته مرستې رسولې او ملګرو ملتونو بیا اعلان کړی چې له دغې لارې د رسیدلږ مرستو د ویش پر پلان کار کوي.‌

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق وویل: "د قحطۍ د ویرې د مخنیوي لپاره، موږ باید د غزې خلکو ته د رسیدو لپاره ترټولو ګړندۍ او خورا څرګندې لارې وکاروو - او د دې لپاره موږ اوس د ځمکې له لارې غزې ته رسیدو ته اړتیا لرو."

امریکا ویلي، چې هغه وسایل چې د سمندر له لارې غزې ته مرستې رسوي، باید د اسراییل اوصول په نظر کې ونیسي او پر دې سربیره به هم د اسراییل له کنټرول نه تیریږي.

الکوزی: ترکمنستان او قزاقستان له دریو میاشتو راهیسې افغانستان ته د الوتکو تېل ځنډولي

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې غړی خان جان الکوزی وايي، ترکمنستان او قزاقستان افغانستان ته له دریو میاشتو را هیسې د الوتکو تېل یا ټي سي - یو نه دي ور کړي. د الکوزي په خبره، که دا ستونزه حل نه شي، نو د افغانستان د هوايي چلن سکتور به په سونتوکو کې له سختو ستونزو سره مخ شي.

نوموړی له افغانستان انټرنشنل راډیو سره نن په خبرو کې زیاتوي چې په دغه برخه کې د ایران په ګډون د سیمې کوم بل هېواد د ترکمنستان او قزاقستان بدیل نه شي کېدلی.

افغانستان د میاشتې نږدې دوه یا درې زره ټانکره د الوتکو تېل یا ټي سي – یو له ترکمنستان صادروي او د اریانا او کام ایر په ګډون هوايي شرکتونه یې کاروي.

خان جان الکوزی وايي، که څه هم قراردادي شرکتونو پیسې ترکمنستان ته وړې دي، خو دغه هېواد لا هم افغانستان ته دا تېل نه دي ور کړي.

خان جان الکوزی وايي، د دې لپاره چې د حاجیان لېږد ځنډنی نه شي، نو قراردادي شرکت یوه اندازه تېل له بیلاروس په ګرانه بیه واخیستل، خو دغه هېواد راتلونکي کې ورته همکاري نه کوي.

نوموړی هم په دې هکله پوره مالومات نه لري چې ترکمنستان او قزاقستان ولې د الوتکو تېل اوس افغانستان ته نه صادروي، خو ویل کېږي چې د دې تېلو ګرانېدو سره دغو هېوادونو اروپا کې خپل بازار موندلی دی.

ځايي سرچينې: په پکتيا کې پر ډيورنډ کرښه جګړه د خوست ځاځي میدان ته رسېدلې

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۳ GMT+۱

خوست کې سرچینې وايي، پکتیا کې له ډیورنډ کرښې سره د پاکستاني پوځ او طالبانو د تېرو ورځو جګړه نن د دغه ولایت ځاځي میدان ته رسېدلې. د پکتيا سيمه ييزو کلينيکونو کې سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د تېرو ورځو جګړه کې ۴ طالبان او درې مرلکیان وژل شوي او ۱۴ طالبان ټپیان دي.

که څه هم د خوست ځاځي میدان کې د مرګ ژوبلې مالومات نشته، خو پکتیا کې روغتیايي سرچینې وايي، په دې جګړه کې څلور طالبان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.

ځايي سرچینې وایی په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د جګړې په قربانیانو کې یوه میرمن او دوه ځوانان هم شامل دی . دوی وايي، په ډنډ پټان کې دوه طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي .

په دا مهال ځاځي اریوب ولسوالۍ کې سرچینې هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېرو ساعتونو کې له ځاځي اريوب او ډنډ پټان وروسته د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله تر خوست ځاځي ميدان پورې هم غځېدلې ده.

د ځاځي ميدان اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې جګړه نن سهار شاوخوا درې بجې پيل شوې او اوس هم روانه ده.

دوی زیاته کړه چې پاکستاني پوله ساتو د خلکو پر کورونو ډزې کړې چې له امله یې ځايي اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

طالبانو په رسمي ډول په دغو جګړو کې د خپلو خلکو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پخلی نه دی کړی.

دا نښتې چې د دوشنبې په ورځ پیل شوې وې، نن پنځمې ورځې ته داخلې شوې دي.

د اسلام اباد چارواکو او طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغو نښتو لامل نه دی روښانه کړی، خو غیر رسمي سرچینو ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د پولې په صفري نقطه کې د پوستې جوړول د دواړو غاړو ترمنځ د ډزو د پیل لامل و.

بریتانوي خبري مجله: د ۱۹۸۰ لسیزې وروستیو کې امریکا مسعود ته د میاشتې څلور لکه پونډه ورکول

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۳:۲۱ GMT+۱

سپکټېټر نیوز مجلې په خپل یو راپور کې لیکلي چې امریکايي ایجنټانو د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کې د افغانستان پخواني جهاني قومندان احمدشاه مسعود ته د میاشتې ۴۰۰ زره پونډه معاش ور کاوه. په دې موده کې مسعود په کابل کې د شوروي اتحاد د ځواکونو او د هغه په ​​ملاتړ د حکومت پر ضد جنګېده.

د دغې برتانوي رسنۍ د راپور له مخې، په هغه وخت کې د څو لسیزو لپاره د لویدیځ استخباراتو د مسعود ملاتړ کاوه.

د دغه راپور له مخې، د برتانیا د پټو استخباراتو ادارې یا اېم ۱۶ له شوروي اتحاد سره د جګړې په پیل کې د مسعود د وسلوالو په روزنه کې مرسته کړې وه.

راپور زیاتوي چې درې کاله وړاندې د فرانسې او امریکا استخباراتي ادارو د طالبانو پر ضد د مسعود د زوی د ملاتړ په اړه فکر کاوه، ځکه چې د هغه "د وینې کرښه" دوی ته زړه راښکونکې وه.

خو د احمدشاه مسعود زوی او د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود له برتانوي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له طالبانو سره په جګړه کې یوازې دی او هېڅ هېواد د مقاومت له ځواکونو سره مرسته نه ده کړې.

په دې مرکه کې مسعود ویلي، که پوځي وسلې ترلاسه کړي، نو د عبدالرشید دوستم او اسماعیل خان په څېر کسانو سره چې د طالبانو پر ضد د جګړې اوږده تجربه لري، د طالبانو پر ضد به جګړه وکړي او هغوی ته به ماتې ورکړي.

سپکټېټر راپور ورکړی، چې امیرخان متقي احمد مسعود ته په تهران کې په ۱۴۰۰ جدي خبرو کې ویلي و، چې که له مقاومت لاس واخلي، دوی به یو وزارت ور کړي.

دغې رسنۍ لیکلي، چې مسعود د انتقالي حکومت، اساسي قانون او ټاکنو د جوړېدو غوښتونکی دی.

د دې رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د احمد مسعود دغه غوښتنې غیر اسلامي وبللې او خبرې یې همدلته پای ته ورسولې.

د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود د بريتانيا خبري مجلې سپکټېټر ته ويلي، چې هغه سل په سلو کې ډاډه دی چې د طالبانو ماتول ممکن دي.

ښاغلي مسعود وویل، چې که د مقاومت ځواکونه «مناسب ملاتړ» ترلاسه کړي، طالبان به له منځه یوسي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر په یوه راپور کې، چې د بریتانوۍ خبري مجلې اسپکتیتور لخوا خپور شوی، ویلي چې دغې جبهې په تیرو ۳۱ ورځو کې یوازې په کابل کې د طالبانو پر ضد ۳۱ بریدونه کړي دي.

واليانو ته د طالبانو مشر: زما اطاعت الهي امر دی، د یو بل په کارونو کې مداخله هم مه کوئ

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۱:۲۵ GMT+۱

طالبانو ویلي، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده کابل ته د سفر پر مهال خپلو والیانو ته ویلي، چې د اسلام د اساسي رکن په توګه یې اطاعت پر هر چا «فرض» دی. نوموړي همدا راز ټینګار کړی، چې والیان باید د یو بل په کارونو کې مداخله ونه کړي او په ګډه همغږۍ کار وکړي.

طالبانو نن خبرپاڼه کې ویلي چې هبت الله اخوندزاده د دې ډلې له واليانو غوښتي چې له نافرمانۍ ډډه وکړي.

د دغې خبرپاڼې له مخې د طالبانو مشر د دغې ډلې واليانو ته هم امر کړی، چې د عقیدې او عقایدو وده خپل لومړیتوب وګرځوي او خلک لمونځ او ایمان ته وهڅوي.

طالبان وايي هبت الله اخوندزاده پرون د لومړي ځل لپاره په پلازمېنه کې د واليانو په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د طالبانو د مشر د وینا په لنډ متن کې چې د دې ډلې واليانو ته یې خطاب کړی، د "ظلم" او "بې عدالتۍ" په وړاندې خبرداری ورکړل شوی او ویلي یې دي چې "بیت المال" د "کونډو، یتیمانو، معیوبینو او بې وزلو" پورې اړه لري.

په دې وينا کې پر دې هم ټينګار شوى، چې چارواکي مکلف دي د خپلې مشخصې دندې ترسره کړي او هېڅوک بايد پر نورو خپل اضافي مکلفيتونه تحمیل نه کړي.