• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ‏د خوست - پکتیا لویه لار د موټرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس وایي، د خوست - پکتیا لویه لار چې د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د غرښویېدني له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې وه بېرته پرانیستل شوه.

نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست هڅه کوي چې دغه لویه لار ژر تر ژره په پشپړه توګه پاکه کړي.

دغه لاره تزره ورځ د غر ښویېدنې له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه.
له بل پلوه بیا د فیض اباد-بهارک لویه لاره هم د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر ذبیح الله امیري وایي، چې دغه لاره په اب افچک سیمه کې د سېلاب راوتو له امله تړل شوې ده.

100%

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د ازادۍ جبهه: په کابل کې مو د طالبانو د مشر پر ساتونکو برید کړی

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۲۰:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې د جمعې ماښام( د غویي ۲۸مه) په ۸:۱۵ دقیقو یې د کابل ښار د شاه دو شمشېره جومات ته څېرمه د ارګ په موقتي امنیتي کمربند کې د ملا هبت الله په ځانګړو امنیتي ساتونکي برید کړی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې په دغه برید کې د ملا هبت الله درې ساتونکي وژل شږي او یو یې ټپې دی.

دغه جبهه زیاتوي، چې د طالبانو مشر له څو ورځو راهېسې په کابل کې دی او د امنیتي تدابیرو د نیولو په نوم یې د پلازمینې په مرکزي سیمو کې د خلکو پر تګ راتګ او سوداګرۍ سخت بندیزونه لګولي دي.

دغې جبهې پر اېکس یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې د ډزو غږونه اوریدل کیږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ویلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: د بامیانو په پيښه کې درې بهرني او یو افغان وژل شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ویلي،‌ چې نن مازدیګر د بامیانو په ښار کې په عامو خلک ډزې شوي چې له امله یې درې بهرنیان او یو افغان وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغه پيښه کې څلور بهرنیان او درې افغانان ټپیان شوي هم دي.‌

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي،‌ چې د دغې پیښې په تړاو یې څلور کسه نیولي دي. دغه وزارت د پیښې د قربانیانو له کورنیوسره خپله خواخوږي شریکه کړې او ټینګار یې کړی چې په دغه پيښه کې به ټول دخیل کسان نیسي.

طالبانو د وژل شویو بهرنیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

بامیان کې د طالبانو د والي ویاند د دغه ولایت په مرکز کې وسلوال برید تایید کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دغه ولایت په مرکز کې وسلوال برید شوی دی، خو د مرګ ژوبله په هکله یې څه نه وايي. له بلې خوا د بامیان اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دغه ولایت د مرکز په بازار کې څو تنه «بهرني سیلانیان» او د هغوی افغان ملګري وژل شوي دي.

که څه هم صبور سیغاني له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې پېښه تاییدوي، خو نور جزیات نه وايي.

ازادې سرچینې هم د دې پېښې د مرګ ژوبلې په هکله کره معلومات نه لري.

خو افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوو کې ښکاري چې دوه کسان د ټونس څنګ ته پراته دي.

بامیان د جمهوریت پر مهال هم تر ټولو امن ولایت و او د طالبانو په وخت کې هم ښايي دا لومړنۍ وسلواله پېښه وي چې ان د دې ولایت په مرکز کې پېښېږي.

امریکا وايي له نوي بندره د مرستو لارۍ د غزې په لور روانې دي

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د مرستو لارۍ د جمعې په ورځ د غزې په ساحل کې د امریکا له لوري له جوړ شوي موقتي بندر څخه د غزې خوا ته په داسې حال کې روانې شوې، چې غزې ته د مرستو د لیږلو لپاره نړیوال فشارونه مخ په ډیریدو دي.

په غزه کې د اسراییل د کلابندۍ له امله سلګونه زره کسان د خورا ژور بشري ناورین سره مخامخ دي او ډیری خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

د متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ یا سینټکام ویلي،‌ چې د بشري مرستو لاریو په سیمه ییز وخت د سهار په ۹ بجو له بندره د غزې پر لور حرکت پیل کړی دی.

سینټکام وویل، چې غزې ته روانې بیړۍ، لا له وړاندې د امریکا د اردو له خوا د اسراییل د اشدود په بندر کې راټولې شوې وې او د دغه موقتي بندر له لارې غزې ته رسیږي.‌

له دې نوي بندره غزې ته تلونکې مرستې به د بیلابیلو هیوادونو ګډه هڅه وي او د هیوادونو او بشري سازمانونو له خوا برابرې شوې مرستې به د غزې خلکو ته رسیږي.

انګلستان هم ویلي، چې د دغه بندر له لارې یې غزې ته مرستې رسولې او ملګرو ملتونو بیا اعلان کړی چې له دغې لارې د رسیدلږ مرستو د ویش پر پلان کار کوي.‌

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق وویل: "د قحطۍ د ویرې د مخنیوي لپاره، موږ باید د غزې خلکو ته د رسیدو لپاره ترټولو ګړندۍ او خورا څرګندې لارې وکاروو - او د دې لپاره موږ اوس د ځمکې له لارې غزې ته رسیدو ته اړتیا لرو."

امریکا ویلي، چې هغه وسایل چې د سمندر له لارې غزې ته مرستې رسوي، باید د اسراییل اوصول په نظر کې ونیسي او پر دې سربیره به هم د اسراییل له کنټرول نه تیریږي.

الکوزی: ترکمنستان او قزاقستان له دریو میاشتو راهیسې افغانستان ته د الوتکو تېل ځنډولي

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې غړی خان جان الکوزی وايي، ترکمنستان او قزاقستان افغانستان ته له دریو میاشتو را هیسې د الوتکو تېل یا ټي سي - یو نه دي ور کړي. د الکوزي په خبره، که دا ستونزه حل نه شي، نو د افغانستان د هوايي چلن سکتور به په سونتوکو کې له سختو ستونزو سره مخ شي.

نوموړی له افغانستان انټرنشنل راډیو سره نن په خبرو کې زیاتوي چې په دغه برخه کې د ایران په ګډون د سیمې کوم بل هېواد د ترکمنستان او قزاقستان بدیل نه شي کېدلی.

افغانستان د میاشتې نږدې دوه یا درې زره ټانکره د الوتکو تېل یا ټي سي – یو له ترکمنستان صادروي او د اریانا او کام ایر په ګډون هوايي شرکتونه یې کاروي.

خان جان الکوزی وايي، که څه هم قراردادي شرکتونو پیسې ترکمنستان ته وړې دي، خو دغه هېواد لا هم افغانستان ته دا تېل نه دي ور کړي.

خان جان الکوزی وايي، د دې لپاره چې د حاجیان لېږد ځنډنی نه شي، نو قراردادي شرکت یوه اندازه تېل له بیلاروس په ګرانه بیه واخیستل، خو دغه هېواد راتلونکي کې ورته همکاري نه کوي.

نوموړی هم په دې هکله پوره مالومات نه لري چې ترکمنستان او قزاقستان ولې د الوتکو تېل اوس افغانستان ته نه صادروي، خو ویل کېږي چې د دې تېلو ګرانېدو سره دغو هېوادونو اروپا کې خپل بازار موندلی دی.