• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزی: بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو ترهګریز برید غندم

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۱

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو پرونی برید غندي او وايي، دا یو ترهګریز برید و. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، پرون د بامیان په مرکز کې په دغه برید کې درې اسپانویان او یو افغان ووژل او درې افغانان او یو بهرنی ټپي شول.

خو خپلواکې سرچینې وايي، په دې برید کې ۷ کسان ژوبل شوي دي.

حامد کرزی نن خپل اېکس کې لیکي، چې د اسپانیا حکومت او ولس ته د دې برید د قربانیانو تسلیت وايي او ټپیانو ته یې ژر تر ژره روغتیا غواړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی او ترهګریز عمل یې بللی دی.

د طالبانو په واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی چې پر بهرنیو سیلانیانو برید کېږي.

د دې ډلې په واکمنېدو سره چې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي، ښايي دا برید یې پر شمېر اغېز وکړي.

بامیان په جمهوریت هم تر ټولو امن ولایت و او د طالبانو په وخت کې هم ښايي دا لومړنۍ وسلواله پېښه وي چې ان د دې ولایت په مرکز کې پېښېږي.

تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.


ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ وتلی افغان ستوری راشد خان له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته ستون شو

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۰:۱۸ GMT+۱

افغان کرېکټ ستوری او په نړیواله کچه مشهور اتوپ اچوونکی راشد خان له څلورو کلونو وروسته افغانستان ته ستون شو. کرېکټ بورډ په بهر کې د راشدخان د څلورو کلونو د پاتېدو لامل د هغه بوخت مهال وېش بللی دی.

د کرېکټ بورډ مسولينو او ځوانانو په کابل هوايي ډګر کې نن د نړۍ د دغه مشهور توپ اچوونکي او د شل اوره افغان ملي لوبډلې د کفتان راشد خان ارمان تود هرکلی وکړ.

د ملي لوبډلې دغه پياوړی لوبغاړی او کفتان پر داسي مهال افغانستان ستنيږي، چې وړمه ورځ د افغان ملي لوبډلې لوبغاړو په شل اوره نړیوال جام کې د ګډون لپاره سفر پیل کړ.

دوی په راتلونکې مياشت کې په امريکا او ويسټ انډيز کې د نړیوال شل اوره جام له پیلېدو مخکې په انتیګا کې د لسو ورځو تمریناتي کمپ لري.

طالبان: ‏د خوست - پکتیا لویه لار د موټرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس وایي، د خوست - پکتیا لویه لار چې د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د غرښویېدني له امله د تګ راتګ لپاره تړل شوې وه بېرته پرانیستل شوه.

نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست هڅه کوي چې دغه لویه لار ژر تر ژره په پشپړه توګه پاکه کړي.

دغه لاره تزره ورځ د غر ښویېدنې له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه.
له بل پلوه بیا د فیض اباد-بهارک لویه لاره هم د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر ذبیح الله امیري وایي، چې دغه لاره په اب افچک سیمه کې د سېلاب راوتو له امله تړل شوې ده.

100%

د افغانستان د ازادۍ جبهه: په کابل کې مو د طالبانو د مشر پر ساتونکو برید کړی

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۲۰:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې د جمعې ماښام( د غویي ۲۸مه) په ۸:۱۵ دقیقو یې د کابل ښار د شاه دو شمشېره جومات ته څېرمه د ارګ په موقتي امنیتي کمربند کې د ملا هبت الله په ځانګړو امنیتي ساتونکي برید کړی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې په دغه برید کې د ملا هبت الله درې ساتونکي وژل شږي او یو یې ټپې دی.

دغه جبهه زیاتوي، چې د طالبانو مشر له څو ورځو راهېسې په کابل کې دی او د امنیتي تدابیرو د نیولو په نوم یې د پلازمینې په مرکزي سیمو کې د خلکو پر تګ راتګ او سوداګرۍ سخت بندیزونه لګولي دي.

دغې جبهې پر اېکس یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې د ډزو غږونه اوریدل کیږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ویلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: د بامیانو په پيښه کې درې بهرني او یو افغان وژل شوي

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ویلي،‌ چې نن مازدیګر د بامیانو په ښار کې په عامو خلک ډزې شوي چې له امله یې درې بهرنیان او یو افغان وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغه پيښه کې څلور بهرنیان او درې افغانان ټپیان شوي هم دي.‌

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي،‌ چې د دغې پیښې په تړاو یې څلور کسه نیولي دي. دغه وزارت د پیښې د قربانیانو له کورنیوسره خپله خواخوږي شریکه کړې او ټینګار یې کړی چې په دغه پيښه کې به ټول دخیل کسان نیسي.

طالبانو د وژل شویو بهرنیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

بامیان کې د طالبانو د والي ویاند د دغه ولایت په مرکز کې وسلوال برید تایید کړ

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دغه ولایت په مرکز کې وسلوال برید شوی دی، خو د مرګ ژوبله په هکله یې څه نه وايي. له بلې خوا د بامیان اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دغه ولایت د مرکز په بازار کې څو تنه «بهرني سیلانیان» او د هغوی افغان ملګري وژل شوي دي.

که څه هم صبور سیغاني له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې پېښه تاییدوي، خو نور جزیات نه وايي.

ازادې سرچینې هم د دې پېښې د مرګ ژوبلې په هکله کره معلومات نه لري.

خو افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوو کې ښکاري چې دوه کسان د ټونس څنګ ته پراته دي.

بامیان د جمهوریت پر مهال هم تر ټولو امن ولایت و او د طالبانو په وخت کې هم ښايي دا لومړنۍ وسلواله پېښه وي چې ان د دې ولایت په مرکز کې پېښېږي.