• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‎ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۳ کې څه باندې ۲ زره ترهګریز بریدونه ثبت کړي

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۲۱:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ( د غویي ۲۸مه) ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د ۲ زره او ۷۵ «ترهګریزو» بریدونو په پایله کې د ۴۰۰سرتېرو په ګډون یو زرو او ۲۱۵ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغو بریدونو د عاملینو نومونه نه دي اخیستي.

د یاد وزارت د شمیرو له مخې، د دغو ترهګریزو بریدونو په پایله کې چې په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شوي، دوه زره او ۵۹۳تنه ټپیان شوي دي.

تر ټولو ډير بریدونه په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال د جنورۍ له پیل راهېسي یوازې په دغه ایالت کې شاوخوا ۵۰۰ "ترهګریز" بریدونه شوي دي.

په دغو بریدونو کې د ۱۱۸ ملکي وګړو په ګډون ۲۸۵ کسان وژل شوي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغو بریدونو عاملین نه دي په ګوته کړي.

تر دې مخکې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو موسسې په یوه راپور کې لیکلي وو، چې په تېره یوه میاشت کې په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه ۳۶سلنه زیات شوي دي.

دغه موسسې زیاته کړې، چې په مارچ میاشت کې پاکستان کې ۵۶ وسله وال بریدونه شوي، خو دغه هېواد په اپریل میاشت کې د ۷۷ ترهګریزو بریدونو شاهد و.

همدا راز،د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي تر دې مخکې ویلي وو، چې په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو بریدونه ۶۵سلنه او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي. اصف دراني ادعا وکړه چې په دغو ځانمرګو بريدونو کې افغان وګړي هم لاس لري.

پاکستان په وار وار پر افغان طالبانو تور لګوي چې وسله والو ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان غړو ته پناه ورکوي، هغه ادعا چې طالبانو په کراتو رد کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ځايي سرچينې: په پکتيا کې پر ډيورنډ کرښه جګړه د خوست ځاځي میدان ته رسېدلې

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۳ GMT+۱

خوست کې سرچینې وايي، پکتیا کې له ډیورنډ کرښې سره د پاکستاني پوځ او طالبانو د تېرو ورځو جګړه نن د دغه ولایت ځاځي میدان ته رسېدلې. د پکتيا سيمه ييزو کلينيکونو کې سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د تېرو ورځو جګړه کې ۴ طالبان او درې مرلکیان وژل شوي او ۱۴ طالبان ټپیان دي.

که څه هم د خوست ځاځي میدان کې د مرګ ژوبلې مالومات نشته، خو پکتیا کې روغتیايي سرچینې وايي، په دې جګړه کې څلور طالبان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.

ځايي سرچینې وایی په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د جګړې په قربانیانو کې یوه میرمن او دوه ځوانان هم شامل دی . دوی وايي، په ډنډ پټان کې دوه طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي .

په دا مهال ځاځي اریوب ولسوالۍ کې سرچینې هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېرو ساعتونو کې له ځاځي اريوب او ډنډ پټان وروسته د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله تر خوست ځاځي ميدان پورې هم غځېدلې ده.

د ځاځي ميدان اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې جګړه نن سهار شاوخوا درې بجې پيل شوې او اوس هم روانه ده.

دوی زیاته کړه چې پاکستاني پوله ساتو د خلکو پر کورونو ډزې کړې چې له امله یې ځايي اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

طالبانو په رسمي ډول په دغو جګړو کې د خپلو خلکو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پخلی نه دی کړی.

دا نښتې چې د دوشنبې په ورځ پیل شوې وې، نن پنځمې ورځې ته داخلې شوې دي.

د اسلام اباد چارواکو او طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغو نښتو لامل نه دی روښانه کړی، خو غیر رسمي سرچینو ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د پولې په صفري نقطه کې د پوستې جوړول د دواړو غاړو ترمنځ د ډزو د پیل لامل و.

سرچینې: د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښتو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۰۷:۱۷ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته سیمه ییزې سرچینې وایي، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په ډنډپټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو نښتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینه وایي، چې یوازې په ډنډپټان کې د یوې ښځې په ګډون څلور ولسي کسان په دغو نښتو کې وژل شوي دي.

د سرچینو په خبره، له ځاځي اریوب او ډنډپټان وروسته دغه جګړه ځاځي میدان ته هم غځېدلې ده.

په طالبانو کې سرچینې وايي، چې ټوله شپه په ډنډپټان او ځاځي میدان کې جګړه روانه وه؛ خو اوس وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د هغه په وینا، په دغو نښتو کې په ځاځي میدان کې یوازې یو ولسي وګړی ټپي شوی دی؛ خو طالبان په دې اړه نه غواړي له رسنیو سره لا ډېر مالومات شریک کړي.
د سرچینو په وینا، لاتراوسه د دواړو ولسوالیو د تلفاتو کره شمېره روښانه نه ده؛ خو ویل کېږي چې د طالبانو لوري ته هم پکې مرګژوبله اوښتې ده.
خو د سیمه‌ییزو رسنیو له‌خوا په خپرو شویو راپورونو کې د مرګ ژوبلې شمېره د لس تنو په شاوخوا کې ښودل شوې ده.
د دغو رسنیو د سرچینو په خبره، په ډنډپټان کې دغو نښتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسه وژل شوي او پنځه نور بیا ټپیان دي.
افغانستان انټرنشنل ته سرچینو زیاته کړې، چې جګړه د شپې په درېیو بجو پیل شوه چې تر دې دمه کله زور اخلي او کله هم د ډزو غږونه کم شي.
دغو سرچینو ویلي، چې پاکستاني پوله ساتي د خلکو په کورونو او ځنګلونو ډزې کوي او ډېرې کورنۍ اړې شوې چې خپلې مېنې پرېږدي.
تېره ورځ هم یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، طالبانو د دغې نښتې د تلفاتو په اړه لا په ډاګه څه نه دي ويلي؛ خو په سیمه کې ځینو طالبانو ویلي، چې په دې نښته کې یو طالب وژل شوی.
د سرچینې په خبره، ښایي په دغې نښته کې د طالبانو تلفات تر دې هم زیات وي.
سرچینې ادعا کړې، چې طالبانو پنځه پاکستاني پوله ساتي ژوندي له ځانه سره وړي؛ خو په دې تړاو له کوم رسمي ادرسه څه نه دي ویل شوي.
له بل پلوه په پاکستان کې هم سرچینې ادعا کوي، چې په دغو نښتو کې د طالبانو ۱۲ کسان وژل شوي دي.

پاکستان او چین د سي پیک پروژې پر پرمختللې بڼه هوکړې ته ورسېدل

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۸ GMT+۱

پاکستان او چین موافقه وکړه، چې په مختلفو برخو کې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیزیا سي پیک د پروژو پرمختللې بڼه عملي کړي. دغه هوکړه د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ د دغو هېوادونو په پنځم پړاو ستراتیژیکو خبرو کې شوې ده.

د پاکستان دولتي راډیو نن د دغه خبر خپرولو سره وايي، چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز د بېجینګ د یو لار او یو کمربند برخه ده، چې له مخې د اسلام اباد لومړیتوبونو ته په پام په دغه هېواد کې د کارموندنې او بېخ بنسټو پروژو په ګډون مختلفو برخو کې نوښت کېږي.

په اوسنیو خبرو کې دواړه لوري پر سوداګرۍ، پانګونه او تجارت سربېره د ستراتیژیکو، اقتصادي، سیاسي، دفاعي او امنیتي برخې پر اړیکو هم غږېدلي دي.

دواړو لوریو د ترهګرۍ له هرې بڼې سره پر مبارزه هم ټینګار کړی دی.

د چین او پاکستان نوې هوکړه په داسې مهال ده، چې له بل هر وخت په پاکستان کې د بېجینګ پروژې د وسله والو له بریدونو سره مخ دي.

دغه هېواد تېر مارچ د پښتونخوا په شانګله کې پر چینايي انجینرانو له برید وروسته د دوو برېښنا بندونو د جوړولو چارې هم وځنډولې.

سرچینې: ډنډ پټان کې د طالبانو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نښته د شپې پیل او تر سهاره روانه وه

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته ځینو سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې د پکتیا ولایت په ډنډپټان کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته د شپې په یوولسو بجو پیل شوه او د سهار تر لمانځه پورې روانه وه.

د دغې سرچینې په وینا، طالبانو د دغې نښتې د تلفاتو په اړه لا په ډاګه څه نه دي ويلي؛ خو په سیمه کې ځینو طالبانو ویلي، چې په دې نښته کې یو طالب وژل شوی دی.
د سرچینې په خبره، ښایي په دغې نښته کې د طالبانو تلفات زیات وي.
سرچینې ادعا کړې، چې طالبانو پنځه پاکستاني پوله ساتي ژوندي له ځانه سره وړي؛ خو د دغې ادعا په اړه کومې خپلواکې سرچینې پخلی نه دی کړی.
سرچینې زیاته کړې، چې په سیمه کې پر ولسي استوګنځایونو هم مرمۍ لګېدلي؛ خو چاته په کې د سر زیان نه دی اوښتی.
له بل پلوه په پاکستان کې هم سرچینو ویلي، چې ټوله شپه په خرلاڅي کې د دواړه خواوو ترمنځ نښته روانه وه.
د دغې سرچینې په خبره، په دغې نښته کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او څلور نور بیا ټپیان دي او د طالبانو بیا شاوخوا ۱۲ کسان وژل شوي دي.

تېره اوونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې د پاکستان هوايي ځواک یو ځل بیا د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي؛ خو طالبانو او پاکستاني حکومت په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

تر هغه وروسته د پکتیا په ځاځي اریوب او ډنډپټان ولسوالیو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ څو ځلې نښتې شوې او د مرګ ژوبلې خبرونه یې هم خپاره شوي دي.

د تورخم دروازه د درېیو ورځو لپاره د مسافرو پر مخ تړل کیږي

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۱

په تورخم کې د طالبانو کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وايي، چې د تورخم دروازه به د راتلونکو درېیو ورځو (جمعه، شنبه او یکشنبه) د مسافرو پر مخ تړلې وي؛ خو د بار وړونکې لارۍ تګ راتګ کولی شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د طالبانو د تورخم د کمیسار له قوله ویلي، چې په تورخم کې د پاکستان اړخ ته په نوې کاري ودانۍ کې د دفترونو د ځای پر ځای کولو لپاره پاکستاني اړخ د درېیو ورځو لپاره د دروازې د تړلو پرېکړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغو درېیو ورځو کې بار وړونکو لاریو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي؛ خو مسافر نه شي کولی، چې سفر وکړي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو هم د تورخم د دروازې د تړل کېدا خبر ورکړی؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې له پاکستانه د ایستل کېدونکو کډوالو پر مخ هم لاره تړل شوې او که نه.