• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان لومړي وزیر په بشکیك كې د پاكستاني زده کوونکو پر وضعیت اندېښنه څرګنده كړې

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د قرغزستان په پلازمینه بشکيک کې د پاکستاني زده کوونکو پر وضعیت ژوره انديښنه څرګنده کړې او هغوی سره یې د بیړنۍ مرستې لارښونه کړې ده.

د قرغزستان پولیسو وویل، چې دوی د جمعې په ورځ د دغه هیواد په پلازمینه کې د تاوتریخوالی د کمولو لپاره امنیتي ځواکونه منسجم کړي دي. په بیشکیک کې سلګونو قرغزیانو په هغو ودانیو برید کړی چې د پاکستاني محصلینو په ګډون بهرني محصلین پکې استوګن دي.

پولیسو وايي، چې لومړی برید د بهرنیانو لخوا شوی و - چې هویت یې لا معلوم نه دی، او په ښار کې یې ځایی خلک وهلي وو.

ښاغلي شریف پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان سفیر ته لارښوونه شوې چې زده کونکو ته ټولې اړینې مرستې چمتو کړي.

نوموړي ویلي، چې د لومړي وزیر دفتر په قرغزستان کې د پاکستان سفارت سره په تماس كې دى او په مسلسل ډول د حالاتو څارنه كوي.

شهباز شريف په قرغزستان كې د پاكستان سفير سره ټيليفوني خبرو کې نوموړي ته لارښونه کړې چې د زده کوونکو استوګنځي ته ورشي او ورته اړینې مرستې برابرې کړي.

هغه له سفیر څخه وغوښتل چې د زده کوونکو له کورنیو سره په دوامداره توګه اړیکه ونیسي او هغوی ته په وخت معلومات ورکړي.

د پاکستان سفارت ته هدایت ورکړل شوی، چې ژوبل شوو زده کوونکو ته روغتیایې اسانتیاوې برابرې کړي او هغه زده کوونکي چې غواړي بیرته پاکستان ته راستانه شي، د دولت له خوا ورته ټیکټونه واخیست شي.

ښاغلي شریف وویل، چې خپله د قرغزستان وضعیت څاري او ډاډ یې ورکړ چې پاکستاني محصلین به په دې حالت کې یوازې نه پریږدي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل، چې په بشکیک کې د پاکستاني محصلینو پر وړاندې د تاوتریخوالي په غبرګون کې یې په دغه هېواد کې د قرغزستان سفیر احضار کړی او ورته یې د احتجاج یو یاداشت سپارلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: "د قرغزستان سفیر ته ویل شوي چې د قرغزستان حکومت باید د پاکستاني زده کونکو او وکړو د خوندیتوب د یقیني کولو لپاره ټول ممکنه اقدامات وکړي."

د قرغزستان د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه تاوتریخوالي کې ژوبل شوي څلور پاکستاني زده کوونکي تر لومړنیو درملنو وروسته رخصت شوي دي او یو لا هم په روغتون کې بستري دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: نامعلومو کسانو په پيښور کې د الکوزي کمپنۍ څلور مالکان تښتولي دي

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي سندونه ښيي، چې نږدې دوه نیمې میاشتې وړاندې د الکوزي کمپنۍ ۴ مالکان چې خپلو کې وروڼه هم دي د پيښور په حیات اباد کې له خپلو کورونو تښتول شوي. د محمد مظاهر الکوزي میرمن د پاکستان د امنیتي ادارو له مشرانو ته د دوی د خوشي کېدو لپاره همکاري غوښتې.

نوموړې په یوه لیک کې د پاکستان د پوځ او د دغه هېواد د څارګرو ادارو په نوم مشرانو ته د دغو کسانو نومونه محمد ظاهر الکوزی، عبدالوارث الکوزی، محمد عثمان الکوزی او نصیر الکوزی بللي دي.

په دغه لیک کې راغلي چې دغه کسان د روان کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۸ نېټه شاوخوا د شپې ۲ بجې له خپل کور وړي، چې د پاکستان د امنیتي ادارو یونفرمونه یې اغوستي وو.

په دغه لیک کې زیاته شوې، چې دې امنیتي کسانو د دوی نیولو هېڅ کوم مکتوب نه درلود.

100%

د الکوزي کورنۍ د پاکستاني امنیتي ادارو په تړاو وايي د شاوخوا دوه میاشتې تېریدو سره تر اوسه د تښتولو شوو کسانو مړي او ژوندي ورک دي او د ځايي پولیسو مسوولان یې په پیدا کولو ناغیړي کوي.

د الکوزي کورنۍ زیاتوي تر اوسه پاکستاني پولیسو د دوی د قیضې له ثبتولو انکار کړی او ځانونه ترې لرې ساتي.

د الکوزي کورنۍ د لیک په اخر کې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له مشرانو غوښتي چې دې قضیې ته بېړنی غبرګون وښيي او د دوی د خلاصون په برخه کې همکاري وکړي.

په دې لیک کې د پوځ او څارګرو ادارو مشرانو ته دا وضاحت هم ورکړل شوی دی، چې الکوزي کمپنۍ په راتلونکي کې نیت درلود چې په پاکستان کې سرمایه کذاري وکړي، چې له دې سره به ۱۰۰۰ کسانو ته مستقیم او ۵۰۰۰ کسانو ته غیرمستقیمې دندې پیدا شي.

خو د الکوزی کمنپۍ د مالکانو ورکېدل په داسې مهال دي چې پاکستان کې پر کډوالو د فشار زیاتېدو سره په دغه هېواد کې ځینې پانګوال هم افغانستان او نورو هېوادونو ته د خپلې پانګې د اېستلو هڅه کوي.

100%

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو هغه ویډیو هم ترلاسه کړې ده، چې د پاکستاني پولیسو په یونفرم کې یو شمیر وسلوال د الکوزي کمپنۍ د مالکانو کورونو ته د ننوتلو په حال کې دي.

الکوزي کمپڼۍ پر افغانستان سربېره د نړۍ شاوخوا ۳۰ هېوادونو کې فعالیت او فترونه لري، خو په افغانستان کې یې الکوزي مشروبات او چای مشهور دي.

ځینې نظر خاوندان په دې باور دي، چې د افغانستان سرمایداره او سوداګر په پاکستان کې وخت ناوخت ورک کیږي چې په دې کې د پاکستان څارګرې ادارې لاس لري او غواړي چې د فشار له لارې پر دوي باج ومني او شوکه ترې وکړي.

د الکوزي کورنۍ هم وايي چې له نامعلومو شمېرو ورسره تماس نیول کیږي ترڅو د خلاصون په بدل کې پیسې ورکړي.

تر اوسه د پاکستان حکومت او امنیتي ادارو په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د انګلنډ ښځو کرېکټ لوبډلې په دویمه لوبه کې پاکستان ته په ماتې ور کولو لوبلړۍ وګټله

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۱

د انګلنډ ښځو کرېکټ لوبډلې د دريو شل اوره لوبو لړۍ په دویمه لوبه کې پاکستان ته د ۶۵ منډو په توپير ماتې ورکړه او دا لړۍ يې په خپل نوم کړه. د انګلنډ ښځو کرېکټ لوبډلې په لومړۍ لوبه کې هم پاکستان ته د ۵۳ منډو په توپير ماته ورکړې وه.

دغه درې شل اوره لوبلړۍ، د انګلنډ په کوربتوب تر سره کېږي.

انګلنډ په دویمه لوبه کې پرون د پاکستان په وخت ماښام د شپې لس بجې په نارتهمپټن لوبغالي کې لومړۍ توپوهنه غوره کړه.

د انګلند ښځينه کرېکټ لوبډلې د خپلو ۶ لوبغاړو په سوځېدو په شلو اورونو کې پاکستان ته ۱۴۴ مندې هدف وټاکه.

د انګلنډ په لوبډله کې اليس کفسي په ۳۳ توپونو ۳۱ او برونټ په ۲۱ توپونو ۳۱ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې جوړې کړې.

د پاکستان په توپ اچونه کې ندا ډار دوې انګلنډۍ لوبغاړي وسوځولې.

خو په توپ وهنه کې د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۵.۵ اور کې وسوځېدل او يوازي يې ۷۹ مندې جوړي کړې.

انګلنډ دغه لوبه د ۶۵ منډو په توپير وګټل.

انګلنډ ښځيه کرېکټ لوبډلې په لومړۍ لوبه کې هم پاکستان ته د ۵۳ منډو په توپير ماتې ورکړې وه او د دویمې لوبې ګټلو سره يې د دريو شل اوره لوبو لړۍ په خپل نوم کړه.

د پاکستان او انګلنډ د دې لوبډلو دریمه لوبه د مۍ پر ۱۹ ده.

د ندا ډار په مشرۍ د پاکستان ۱۷ کسیزه لوبډله له شل اوره لوبلړۍ وروسته له انګلنډ لوبډلې سره پنځوس اوره یا یو ورځنۍ درې لوبې هم لري.

په بهر کې د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې دا سیالۍ له هغه وروسته دي چې بریتانیا ته تر روانېدو څو ورځي وړاندې یې په خپل کور کې د پنځو شل اوره او د ۳ يو ورځنيو لوبو په دواړه لوبلړیو کې له ويسټ انډيز ماتې وخوړه.

پاکستاني ځواکونو او طالبانو پر ډیورنډ کرښه له ۵ ورځو جګړې وروسته اوربند وکړ

۲۹ غویی ۱۴۰۳ - ۱۸ می ۲۰۲۴، ۱۱:۳۲ GMT+۱

سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د پاکستان سرحدي ځواکونو او طالبانو نن ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پنځه ورځنۍ جګړې وروسته اوربند وکړ. د پکتیا په ځاځي اریوب او ډنډپتان کې له ډیورنډ کرښې سره دې جګړه کې ۴ طالبان او ۳ ولسي افغانان وژل شوي او د ۵ ملکیانو په ګډون ۱۴ طالبان ټپیان شوي.

دواړو لورو د دې نښتو د پای ته رسولو لپاره د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ او د کورمې د خرلڅي ترمنځ د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې خبرې درلودې.

سرچینې وايي، پر اوربند سربېره دواړو لورو هوکړه کړې، چې له دې وروسته که جنجال رامنځته کیږي د جګړې پرځای به د خبرو له لارې حل کیږي.

په سیمه کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دواړو خواو منلې چې سبا ته به هم ناسته کوي او پکې به د لارو د خلاصون او د ولسي خلکو د تګ راتګ په تړاو خبرې کیږي.

د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې بېګا شپه د دواړو خواوو سخته نښته وشوه، خو د شنبې ورځې د خبرو په پایله کې دا نښته پاى ته ورسېده.

افغانستان انټرنشنل ته د ځايي اوسېدونکو په لېږلیو ویډیوګانو کې ليدل کيږي، چې د ډنډ پټان ولسوالۍ د بازار دوکانونه او کورونه ویجاړ شوي دي.

که څه هم پاکستاني او طالب چارواکو تر اوسه د دغو نښتو د اصلي لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو نا رسمي سرچینې وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري په صفري نقطه کې د پوستې جوړول د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پیل لامل و.

‎ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۳ کې څه باندې ۲ زره ترهګریز بریدونه ثبت کړي

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۲۱:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ( د غویي ۲۸مه) ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د ۲ زره او ۷۵ «ترهګریزو» بریدونو په پایله کې د ۴۰۰سرتېرو په ګډون یو زرو او ۲۱۵ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغو بریدونو د عاملینو نومونه نه دي اخیستي.

د یاد وزارت د شمیرو له مخې، د دغو ترهګریزو بریدونو په پایله کې چې په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شوي، دوه زره او ۵۹۳تنه ټپیان شوي دي.

تر ټولو ډير بریدونه په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال د جنورۍ له پیل راهېسي یوازې په دغه ایالت کې شاوخوا ۵۰۰ "ترهګریز" بریدونه شوي دي.

په دغو بریدونو کې د ۱۱۸ ملکي وګړو په ګډون ۲۸۵ کسان وژل شوي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغو بریدونو عاملین نه دي په ګوته کړي.

تر دې مخکې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو موسسې په یوه راپور کې لیکلي وو، چې په تېره یوه میاشت کې په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه ۳۶سلنه زیات شوي دي.

دغه موسسې زیاته کړې، چې په مارچ میاشت کې پاکستان کې ۵۶ وسله وال بریدونه شوي، خو دغه هېواد په اپریل میاشت کې د ۷۷ ترهګریزو بریدونو شاهد و.

همدا راز،د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي تر دې مخکې ویلي وو، چې په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو بریدونه ۶۵سلنه او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ سلنه زیات شوي دي. اصف دراني ادعا وکړه چې په دغو ځانمرګو بريدونو کې افغان وګړي هم لاس لري.

پاکستان په وار وار پر افغان طالبانو تور لګوي چې وسله والو ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان غړو ته پناه ورکوي، هغه ادعا چې طالبانو په کراتو رد کړې ده.

ځايي سرچينې: په پکتيا کې پر ډيورنډ کرښه جګړه د خوست ځاځي میدان ته رسېدلې

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۳ GMT+۱

خوست کې سرچینې وايي، پکتیا کې له ډیورنډ کرښې سره د پاکستاني پوځ او طالبانو د تېرو ورځو جګړه نن د دغه ولایت ځاځي میدان ته رسېدلې. د پکتيا سيمه ييزو کلينيکونو کې سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د تېرو ورځو جګړه کې ۴ طالبان او درې مرلکیان وژل شوي او ۱۴ طالبان ټپیان دي.

که څه هم د خوست ځاځي میدان کې د مرګ ژوبلې مالومات نشته، خو پکتیا کې روغتیايي سرچینې وايي، په دې جګړه کې څلور طالبان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.

ځايي سرچینې وایی په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د جګړې په قربانیانو کې یوه میرمن او دوه ځوانان هم شامل دی . دوی وايي، په ډنډ پټان کې دوه طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي .

په دا مهال ځاځي اریوب ولسوالۍ کې سرچینې هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېرو ساعتونو کې له ځاځي اريوب او ډنډ پټان وروسته د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله تر خوست ځاځي ميدان پورې هم غځېدلې ده.

د ځاځي ميدان اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې جګړه نن سهار شاوخوا درې بجې پيل شوې او اوس هم روانه ده.

دوی زیاته کړه چې پاکستاني پوله ساتو د خلکو پر کورونو ډزې کړې چې له امله یې ځايي اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

طالبانو په رسمي ډول په دغو جګړو کې د خپلو خلکو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پخلی نه دی کړی.

دا نښتې چې د دوشنبې په ورځ پیل شوې وې، نن پنځمې ورځې ته داخلې شوې دي.

د اسلام اباد چارواکو او طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغو نښتو لامل نه دی روښانه کړی، خو غیر رسمي سرچینو ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د پولې په صفري نقطه کې د پوستې جوړول د دواړو غاړو ترمنځ د ډزو د پیل لامل و.