یو افغان ډاکټر د الماني جراحانو د ۲۰۲۴ کال د لیونارډو شوایبرر مډال ترلاسه کړی

د جرمني د جراحانو ټولنې د ۲۰۲۴ کال د لیونارډو شوایبرر مډال افغان ډاکټر او جراح بسم الله شیوامل ته ورکړل شوی دی.

د جرمني د جراحانو ټولنې د ۲۰۲۴ کال د لیونارډو شوایبرر مډال افغان ډاکټر او جراح بسم الله شیوامل ته ورکړل شوی دی.
دغه مډال چې د الماني جراحانو په ټولنه کې تر ټولو معتبر وياړ بلل کيږي، د دغه افغان ډاکتر د علمي او څيړنيزو فعاليتونو د ستاينې په موخه هغه ته ورکړل شوی دی.
دغه جایزه د جمعې په ورځ په لایپزیګ ښار کې د جرمني د جراحانو د ۱۴۹مې کنګرې په مراسمو کې ښاغلي شیوامل ته ډالۍ شوی دی.
ښاغلي شیوامل پر فیسبوک په دې اړه خپور کړي پیغام کې ویلي: «د دغه ستر مډال ورکړه د افغانستان خلکو، د طبي ټولنې او د افغانستان جراحانو ته د المان د جراحانو د ټولنې د درناوی ښودنه کوي."
بسم الله شیوامل وايي، چې هغه به دغه مډال د افغانستان خلکو، افغان ډاکټرانو او د خپل هېواد د جراحانو ته ډالۍ کړي.
نوموړي افغان طبي ټولنې ته په خپل پیغام کې ویلي، چې لویې بریاوې په کوچنیو ګامونو ترلاسه کیږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو او ټلویزیون د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته څېرمه د ۵۰۰ یتیمانو له پاره د یو ښارګوټي د جوړولو کار پیل شوی دی.
طالبانو ویلي، چې دغه ښارګوټی به د قطر د شاهي خیریه بنسټ په مالي مرسته په عصري او اساسي ډول جوړ شي.
طالبانو د دغه ښارګوټي او د هغې د جوړیدو د لګښت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
که څه هم په افغانستان کې د یتیمانو په اړه کره شمیرې په لاس کې نشته، خو د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند تېر کال اعلان کړی و، چې په دغه وزارت کې ۱۲۰ زره ۳۷۸ یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي دي.
د افغانستان له پخواني حکومت سره د طالبانو په شل کلنې جګړه کې ګڼ شمېر ملکي وګړي او افسران ووژل شول او معلول شول، ډېرې میرمنې کونډې او ډېری ماشومان یتیمان شول.

د جمعې په ورځ، د پاکستان کابینې د POR کارت درلودونکو کډوالو د استوګنې د اعتبار موده د سرطان میاشتې تر لسمې نېټې پورې وغځوله.
پاکستان وايي چې د دې کارت د مودې په غځولو سره کډوال کولې شي چې زده کړو، بانکي او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
د تېر کال په سپټمبر میاشت کې پاکستان د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو لومړی پړاو پیل کړ. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دې موده کې تر نیم میلیون ډېر هغه افغان کډوال چې د اوسېدو اسناد یې نه لرودل له دغه هېواده اېستل شوي دي.
د کډوالو د ویستلو د پروګرام په دویمه برخه کې، پاکستان پلان لري چې هغه کډوال چې د ACC کارتونه یا افغان تابعیت لري، هم له خپل هیواده اوباسي.
د پاکستان د ډیټابیس او مقررو تنظیم ملي ادارې په ۲۰۱۷کال کې د افغان کډوالو د ثبت او تنظیم او هغوی ته د رسمي هویت د ورکولو لپاره دغه کارتونه ویشلي وو.

د هغه امریکايي وکیلان چې ګومان کېږي له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په بند کې دی، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له څېړونکي څخه د مداخلې غوښتنه کوي، او وايي، چې د موکل سره یې د طالبان چند ظالمانه او غیر انساني دی.
راین کاربیټ د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه افغانستان ته له ستنیدو وروسته وتښتول شو. هغه او کورنۍ یې د جمهوریت له پرځیدو یو کال وړاندې افغانستان ته راغلي او په دغه هیواد کې یې ژوند کاوه.
هغه افغانستان ته د یوې ۱۲ میاشتنۍ ویزې سره راغلی و چې خپلو کارمندانو ته معاش او روزنه ورکړي. نوموړي په افغانستان کې یو سوړاګریز شرکت لروده چې افغان کمپنیو ته د پور ورکولو له لارې د افغانستان خصوصي سکتور ودې ته یې لاره هواروله.
کاربیټ له هغه وخت راهیسې په بیلابیو زندانونو کې بندی شوی دی، او وکیلان یې وايي، چې د تیر دسمبر راهیسې پرته له هغو کسان چې هغه ورسره بندي دی، نومړی بل هیچا نه دی لیدلی.
ملګو ملتونو ته د پنچشنبې په ورځ په لیږل شوي لیک کې، د کاربیټ وکیلانو ویلي، چې هغه ته د فزیکي تاوتریخوالي او شکنجې ګواښ شوی او له خوارځواکۍ کړیږي. په لیک کې راغلي، چې نومړي ته طبي پاملرنه هم نه کیږي. د هغه وکیلان وايي، چې هغه په انفرادي هجزه کې ساتل کیږي، چې لمر او باندې ساحې ته لاسرسی نه لري. د هغوی په وینا، د نوموړي فزیکي او رواني روغتیا د پام وړ خرابه شوې ده.
کاربیټ د تیرې میاشتې په شمول د هغه د نیول کیدو راهیسې پنځه ځله د ټیلیفون له لارې له خپلې کورنۍ سره خبرې کړي دي. د هغه کورنۍ نه ده توانیدلې چې هغه په انلاین بڼه وګوري. هغو کسان چې له نومړي سره بندیان وو او په دې وروستیو کې خوشې شوي، د هغه سره د طالبانو له خوا ناوړه چلند په اړه خبر ورکړی دی.

د روسیې دفاع وزیر وايي، د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو ته اصلي ګواښ له افغانستان سرچینه اخلي. سرګي شویګو ویلي، «نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د بې ثباته او ناسم سیاسي وضعیت له امله پناه اخلي.»
ښاغلي شویګو نن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د امریکا پر هغو هڅو نیوکه وکړه چې له افغانستانه له وتلو وروسته یې په سویلي او منځنۍ اسیا کې واک ته د بیا رسیدلو لپاره کوي.
په افغانستان کې د افراطي وسله والو ډلو شتون او د دغو ډلو په ځانګړې توګه د داعش خراسان له خوا د بهرنیو بریدونو زیاتوالي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.
د روسیې دفاع وزیر په سیمه کې د امریکا د پوځي بنسټونو جوړول د شانګهای د همکاریو سازمان د ثبات لپاره مستقیم ګواښ وباله او ویې ویل چې دغه «هدفونه باید د شانګهای همکاریو سازمان د ثبات لپاره مستقیم ګواښ» وګڼل شي.
د هغه په وينا، امريکا هڅه کوي، چې د خپلې واکمنۍ لپاره په اسيا او اقیانوسیه کې نوی امنيتي سيسټم تحمیل کړي.
د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د وینا پر مهال، سرګي شویګو پر ګډونوالو غږ وکړ چې د بهرنیو له"ویجاړونکي نفوذ" د سازمان ثبات وساتي.
هغه په ځانګړې توګه د "رنګي انقلابونو" هڅو ته اشاره وکړه او د یو داسې سیسټم د جوړیدوغوښتنه یې وکړه چې په هغه کې د ټولو اوراسیا یا یوریشیا هېوادونو امنیت یو شان تضمین شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف له څو ورځو مسلسل د طالبانو له لوړ رتبه سیاسي او امنیتي چارواکو سره په کابل کې لیدنې لري. د طالبانو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره د دغو ناستو ځینې معلومات شریک کړي.
د ضمیر کابلوف په مشرۍ روسیي پلاوي د طالبانو د ریس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عدالکبیر، د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره جلا جلا لېدلي دی.
له طالبانو سره په دغو ناستو کې روسيي پلاوي امنیتي مسایل مطرح کړي دي.
روسیه او د افغانستان شمالي ګاونډي هېوادونه د شمالي ولایتونو پر امنیت بدګومانه دي او په دغه سیمه کې د داعش د حضور پر پراخېدو اندېښنې لري.
روسیه په تاجکستان او د ازبکستان په فرغانه کې د مذهبي افراطیت له زیاتوالي وېره لري او وايي د افغانستان له شمالي ولایتونو به دلته افراطیت پیاوړی شي.
په همدې تړاو یې د طالبانو استخباراتي او پوځي ادارو په کډون له ایراني چارواکو هم د مرستې غوښتنه کړې ده، خو دا مرستې به په څه ډول وي، تر اوسه جزیات په لاس کې نشته.
په دغو ناستو کې روسیې اندېښنه ښودلې، چې امریکا غواړي، د افغانستان له شمالي ولایتونو په ځانګړي توکه له بدخشتان ځیني افراطي وسلوال لکه تاجکستان اسلامي غورځنګ او د ایغور ترڅنګ داعش د ترهګریزو بریدونو لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته انتقال کړي.
روسیه اندېښمنه ده چې که په شمال کې د داعش ملاتړ پراختیا وکړي، ښايي د اکراین په غچ کې د داعش په واسطه د افغانستان له طرف روسیه ناامنه شي.
طالبانو روسیې ته ډاډ ورکړی، چې په بدخشان کې د تاجکستان اسلامي غورځنګ او ایغور ځیني وسلوال یې بې وسلې کړي او څاری یې.
د طالبانو او روسیې ترمنځه په دغو ناستو کې ټینګار شوی دی، چې په راتلوونکي کې به د افغانستان شمالي ولایتونو کې د روسیې په مرسته امنیتي حالت له نژدې څارل کیږي او امنیتي مسایلو کې به خپلو کډو همکاریو ته ادامه ورکوی.
روسي او طالب چارواکوي په دغو ناستو کې د دوحې پر راتلونکې غونډه هم غږېدلي دي.
ایران، روسیه، چین او قزاقستان او څو نور هېوادونه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ګومارلو سره مخالفت او له طالبانو سره د نړۍ پر کډ تعامل ټینګار کوي.
روسیه له طالبانو سره یوځای د چین په ملتیا په منځني ختیځ کې د کړکېچ په ځانګړې توګه سره بحیره کې د روان کړکېچ د پای ته رسېدو او د اسراییل پر وړاندې درېدو لپاره په کډو طرحو کار کوي.
د معلوماتو له مخې د روان عیسوي کال په اوږدو کې به د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وزیر امیر خان متقي په مسکو کې د خپل روسي سیال، د ایران ډيپلوماتیکو او پوځي استازو او د حماس ډلې د سیاسي پلاوي سره یوځای د غزې په تړاو څو اړخیزه ناسته ولري.
د غزې د خلکو ملاتړ، تر غزې د غذايي توکو رسولو په هوايي بهیر کې د متحده غربي امارتو له حکومت سره کډه همغږي د دې ناستې مهمې مسلې دي.
