• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هغه امریکايي کورنۍ چې د طالبانو په بند کې دی، د ملګرو ملتونو څخه د مرستې غوښتنه کړې

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۱۴ GMT+۱

د هغه امریکايي وکیلان چې ګومان کېږي له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په بند کې دی، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له څېړونکي څخه د مداخلې غوښتنه کوي، او وايي، چې د موکل سره یې د طالبان چند ظالمانه او غیر انساني دی.

راین کاربیټ د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه افغانستان ته له ستنیدو وروسته وتښتول شو. هغه او کورنۍ یې د جمهوریت له پرځیدو یو کال وړاندې افغانستان ته راغلي او په دغه هیواد کې یې ژوند کاوه.‌

هغه افغانستان ته د یوې ۱۲ میاشتنۍ ویزې سره راغلی و چې خپلو کارمندانو ته معاش او روزنه ورکړي. نوموړي په افغانستان کې یو سوړاګریز شرکت لروده چې افغان کمپنیو ته د پور ورکولو له لارې د افغانستان خصوصي سکتور ودې ته یې لاره هواروله.

کاربیټ له هغه وخت راهیسې په بیلابیو زندانونو کې بندی شوی دی، او وکیلان یې وايي، چې د تیر دسمبر راهیسې پرته له هغو کسان چې هغه ورسره بندي دی، نومړی بل هیچا نه دی لیدلی.

ملګو ملتونو ته د پنچشنبې په ورځ په لیږل شوي لیک کې، د کاربیټ وکیلانو ویلي، چې هغه ته د فزیکي تاوتریخوالي او شکنجې ګواښ شوی او له خوارځواکۍ کړیږي. په لیک کې راغلي، چې نومړي ته طبي پاملرنه هم نه کیږي. د هغه وکیلان وايي، چې هغه په ​​انفرادي هجزه کې ساتل کیږي، چې لمر او باندې ساحې ته لاسرسی نه لري. د هغوی په وینا، د نوموړي فزیکي او رواني روغتیا د پام وړ خرابه شوې ده.

کاربیټ د تیرې میاشتې په شمول د هغه د نیول کیدو راهیسې پنځه ځله د ټیلیفون له لارې له خپلې کورنۍ سره خبرې کړي دي. د هغه کورنۍ نه ده توانیدلې چې هغه په انلاین بڼه وګوري.‌ هغو کسان چې له نومړي سره بندیان وو او په دې وروستیو کې خوشې شوي، د هغه سره د طالبانو له خوا ناوړه چلند په اړه خبر ورکړی دی.‌

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

روسیه وايي د شانګهای همکاریو سازمان غړو ته اصلي ګواښ له افغانستانه پېښ دی

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۶ GMT+۱

د روسیې دفاع وزیر وايي، د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو ته اصلي ګواښ له افغانستان سرچینه اخلي. سرګي شویګو ویلي، «نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د بې ثباته او ناسم سیاسي وضعیت له امله پناه اخلي.»

ښاغلي شویګو نن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د امریکا پر هغو هڅو نیوکه وکړه چې له افغانستانه له وتلو وروسته یې په سویلي او منځنۍ اسیا کې واک ته د بیا رسیدلو لپاره کوي.

په افغانستان کې د افراطي وسله والو ډلو شتون او د دغو ډلو په ځانګړې توګه د داعش خراسان له خوا د بهرنیو بریدونو زیاتوالي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.

د روسیې دفاع وزیر په سیمه کې د امریکا د پوځي بنسټونو جوړول د شانګهای د همکاریو سازمان د ثبات لپاره مستقیم ګواښ وباله او ویې ویل چې دغه «هدفونه باید د شانګهای همکاریو سازمان د ثبات لپاره مستقیم ګواښ» وګڼل شي.

د هغه په ​​وينا، امريکا هڅه کوي، چې د خپلې واکمنۍ لپاره په اسيا او اقیانوسیه کې نوی امنيتي سيسټم تحمیل کړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د وینا پر مهال، سرګي شویګو پر ګډونوالو غږ وکړ چې د بهرنیو له"ویجاړونکي نفوذ" د سازمان ثبات وساتي.

هغه په ​​ځانګړې توګه د "رنګي انقلابونو" هڅو ته اشاره وکړه او د یو داسې سیسټم د جوړیدوغوښتنه یې وکړه چې په هغه کې د ټولو اوراسیا یا یوریشیا هېوادونو امنیت یو شان تضمین شي.

د طالبانو او روسانو تر منځ روان بحثونه: روسیه د افغانستان پر شمالي ولایتونو بدګمانه ده

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۴۰ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف له څو ورځو مسلسل د طالبانو له لوړ رتبه سیاسي او امنیتي چارواکو سره په کابل کې لیدنې لري. د طالبانو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره د دغو ناستو ځینې معلومات شریک کړي.

د ضمیر کابلوف په مشرۍ روسیي پلاوي د طالبانو د ریس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عدالکبیر، د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره جلا جلا لېدلي دی.

له طالبانو سره په دغو ناستو کې روسيي پلاوي امنیتي مسایل مطرح کړي دي.

روسیه او د افغانستان شمالي ګاونډي هېوادونه د شمالي ولایتونو پر امنیت بدګومانه دي او په دغه سیمه کې د داعش د حضور پر پراخېدو اندېښنې لري.

روسیه په تاجکستان او د ازبکستان په فرغانه کې د مذهبي افراطیت له زیاتوالي وېره لري او وايي د افغانستان له شمالي ولایتونو به دلته افراطیت پیاوړی شي.

په همدې تړاو یې د طالبانو استخباراتي او پوځي ادارو په کډون له ایراني چارواکو هم د مرستې غوښتنه کړې ده، خو دا مرستې به په څه ډول وي، تر اوسه جزیات په لاس کې نشته.

په دغو ناستو کې روسیې اندېښنه ښودلې، چې امریکا غواړي، د افغانستان له شمالي ولایتونو په ځانګړي توکه له بدخشتان ځیني افراطي وسلوال لکه تاجکستان اسلامي غورځنګ او د ایغور ترڅنګ داعش د ترهګریزو بریدونو لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته انتقال کړي.

روسیه اندېښمنه ده چې که په شمال کې د داعش ملاتړ پراختیا وکړي، ښايي د اکراین په غچ کې د داعش په واسطه د افغانستان له طرف روسیه ناامنه شي.

طالبانو روسیې ته ډاډ ورکړی، چې په بدخشان کې د تاجکستان اسلامي غورځنګ او ایغور ځیني وسلوال یې بې وسلې کړي او څاری یې.

د طالبانو او روسیې ترمنځه په دغو ناستو کې ټینګار شوی دی، چې په راتلوونکي کې به د افغانستان شمالي ولایتونو کې د روسیې په مرسته امنیتي حالت له نژدې څارل کیږي او امنیتي مسایلو کې به خپلو کډو همکاریو ته ادامه ورکوی.

پر ځانګړي استازي خبرې

روسي او طالب چارواکوي په دغو ناستو کې د دوحې پر راتلونکې غونډه هم غږېدلي دي.

ایران، روسیه، چین او قزاقستان او څو نور هېوادونه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ګومارلو سره مخالفت او له طالبانو سره د نړۍ پر کډ تعامل ټینګار کوي.

روسیه له طالبانو سره یوځای د چین په ملتیا په منځني ختیځ کې د کړکېچ په ځانګړې توګه سره بحیره کې د روان کړکېچ د پای ته رسېدو او د اسراییل پر وړاندې درېدو لپاره په کډو طرحو کار کوي.

مسکو کې د غزې په هکله راتلونکې غونډه او طالبان

د معلوماتو له مخې د روان عیسوي کال په اوږدو کې به د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وزیر امیر خان متقي په مسکو کې د خپل روسي سیال، د ایران ډيپلوماتیکو او پوځي استازو او د حماس ډلې د سیاسي پلاوي سره یوځای د غزې په تړاو څو اړخیزه ناسته ولري.

د غزې د خلکو ملاتړ، تر غزې د غذايي توکو رسولو په هوايي بهیر کې د متحده غربي امارتو له حکومت سره کډه همغږي د دې ناستې مهمې مسلې دي.

د طالبانو د مالیې وزارت او ځینې سوداګرو مرستې غزې ته ورسېدې

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۱

د طالبانو حکومت کې باخبره سرچېنو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، د دې ډلې د مالیې وزارت په ګډون ځینې افغان سوداګرو غزې ته مرستې لېږلې دي. سرچینې زیاتوي دغه مرستې د متحده عربي اماراتو په مرسته د هوا له لارې غزې ته انتقال شوې او طالبان غواړي، په راتلونکي کې هم ورته مرستې وکړي.

د طالبانو سرچېنو د دغو مرستو د رسېدلو او د غزې پر بې ځایه شوو ماشومانو د وېشلو انځورونه او ویډیو هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ورکړې ده.

دا مرستې په شنو پلاستکي کڅوړو کې اچول شوې وې، چې پرې د یو افغان سوداګر استاد عبدالحلیم نوم لیکل شوی او د طالبانو د حکومت نښان او بیرغ ورباندې لیدل کیږي.

طالبانو دغه سوداګر د افغانستان «اهل خیر» هېوادوال په لقب یاد کړی دی.

100%

افغانستان انټرنشنل د معلوماتو مخې په دغو مرستو کي د افغانستان د مالې وزارت او يو شمېر مخکښو تجارانو شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ نغده مرسته شوې وه.

دا لومړی څل دی، چې له افغانستان غزې ته مرسته شوې ده.

معلوماتو زیاتوي طالبان به له افغانستان څخه نوري اضافي مالي مرستي د متحده عربي امارات لخوا د مرستو د هوايي رسولو لړۍ کې غزې ته واستوي.

د اسراییل پر جنوب د حماس د اکتوبر د اومې په برید پسې تل ابیب پر غزه برید کړی چې لا هم روان دی.

د اسراییل د بریدونو په پایله کې تر اوسه ۳۴ زره ۱۸۳ کسان وژل شوي او ۷۷ زره ۱۴۳ کسان ژوبل شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

سرچینه: طالبانو تخار کې د یوه پخواني سرتېري پېغله خور وژلې

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۱

سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو تېره شپه ۶ بجې د تخار ولایت په دشت کلا ولسوالۍ کې د یوه پخواني سرتېري پر کور برید کړی دی. سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه برید کې د هغه پېغله خور د طالبانو په ډزو وژل شوې او مور یې سخته ټپي شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، مصور په تېر حکومت کې د ولسي پاڅون کوونکو غړى و او د طالبانو واکمنېدو سره ايران ته تللی و او په وروستيو ورځو کې افغانستان ته اېستل شوی و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د دشت کلا ولسوالۍ په مشابې کلي کې د دغه پخواني سرتېري پر کور د هغه د وژلو په موخه بريد کړى و.

سرچینه زیاتوي، چې مصور له پېښې روغ وتلی، خو خور یې د طالبانو په ډزو وژل شوې او مور یې سخته ټپي شوې ده.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اروپايي ټولنه د راستنېدونکو کډوالو په برخه کې ۱۷مېلیونه یورو مرسته کوي

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۲۰ GMT+۱

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو په برخه کې د کډوالۍ له نړۍوالې ادارې سره ۱۷ مېلیونه یورو مرسته کوي.

د اروپايي ټولنې په پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل پورې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱.۵ مېلیونه افغانان راستانه شوي دي.

د دغې ټولنې په وینا، د کډوالۍ نړۍواله اداره به د روغتیایي پاملرنې، حقوقي مرستې، حرفوي زده‌کړې او تعلیم په برخه کې ځینې اسانتیاوې هم چمتو کړي.
دغه ټولنه ټینګار کوي، چې په راستنېدونکو کسانو کې تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان زیانمنونکي دي چې دوی ته تر ټولو ډېر لومړیتوب ورکوي.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې مشرې ماریا مویتا وویل:« له اروپايي ټولنې سره دوامداره ملګرتیا زموږ د ډلو په پیاوړتیا کې د سلګونه زرو راستنېدونکو او نورو زیان منونکو کسانو ته د رسېدو لپاره خورا اړینه ده.»

له بل پلوه همدا تېره ورځ په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ خبر ورکړ، چې په سند صوبه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ افغان بندیان له زندانه خوشې شول.

په کراچۍ ښار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد شمېر کسان تر هغه وروسته نیول شوي وو، چې په خپله خوښه یې غوښتل دغه هېواد پرېږدي او د افغانستان خوا ته روان وو.