اروپايي ټولنه د راستنېدونکو کډوالو په برخه کې ۱۷مېلیونه یورو مرسته کوي

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو په برخه کې د کډوالۍ له نړۍوالې ادارې سره ۱۷ مېلیونه یورو مرسته کوي.

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو په برخه کې د کډوالۍ له نړۍوالې ادارې سره ۱۷ مېلیونه یورو مرسته کوي.
د اروپايي ټولنې په پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل پورې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱.۵ مېلیونه افغانان راستانه شوي دي.
د دغې ټولنې په وینا، د کډوالۍ نړۍواله اداره به د روغتیایي پاملرنې، حقوقي مرستې، حرفوي زدهکړې او تعلیم په برخه کې ځینې اسانتیاوې هم چمتو کړي.
دغه ټولنه ټینګار کوي، چې په راستنېدونکو کسانو کې تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان زیانمنونکي دي چې دوی ته تر ټولو ډېر لومړیتوب ورکوي.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې مشرې ماریا مویتا وویل:« له اروپايي ټولنې سره دوامداره ملګرتیا زموږ د ډلو په پیاوړتیا کې د سلګونه زرو راستنېدونکو او نورو زیان منونکو کسانو ته د رسېدو لپاره خورا اړینه ده.»
له بل پلوه همدا تېره ورځ په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ خبر ورکړ، چې په سند صوبه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ افغان بندیان له زندانه خوشې شول.
په کراچۍ ښار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد شمېر کسان تر هغه وروسته نیول شوي وو، چې په خپله خوښه یې غوښتل دغه هېواد پرېږدي او د افغانستان خوا ته روان وو.


د ازبکستان د ترانسپورت وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان له لارې د ټرانسپورټي دهلیز د جوړولو پلان لري. تاشکند په منځنۍ اسیا کې د سوداګرۍ د ودې لپاره، غواړي له دې پلان سره بلاروس، روسیه، قزاقستان او پاکستان وصل کړي.
د دغو هېوادونو د ټرانسپورټ وزیرانو د سې شنبې په ورځ د ازبکستان په ترمذ ښار کې د دغه دهلیز د پراختیا په اړه خبرې کړي.
د ازبکستان د ترانسپورت وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغې غونډې برخه والو د ازبکستان د ترانزیتي ظرفیت د لوړولو په هدف د ټرانسپورټي دهلیز د جوړولو له لارې د منځنۍ اسیا او د سویلي اسیا د نښلولو په اړه خبرې وکړې.
په دې طرحې د ترانزیټ تحلیل، د اسنادو ډیجیټل کول او د هیوادونو ترمنځ د ترانزیټ پروسې ساده کولو له لارې د توکو لیږد ته وده ورکول شامل دي.
د ۲۰۲۳کال په نومبر میاشت کې د روسیې، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ترانسپورت کنفرانس په ترڅ کې د دغه دهلیز د جوړولو لپاره تفاهم لیک لاسلیک کړ.
ازبکستان وايي، چې له ۲۰۲۱کال راهیسې د افغانستان له لارې ټرانسپورټ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د دغه هېواد شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲کال کې د تجارتي توکو د لېږد اندازه ۶۷۵زره ټنو او په ۲۰۲۳کال کې يو میليون ټنو ته رسېدلی ده.
د ازبکستان چارواکو هیله ښودلې چې دا اندازه به په ۲۰۲۴کال کې لا زیاته شي.
د ازبکستان د نوي ټرانسپورټ دهلیز وړاندیز په داسې حال کې شوی، چې دغه هېواد غواړي په دې توګه خپله سوداګري لارې پراخه کړي، د ټرانسپورټ زیربناوو ته وده ورکړي او په روسیه باندې تکیه کمه کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ځنګلونو په اړه په یو پوډکاسټ کې ویلي، چې افغانستان کې له ځنګلونو ظالمانه استفاده کیږي او د دغه هیواد ځنګولونو په تیرو لسیزو کې خوار ډیر زیان لیدلی دی.
هغه وايي، چې افغانستان د ۲۰ مې پیړۍ په اخري ۲۲ کلونو کې، د شوروي له یرغله وروسته، د خپلو ځنګلونو څلورمه برخه له لاسه ورکړې وه.
“د ځنګلونو ځینې برخې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې په ډیرې بې رحمانه توګه پرې شوې، بل خوا ولس وږی او تږی و، نو د ځان د تودولو لپاره یې ځنګلونه پرې کړل. د ځنګلونه یوه بله برخه بیا پاکستان ته قاچاق کیده.”
ښاغلی غني وايي، په تیر وخت کې په بغلان، کندز، تخار، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان او بادغیس کې پریمانه ځنګلونه وو، خو اوس دغه کچه خورا راټیټه شوې ده. هغه وايي، د فاریاب ولایت مرکز میمنه دومره شنه وه چې نږدې یو میلیون پسونه یې درلودل، خو د اقلیمي بدلون له امله دغه وضعیت بدل شوی دی.
ښاغلی غني وايي: “د اقلیم بدلون د خلکو د کار له طریقې سه تړاو لروده، بدبختانه زمونږ د یو نسل تسلسل له بل نسل سره د طبیعي زیرمو د محافظت په برخه کې ډیر وحشیانه او ظالمانه و. د ځنګلونو استفاده هم ډیره ظالمانه وه. مونږ د شیرین بویې په شان خپل ډیر ارزښتانه بوټي له بیخه ویستل چې په سیمه ییزو مارکیټونو کې یې وپلورو.”
د پخواني ولسمشر په وینا، بدخشان، تخار، سمنګان، بلخ، فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونو چې وړاندې د پستې د ځنګلونو یو دهلیز و، خو د وروستيو اسنادو له مخې، په تخار کې د پستو ځنګلونه په مطلقه توګه له منځه تللي، او په بادغیس کې په شدیده توګه کم شوي دي او د دغې سیمو ځنګلونو ډیر لوی زیان لیدلی دی.
نوموړی وايي، په بغلان، کندز او تخار کې هم ځنګلونو د ۱۹ مې پیړۍ په پرتله په پراخه کچه زیان لیدلی دی، بل خوا کونړ، نورستان، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر او ننګرهار کې هم ځنګلونو پراخه صدمه لیدلې ده.
پخوانۍ ولسمشر وايي، خلک باید ونې او ځنګلونه لکه خپلو بچیانو غوندې وګڼي او په دې پوی شي چې د دوی د لمسیانو او ګړوسیانو ژوند دغو ځنګلونو پورې تړلی، که نه نو افغانستان نه به یوه سحرا جوړه شي.
هغه وايي، چې د ملګرو ملتونو بیلابیلو موسسو او امریکایانو تر یو میلیارد ډالر د افغانستان په اطلاعاتي منابعو لګولي، خو اکثره یې بې ګټې دي.
نوموړي وايي، چې د افغانستان د ځنګولونو، څرځایونو او نورو بیلابیلو برخو په اړه ډیر معلومات شته دی، خو دغه معلومات په منسجم دول کله هم نه دی راټول شوی چې د استفادې وړ وي.

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه تازه لیک کې ویلي، چې په افغانستان کې بشري حقونه او انساني کرامت تر پښو لاندې کیږي او په ایران او پاکستان کې کډوال له شکنجو او ننګونو سره مخ دي.
په دغه لیک کې د افغانستان په تړاو د سیمه ییزې اجماع پر رامنځته کېدا ټینګار شوی او له ملګرو ملتونو غوښتل شوي، چې د افغانستان د اوسني کړکېچ د هواري لپاره د یوې لارنقشې د جوړولو لپاره ځانګړی استازی وټاکل شي.
په لیک کې ویل شوي، چې په لنډه موده کې افغانان د بشري حقونو او انساني کرامت څخه د سرغړونې په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د جمهوري غوښتونکو خوځښت زیاته کړې ده، چې د طالبانو له خوا د پخواني دولت له غړو سره غیر انساني او خشن چلند شوی، چې مستندې قضیې یې ثبت شوي.
په لیک کې ویل شوي: " په ځانګړې توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې زندانونو کې له ښځو سره د ناوړه چلند راپورونه د افغاني، اسلامي او نړۍوالو انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي؛ موږ له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو، چې مداخله وکړي او دا ډول سرغړونې ودروي."
دغه خوځښت د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ویلي، چې په افغانستان کې د انجونو او ښځو لپاره د زده کړې او کاري فرصتونو څخه انکار یوه جدي اندېښنه ده، چې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې د نړۍوالو میکانیزمونو له لارې د اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو له خوا اقدام ته اړتیا لري.
په دغه لیک کې په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند یادونه هم شوې ده او پکې راغلي: "هغه افغانان چې په ګاونډیو هېوادونو؛ لکه ایران او پاکستان کې مېشت دي د وژنو، شکنجې، د شتمنیو ضبطولو او جبري بېرته ستنول له ننګونو سره مخ دي".
د افغانستان جمهوري غوښتونکو پر ملګرو ملتونو غږ کړی، چې خپل نفوذ وکاروي او ډاډ دې تر لاسه کړي، چې یاد هېوادونه نړۍوالو معیارونو ته غاړه کیږدي او دا ظلمونه ودروي.

په لیک کې زیاته شوې: "پر افغانانو د ظلم، ستم او غیر انساني چلند دغه ستونزې د ټولو نړۍوالو بشري حقونو او انساني کرامت خلاف دي."
په دغه لیک کې په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستې مننه شوې او ویل شوي، چې افغانان د نړۍ مرستې ته اړتیا لري او نړۍواله ټولنه باید خپله مرسته ونه سپموي.
په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو په بندخونو کې یو شمېر زنداني مېرمنې د جنسي تېري ښکار شوي او ۱۶ مېرمنې حامله شوې دي.
په ورته وخت کې په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند هم د یو شمېر بشري حقونو د بنسټونو پام ځانته را اوړولی دی.

په فراه کې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې نن طالبانو له ایران سره پر پوله د دغه هېواد شپږ سرحدي سرتېري نیولي دي. سرچینې وايي، د دې کسانو د نیولو پر سر د طالبانو او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د جګړې امکان هم شته او دواړه لوري په دې برخه کې تیارسي دي.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسېدلي لیک کې طالبان وايي، چې دا شپږ ایراني سرتېري د افغانستان خاورې ته د ننوتلو له امله ونیول شول.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته داسې لیک هم رسېدلی چې پکې د کندهار نظامي چارو کمېسون د امنیت امر حافظ الیاس ته لیکل شوی او د دې ایراني ځواکونو د نیولو خبر ور کړل شوی دی.
په مکتوب کې ویل شوي چې دا سرحدي سرتېري لومړنیو څېړنو کې وايي، چې په تېروتنه افغان خاورې ته ننوتلي دی.
طالبان وايي، چې د دې شپږو سرتېرو د خلاصون لپاره د ايران د سرحدي ځواکو د عمومي قومندان د دوی د دفاع وزارت د سرحدي چارو عمومي کمېسون سره په تماس کې دی.
طالبان په مکتوب کې وايي، داسي معلومات یې ترلاسه کړي چې ايران په دې ورستيو کي د افغانستان په خاوره کي «د بلوڅ مجاهدينو پر ضد د ناهمغږي شويو عملياتو ترسره کېدو پلان درلود چې دغه معلومات د ملي دفاع وزارت د ستراتیژيک استخباراتي معاونيت لخوا هم تاييد شوي و.»
د سرچینو په خبره، د دې سرتېرو د نیولو له امله په پوله کې د طالبانو او ایراني سرتېرو ترمنځ د تاوتریخوالي پیدا کېدو وېره شته.
په یوه غږیز پیغام کې هم ځايي طالب چارواکي وايي، چې دوی هر ډول حالت ته تیار دي.
ایراني سرتېري تر نیول کېدو وروسته په فراه کې د طالبانو استخباراتو ته سپارل شوي دي.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسېدلو انځورونو کې هم د ایران شپږ سرحدي سرتېري یوه کوټه کې لیدل کېږي.
لا هم طالبانو او د ایران حکومت د دې پېښې په هکله رسمي څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د «ترهګرو د شتون» په هکله د ایران او پاکستان له ګډې اعلامیې یوه ورځ وروسته د طالبانو بهرنیو چارو وزیر وايي، «د داعش په فعالیت کې زموږ ۳ ګاونډی هېوادونه لاس لري.» امیرخان متقي زیاتوي، «که دا ۳ هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي، افغانستان او سیمه کې به هیڅ مشکل نه وي.»
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر دا خبره د افغان – قزاق نندارتون د پرانېستي په مراسمو کې وکړه.
د امیرخان متقي په خبره، «په افغانستان کې د داعش ځالې نشته، خو متاسفانه زموږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره، په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیارېږي چې موږ ولیدل پېښې یې تر سره کړې، بل د هغې لارې پر سر پروت دی چې امن خرابوونکي افراد ترې را تېرېږي او بل هېواد پخپله خاوره کې داعش ته د تمویل، پلان جوړونې مراکز ور کړي دي.»
نوموړی وايي، که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي په افغانستان کې او ان سیمه کې به هیڅ مشکل نه وي.
که څه هم امیر خان متقي د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو ځینې شنونکي وايي، له عراق او سوریې د داعش غړي د ایران له لارې پاکستان او افغانستان ته تللي.
دا رنګه د نیویارک ټایمز وروستی راپور هم وايي، چې په خراسان داعش کې له نیمايي ډېر وسلوال د تاجکستان وګړي دي.
په روسیه کې پر کنسرټ وروستي برید کې نیول شوي کسان هم ټول د تاجکستان وګړي بلل کېږي.
دا ډول طالبان بیا بیا پر پاکستان تور پورې کوي چې د افغانستان د ناامنولو لپاره یې خپله خاوره کې داعش ته ځای ور کړی دی.
د امیر خان متقي دا خبرې په داسې مهال دي چې پرون د پاکستان او ایران په ګډه اعلامیه کې ویل شوي و، په افغانستان کې «ترهګرې ډلې سیمې او نړۍ ته ګواښ دي.»
که څه هم امیر خان متقي دې اعلامیې ته اشاره ونه کړه، خو ویې ویل د اوبو خړولو پر ځای ښه دا ده چې هر هېواد په امن ټینګولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.
نوموړي دا هم وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې څومره امنیتي پېښې شوې، په لسو کې اته داسې دي چې عاملان یې له بهر دغه هېواد ته تللي دي.