• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پوځ مشر: ملت د هغو عناصرو په وړاندې متحد دی چې د سولې خنډ ګرځي

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي، چې د پاکستان ټول ملت د هغو عناصرو په ضد په متحده توګه ولاړ دى چې د دغه هيواد د سولې او پرمختګ خنډ ګرځي او دا چې دغه عناصر به په خپلو هڅو کې بريالي نه شي.

هغه نن جمعه د زرغون پاکستان د ابتکار کنفرنس ته په وینا کې ویلي، چې د پاکستان د اقتصادی پرمختګ د مخنیوي هیڅ هڅه د منلو وړ نه ده.

د پوځ مشر ویلي: “منفي پروپاګند او د ټولنیزو رسنیو له لارې هڅې به مونږ هیڅ کله د پاکستان د اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ له پاره له کوښښ څخه په شا نه کړي.”

جنرال عاصم منیر وویل، چې بشپړه خپلواکي او پر ځان بسیاینه له اقتصادي ثبات پرته ممکنه نه ده.

هغه ټینګار وکړ چې منفي تبلیغاتو ته باید پام ونشي او په ګډه باید د پرمختګ او ثبات په لور تمرکز وشي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا په خیبر کې درې وسلوال ووژل او ۱۵ سرتېري ټپیان شول

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، د پښتونخوا په خیبر سیمه کې یې د استخباراتي معلوماتو له مخې نن په عملیاتو کې درې وسلوال وژلي دي. له بلې خوا په خیبر کې ملېشه ځواکونه وايي، چې د چاودنې له امله یې پرون ۱۵ سرتېري ټپیان شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، چې پوځ په خیبر کې د دریو وسلوالو پر وژلو سربېره وسلې او مهمات هم موندلي دي.

د پوځ د نن ورځې عملیات په دغه سیمه کې د ۱۵ ملېشه ځواکونو له ټپي کېدو یوه ورځ وروسته شوي دي.

د پاکستان پوځ له نږدې دوو میاشتو راهیسې په خیبر کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي دي، خو لا هم د دې پر دوی د پخوا په څېر بریدونه کېږي.

د پښتونخوا په لکي مروت کې جرګې په دغه سیمه کې د عملیاتو مخالفت وکړ

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۱

د پښتونخوا په لکي مروت کې زرګونو کسانو په جرګه کې ګډون سره په دغه سیمه کې د ترهګرۍ پر غندلو سربېره د ممکنه پوځي عملیاتو مخالفت وکړ. لکي مروت د پاکستان طالبانو غورځنګ د نفوذ سیمه بلل کېږي او پکې پر امنیتي ځواکونو ډېر بریدونه کېږي.

د لکي مروت جرګې سره هممهاله په دغه سیمه کې د سوداګرو ټولنې یا انجمن تجاران د بې قانونۍ او زیاتېدونکې ترهګرۍ پرضد کاربندیز کړی دی.

له پخوانۍ قبایلي سیمې وزیرستان سره نږدې لکي مروت هم په هغو سیمو کې ده چې ورځ تر بلې پکې د پاکستاني طالبانو بریدونه ډېرېږي.

د پاکستان پوځ پر ۲۰۱۴ کال په وزیرستان کې هم عملیات وکړل، چې له امله یې په لکونو خلک د پاکستان پر مختلفو ښارونو سربېره د افغانستان خوست او پکتیکا ته هم کډوال شول.

د لکي مروت جرګې دلیل دا دی چې که وزیرستان کې عملیاتو سره د طالبانو بریدونه ختم نه شول، نو لکي مروت کې به هم خلک کډوال شي، خو وسلوال به ختم نه شي.

په اسلام اباد کې د افتاب په نامه د یوه ښوونځي دروازه د مالي ستونزو له امله وتړل شوه

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۴۱ GMT+۱

په اسلام اباد کې د افتاب په نامه د یوه ښوونځي او ښوونیز مرکز چلوونکي وايي، چې د «مالي ستونزو» له امله یې دغه ښوونځی وتاړه. د دغه ښوونځي مشر سید قاسم هاشمي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ښوونځي په تړلو سره ګڼ افغان ماشومان په تېره بیا کډوالې نجونې له زده‌کړو بې برخې پاتې شوې.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه: دغه ښوونځی چې یو نیم کال وړاندې د اسلام اباد په (بي ۱۷) سیمه کې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره جوړ شوی و، دمګړۍ یې ۴۰۰ زده‌کوونکي لرل چې د شاوخوا ۳۰ ښوونکو له‌خوا ورته زده‌کړې ورکول کېدې.

100%


ښاغلی هاشمي وایي، دوی د افغانستان د تعلیمي نصاب له مخې ماشومانو ته درس ورکاوه او هغوی ته یې د انګلیسي ژبه هم ور زده کوله، چې په دغه ښوونځي کې ټولې زده‌کړې وړیا وې.
ښاغلي هاشمي دا هم وویل، تر دې مهاله د دوی مالي لګښت په بهر کې د یو شمېر افغانانو له‌خوا تمویلېده چې دا مهال دغه مرستې بندې شوې او تر راتلونکې یوې میاشتې دوی کولای شي د ښوونځي کرایه پرې کړي.
پاکستان ته ډېر کډه شوي افغانان د خپلو ماشومانو د زده‌کړو له امله اندېښمن دي.

دوی وايي، په پاکستاني ښوونځیو کې د فیس د پرې کولو وس نه لري او تر دې مهاله نړۍوالې ټولنې هم دې برخې ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

شهباز شریف او ابراهیم رییسي: په افغانستان کې ترهګرې ډلې د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱

پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر په وروستۍ ورځ د دواړو هېوادونو مشرانو ویلي، چې په افغانستان کې «ترهګرې ډلې د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.» په ګډه اعلامیه کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي له قوله، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو ملاتړ شوی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اېکس کې د اسلام اباد او تهران ګډه اعلامیه کې دواړو لورو «د داسې خپلواک او پرمختللي افغانستان» د پرمختګ ژمنه تکرار کړې چې له «ترهګرۍ او نشه يي توکو به پاک وي.»

شهباز شریف او ابراهیم رییسي په دغه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د پیاوړتیا لپاره په «بنسټیزو پرېکړو» کې د ټولو افغان اړخونو د رول زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

پاکستان او ایران په سیمه کې د «ترهګرۍ» پرضد د ګډو هڅو او د سولې او ټیکاو لپاره د نړیوالو هڅو پر همغږي کولو هم ټینګار کړی دی.

پاکستان او ایران په افغانستان کې د وسلوالو پر شتون په داسې حال ګډه اندېښنه ښيي چې تهران او اسلام اباد یو بل د خپلو مخالفو وسلوالو پر ساتلو تورنوي.

ایران په پاکستان کې وسلوال په تېره جندالله ډله د دغه هېواد امنیت ته ګواښ بولي چې په دې وروستیو کې یې په سیستان بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه هم ډېر شوي دي.

ایران د روان کال لومړیو کې د پاکستان پر بلوچستان توغندیز برید وکړ او ویې ویل، د جندالله دوه مرکزونه یې ویجاړ کړي دي.

په مقابل کې پاکستان هم د ایران پر سیستان بلوچستان په توغندیز برید سره د خپلو مخالفو وسلوالو د په نښه کولو ادعا وکړه.

له دې ځوابي برید وروسته تهران او اسلام اباد د خبرو له لارې د خپلمنځي ستونزو پر اواري سلا شول.

پاکستان ته د ایران د ولسمشر دا سفر په تېرو میاشتو کې د پیکه شویو اړیکو د پیوندولو په مانا بلل کېږي.

له امنیت شورا غوښتنه

په دغه اعلامیه کې ایران او پاکستان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د ګاونډیو هېوادونو او بهرنیو ډیپلوماټیکو اسانتیاوو د بې قانونه په نښه کولو له امله د اسراییل پرضد ګامونه پورته کړي.

دغو دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې اسراییل «د نارامې سیمې د روان تاوتریخوالي په لا زیاتولو» تورن کړی دی.

«امنیت شورا دې په سیمه کې د اسراییل د جنجال جوړولو او د ګاونډیانو پرضد د بې قانونو اقداماتو مخه ونیسي.»

د اسلام اباد او تهران دا ګډه اعلامیه پاکستان ته د ایران د ولسمشر د درې ورځني سفر په وروستۍ ورځ ده.

ابراهیم رییسي چې نن له اسلام اباد د سریلانکا په لور خوځېده، بیا یې وویل، چې له پاکستان سره خپلمنځي سوداګرۍ تر لس میلیارد ډالروړرسوي.

پاکستان ته د ابراهیم رییسي سفر د ایران او اسراییل ترمنځ له توغندیزو بریدونو وروسته دی.

په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل په برید کې د سپاه پاسدران د اوو غړو د وژل کېدو په غبرګون کې ایران د اپرېل پر ۱۳ پر اسراییل د ډرون او کروز توغندیو برید وکړ.

تل ابیب د تهران د دې برید په غبرګون کې د اپرېل پر ۱۹ په اصفهان کې د ایران پوځي اډه په نښه کړه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون مختلفو هېوادونو له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې ده.

د ایران ولسمشر ګواښ کړی چې، که اسراییل دا ځل برید پرې وکړي نو له منځه به یې یوسي

۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۱۴ GMT+۱

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د سه شنبې په ورځ ګواښ وکړ چې د ایران پر خاوره د اسراییل برید کولای شي په بنسټیز ډول معادله بدله کړي او دا ځل د اسراییل د تباهۍ لامل شي. ښاغلي رییسي دغه څرګندونې پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال په لاهور کې کړې.

د تېرې جمعې په ورځ د اصفهان په ښار کې د چاودنو غږونه واورېدل شول، چې امریکايي سرچینوپر ایران د اسراییل برید وباله، خو تهران دا پېښه رد کړه او ویې ویل چې د غچ اخیستو کوم پلان نه لري.

د اپریل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د خپل سفارت په انګړ کې د اسراییل د خونړي برید په غچ کې، ایران شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پر اسراییل د توغندیو او ډرون برید پیل کړ چې نږدې ټول یې د اسراییلي چارواکو په وینا شنډ کړل.

په غزه کې د اسراییل پراخ پوځي عملیات د دې لامل شوي چې له لبنان څخه نیولې تر سوریې، عراق او یمن پورې د ایران نیابتي ډلې له فلسطینیانو خپل ملاتړ اعلان کړي.

رییسي د سه شنبې په ورځ پاکستان ته د درې ورځني سفر په لړ کې په لاهور کې د خپلې وینا پر مهال وویل، «ایران به په ویاړ او سرلوړۍ د فلسطین له مقاومت څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.»

پاکستان ته د ښاغلي رییسي سفر د دوشنبې په ورځ پیل شو. هغه ژمنه وکړه چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کچه په کال کې ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

دغه دواړه هېوادونه په داسې حال کې د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتولو په لټه کې دي چې سږ کال یې په نورو هېوادونو کې بې ساري پوځي بریدونه پیل کړي دي.