د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، افغانستان ته د بهرنیو هېوادونو د چارواکو وروستۍ راشه درشه دا په ګوته کوي چې د دغې ډلې پالیسي او ډیپلوماسي اغېزناکه ده.
د هغه په وینا، هېوادونو اوس دا درک کړې چې له افغانستان سره تعامل یوازینۍ ګټوره لاره ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو پر اېکس پاڼه د نوموړي یو غږېز پیغام خپور کړی. په دغه پیغام کې ویل شوي، چې سیمې اوسمهال د افغانستان اړتیا درک کړې ده.
هغه زیاته کړې، له افغانستانه د ځینو هېوادونو لریوالی د هغوی د پالیسۍ ستونزه په ډاګه کوي.
هغه یو ځلې بیا ویلي، چې دوی له ټولو هېوادونو سره د ښو ډیپلوماټیکو اړیکو غوښتونکي دي.
خو د دغو ټولو خبرو سره، سره په دې وروستیو کې د پاکستان او ایران مشرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي و، چې لا هم د افغانستان سره ستونزې لري او د روسیې د دفاغ وزیر له دې خبرې پلو پورته کړ چې، د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو ته اصلي ګواښ له افغانستانه سرچینه اخلي.
سرګي شویګو ویلي، نړۍوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د بېثباته او ناسم سیاسي وضعیت له امله پناه اخلي.