• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا په څلورو پوهنتونونو کې له ۲۰۰ زیات د فلسطین ملاتړي لاریونوال نیول شوي

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۳۹ GMT+۱

امریکايي پولیسو د دغه هېواد په څلورو پوهنتونونو کې د فلسطین د ملاتړو محصلانو پر غونډو چاپه وهلې او تر ۲۰۰ ډېر محصلان یې نیولي دي. دغه کسان په سینټ لویس کې په واشنګټن پوهنتون، د اریزونا ایالتي پوهنتون، د انډیانا او بلومینګټن پوهنتون کې نیول شوي دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د امريکا په ډېرو برخو کې د پوهنتون چارواکي هڅه کوي، چې په دغو پوهنتونونو کې د غزې د جګړې د مخالفينو د زياتېدونکو ناستو او غونډو مخه ونيسي.

په ورته وخت کې د کولمبیا پوهنتون د نیویارک د پولیسو له څانګې څخه غوښتي، چې د فلسطین پلوه زده کونکو د ایستلو لپاره مداخله وکړي.

له هغه وخت راهیسې پولیسو د امریکا په پوهنتونونو کې تر ۷۰۰ ډېر مظاهره کوونکي نیولي او په یو شمېر مواردو کې یې ډېری بېرته خوشې کړي دي.

په سینټ لویس کې د واشنګټن پوهنتون په یوه بیان کې د پوهنتون د تړلو اعلان وکړ او ویې ویل، چې د پوهنتون په احاطه کې تر ۸۰ زیات کسان نیول شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د زرغون ګوند د کاندیدې جېل سټاین او د هغې د انتخاباتي کمپاین دوه غړي هم شامل دي.

تېر کال د اکټوبر پر ۱۵مه د اسراییل پر جنوبي سیمو د حماس وسله والو برید وکړ، چې په پایله کې یې د یرغمل تر څنګ ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول.

ورپسې اسراییل پر غزې برید وکړ، چې د حماس د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه په دې سیمه کې څه باندې ۳۴ زره فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۷۷ زره نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د نایجیریا په شمال کې لږ تر لږه ۲۳ ملکي ځواکونه وژل شوي دي

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۳۸ GMT+۱

د نایجیریا د ملکي ګډ کاري ځواک دوو سرچینو د یکشنبې په ورځ‌ ویلي،‌ چې د دوی ۲۳ غړي د شنبې په ورځ ناوخته د دغه هېواد په شمال کې د وسله والو او د تښتونې یوې وسله والې ډلې له خوا په جلا - جلا بریدونو کې ووژل شول.

د محلي سرچینو په وینا؛ په شمال ختیځ بورنو ایالت کې چې د اسلامپالو اورپکو مرکز دی، د اسلامي دولت یا داعش د لویدیځې افریقا ولایت ISWAP مشکوکو جنګیالیو د ملکي ګډ کاري ځواک د غړو پر موټر د سړک غاړې ماین پر مټ الوځولی دی.‌

د نایجیریا د ملکي ګډ کاري ځواک په لومړي ځل په ۲۰۱۳ کال کې رامنځته شو، چې په شمال ختیځ کې د ټولنو ساتنه وکړي او د بوکو حرام او وروسته له هغې د داعش ډلې د لویدیځې افریقا ولایتسره په جګړه کې د اردو سره مرسته وکړي.

دغه ځواک وروسته له بیا نورو شمالي ایالتونو ته وغځول شو، چې د وسله والو تښتونکو ډلو سره مبارزه کوي.

تیجانیما عمر د کامرون هېواد سره پولې ته نږدې د ګمبورو نګالا سیمې لپاره د نایجیریا د ملکي ګډ کاري ځواک مشر وايي، چې د هغه ټیم د بورنو ایالت پلازمینې میدوګوري ته روان و کله چې دوی په ماین چاودنه وشوه.

عمر د ټیلیفون له لارې رویټرز خبر اژانس ته وویل: "کله چې ماین وچاودید، زمونږ د ځواک نهه غړي په هغه شیبه کې ووژل شول، یو شمېر نور سخت ټپیان شوي او سمدستي د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي."

د نایجیریا پوځ د دغه برید په اړه له تبصرې ډډه کړې ده.

سره له دې چې د نایجیریا د امنیتي ځواکونو بوکو حرام او داعش په جدي توګه محدود کړي دي؛ خو دویلاهم د ملکي خلکو او اردو په وړاندې وژونکي بریدونه ترسره کوي.

د ملکي کاري ځواک قوماندان اسماعیل هارونا په وینا؛ په شمال لویدیځ سوکو ایالت کې د شنبې په ورځ د وسله والو په برید کې د نایجیریا د ملکي ګډ کاري ځواک ۱۴ غړي وژل شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.

هارونا وویل، چې دد ملکي ګډ کاري ځواک غړي د سوکوټو ایالت په عیسی سیمه کې وژل شوي، چیرې چې دوی د تښتوونکو د یوې وسله والې ډلې مشر پورې اړوند د بوش کمپ باندې برید کړی او هغه یې ویجاړ کړی و.

هغه زیاته کړه، چې د تښتوونکو دغه ډله په چټکۍ سره تنظیم شوه او د نایجیریا د ملکي ګډ کاري ځواک پر غړو یې هغه مهال برید وکړ کله چې دوی د سوکوتو ایالت پلازمینې ته راستانه کیدل.

د ترکیې پولیسو له داعش سره د همکارۍ په تور ۳۸ کسان نیولي دي

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۶ GMT+۱

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ۳۸ تنه یې له داعش ډلې سره د همکارۍ او غړیتوب په تور نیولي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وویل، چې دغه کسان په شپږو ښارونو کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

په سیمه کې د داعش د ګواښونو له زیاتېدو وروسته ترکیې د داعش د مشکوکو کسانو د پېژندلو او نیولو لپاره عملیات زیات کړي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د غوايي ۹مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې په ادانا، ایدین، چورم، غازي انتیپ، قیصری او مرسین کې لسګونه کسان له داعش ډلې سره د همکارۍ په شک نیول شوي دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر علي یارلي کایا ویلي، چې په دې عملیاتو کې یوه زیاته اندازه اسعار، لیرا او ډیجیټل اسناد نیول شوي دي.

ښاغلي یارلي کایا ټینګار وکړ. چې د ترهګرو بریدونو د مخنیوي او په هېواد کې د سولې د تامین لپاره د هېواد د ځواکونو مبارزه دوام لري.

په وروستیو میاشتو کې ترکیې لسګونه کسان د داعش ډلې د غړیتوب په تور نیولي دي.

په استانبول ښار کې د بم اېښودو په تور یوه ښځه په ۷ ځلې دایمي او ۱۷۹۴ کاله بند محکوم شوه

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد قضايي محکمې یوه سوریایي مېرمن احلام البشیر د ۱۴۰۱ کال د لړم په میاشت کې د استانبول په استقلال سړک کې د بمي چاودنې په تور په اووه ځلي عمري او ۱۷۹۴ کاله بند محکوم کړې ده. په دې چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي وو.

رويټرز خبري اژانس د ترکيې محکمې د يوه مکتوب پر بنسټ راپور ورکړی، چې احلام البشير د ترکیې پوليسو له خوا «د بم اېښودونکې په توګه» پېژندل شوې وه او اوس په اووه ځلې دايمي بند محکوم شوې ده.

د راپورونو له مخې؛ احلام البشیر د سوریې ده او د البشیر ترڅنګ شاوخوا ۳۰ نور تورن کسان هم محاکمه شوي دي.

د رويټرز په راپور کې دغه راز راغلي، چې له تورنو کسانو څخه ۲۰ تنه يې د «قصدي وژنو» او «د ترکیې د يووالي او بشپړتيا د کمزوري کولو» په تور له څلورو کلونو څخه تر دايمي بند پورې محکوم شوي دي.

ترکيې په استانبول کې د چاودنې پړه پر خپلو مخالفو کردي ملېشو اچولې او په سوريه او عراق کې يې د وسله والو کردانو پر ضد خپل پوځي عمليات زيات کړي دي.

«پي کې کې» چې د انقرې له خوا د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کیږي، په دې برید کې یې هر ډول لاس لرل رد کړی او هیڅکله یې مسوولیت نه دی منلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له دغه برید وروسته د قربانیانو له کورنیو او د ترکیې له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې وه.

«پي کې کې» د ترکیې، متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې له خوا د ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې راغلې ده.

په دې وروستیو کلونو کې د ترکیې وسله والو ځواکونو د عراق او د سوریې په شمال کې د کرد ملیشو پر ضد څو لوی پوځي عملیات ترسره کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دوه کاله وړاندې ویلي وو، چې هېواد به یې له سوریې او عراق سره له خپلو سویلي پولو هاخوا د ۳۰ کیلومتره ژورې «امنیتي پټې» د جوړولو تګلاره وساتي او په دې برخه کې به نوي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د لومړي وزیر د مرستیال په توګه وګمارل شو

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۳۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې شهباز شریف د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د خپل مرستیال په توګه ټاکلی دی. اوس اسحاق ډار ته د بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ د لومړي وزیر مرستیالۍ دنده هم ور تر غاړې شوه.

په پاکستان کې د لومړي وزیر مرستیال یو اجرایوي پوست دی، چې د لومړي وزیر وروسته د هېواد د چارو اداره کولو واک لري.دا پوست له ۲۰۱۳ کال راهیسې خالي و.

اسحاق ډار د شهباز شریف په کابینه کې یو له مهمو وزیرانو څخه دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان نه بهر په یوه اقتصادي غونډه کې شهباز شریف د مالیې د وزیر محمد اورنګزېب پر ځای د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له ځانه سره وړی و.

د ټرمپ په اړه د بایډن ټوکه: زه هغه لوی سړی یم چې له شپږ کلن ماشوم سره سیالي کوي

۹ غویی ۱۴۰۳ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۶:۵۸ GMT+۱

جوبایډن د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې په کلنۍ میلمستیا کې په خپله وینا کې د امریکا د ولسمشر د عمر په اړه د ډونالډ ټرمپ نیوکو ته په طنز او ټوکو ځواب ورکړ. بایډن په ټوکو وویل:«هو، عمر یوه موضوع ده، زه هغه لوی سړی یم چې د شپږ کلن ماشوم سره سیالي کوي.»

خو د امریکا ولسمشر د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل چې عمر د ده او د هغه د مخکیني مشر تر منځ یوازینی ټکی دی: « زما مرستیال هم دا موضوع تاییدوي.»

جو بایډن ۸۱ کلن او د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه سیال ډونالډ ټرمپ ۷۷ کلن دی.

ډونلډ ټرمپ پر جوبایډن د زړښت له امله برید وکړ. البته دا مسله د یو شمېر نورو سیاستوالو او امریکایي رایه ورکونکو له خوا د نیوکې او اندېښنې وړ​​ ده.

د سپينې ماڼۍ د خبريالانو کلنۍ مېلمستيا د شنبې په ماښام په واشنګټن کې په داسې حال کې جوړه شوه چې په سلګونو فلسطين پلوي لاریون کوونکي د هغې ودانۍ مخې ته راټول شوي وو چې دغه غونډه پکې جوړه شوې وه.

جو بایډن د ډېرو لاریون کوونکو د راټولېدو له امله د شا دروازې له لارې ودانۍ ته ننوت.

د راټولېدنې دغه مراسم په طنز او ټوکو ټکالو مشهور دي.