• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کرېکټ بورډ: د افغانستان الف لوبډلې له سریلانکا څخه د اتو منډو په توپير ماتې وخوړله

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۲۹ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، که څه هم په دغه سیالۍ کې ریاض حسن سلیزه ووهله خو کوربه سریلانکا لوبډلې ته یې د اتو منډو په توپیر وبایلله. د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د یکشنبې په ورځ د (غوايي په نهمه) د سریلانکا الف لوبډلې سره د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې لپاره د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر اکرام علي خیل د لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپ وهني بلنه ورکړل.

د سریلانکا الف لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره افغان لوبډلې ته ۳۰۵ منډې هدف ورکړ.

په لوبه کې د توپ اچونې پر مهال بلال سمیع څلور، سلیم ساپي درې او قیس احمد یوه ویکیټه واخیسته.

د افغان لوبډلې له لوري د سریلانکا د ۳۰۵ منډو هدف پوره کېدو به موخه ریاض حسن ۱۰۰ منډې او دروېش رسولي ۷۵ او قیس احمد ۲۸ منډې جوړې کړې.

یاده لوبه د باران د ورېدو له امله دوه اوره کمه شوه خو افغان لوبډله ونه توانیدله چې د سیالې لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي او لوبه یې سریلانکا ته د اتو منډو په توپیر وبایلله.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه د راتلونکې سه شنبې په ورځ ترسره کیږي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

ایا افغان لوبغاړي به د ۲۰۲۴ کال پاریس المپیک کې له ګډون محروم شي؟

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۱۷ GMT+۱

د بريتانيا معتبرې خبري مجلې «سپکتیتر»په يوه راپور کې د ۲۰۲۴ کال له پاريس المپيک د افغان لوبغاړو د احتمالي محرومیت په اړه راپور لیکلی دی. دې مجلې لیکلي، چې د دې محرومیت لامل د ښځینه ورزشکارانو پر وړاندې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونه اوالومپیک کې ښځو ته د برخې نه ورکول دي.

افغان ورزشکاران په تيرو يوه يا دوو لسيزو کې د المپيک لوبو د پرانستلو په مراسمو کې د الفبا د خطونو د ترتيب له امله د هغو ورزشکارانو په ډله کې وو چې د المپيک د پرانستلو په مراسمو کې به يې پرېډ کاوه، مګر سږکال شاید داسې نه وي.

د المپیک نړیوالې کمېټې د روان کال په مارچ میاشت کېد پاریس المپیک لوبو کې د افغانستان د ورزشکارانو د حضور په اړه لهغونډې وروسته په یوه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې د دغو لوبو د ترسره کولو موخه دا ده چې د هېوادونو د نارینه او ښځینه ورزشکاران دواړه پکې ګډون وکړي.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټې د بهرنيو اړيکو پخواني رييس نجيب الله فایض هم له سپکتیتر مجلې سره په مرکه کې د طالبانو د المپيک ملي کمېټې له لوري د المپيک له منشور سرغړونه ياده کړه.

د هغه په ​​وينا، دا سرغړونه د دې کمېټې د خبرداري، بنديزونو او ان د رسمیت نه پيژندلو لامل کيداى شي.

د هغه په وینا تر هغه پورې افغانستان د پاریس په المپیک کې استازولي نه شي کولی ترڅو یو شمېر افغان ورزشکاران «وایلډ کارټ» ترلاسه نه کړي.

په تیرو څو کلونو کې ای او سي یا د المپیک نړیوالې کمېټې په مکرر ډول طالبانو ته خبرداری ورکړی چې په نړیوالو سیالیو کې د دې هېواد د ورزشکارانو د ګډون لپاره شرط، پر افغان ښځینه ورزشکارانو د بندیز لرې کول دي.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ کې نن سرخپوشانو او موج ساحل لوبډلو سیالۍ وګټلې

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي، چې د فوټبال اتلانو لیګ دریم پړاو سياليو کې نن شنبه د هرات سرخپوشان لوبډلې د هلمند له ميوند لوبډلې او د بلخ موج ساحل لوبډلې د فاریاب له سرسبز ياشلر لوبډلې لوبې وګټلې. دغه سيالۍ په کابل کې شروع شوې او هره ورځ پکې دوې لوبې کيږي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخي، د هرات سرخپوشان لوبډلې ۶ د صفر په مقابل کې د هلمند له ميوند لوبډلې او د بلخ موج ساحل لوبډلې بيا ۲ د ۱ په مقابل کې د فارياب له سرسبز یاشلر لوبډلې سیالۍ وګټلې.

د دې سياليو د پرون جمعې د ورځی لومړۍ لوبه د هرات اټک انژي لوبډلي ۵ د صفر په مقابل کې د فاریاب له خراسان لوبډلې ګټلې وه او دوهمه لوبه کې بيا د کندهار عينومېنې لوبډلې ۲ د ۱ په مقابل کې د فراه له ابومسلیم لوبډلې ماته خوړلې وه.

د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ دریم پړاو په دغو سيالیو کې۱۲ لوبډلو برخه اخيستې او يوه میاشت به دوام وکړي.

د ښځو کرېکټ شل اوره لوبلړۍ کې ويسټ انډيز په لومړۍ لوبه کې پاکستان مات کړ

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د پاکستان او ويسټ انډيز ښځینه کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوره لوبو لومړۍ پاکستان د يوې منډي په توپير وبايلله. د ويسټ انډيز د ښځو کرېکټ لوبډلې له پاکستانه د درې يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ګټلې ده.

د پاکستان او ويسټ انډيز ښځينه کرېکټ لوبډلو د شل اوره لوبو په لومړۍ لوبه کې ويسټ انډيز د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې توپوهنه غوره کړه.

د ويسټ انديز لوبغاړو په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته ۱۲۲ منډې هدف وټاکه.

د وسټ انډيز لوبغاړې جوسيفه په ۳۶ توپونو د ۳۴ منډې جوړولو سره تر نورو ډيرې منډې وکړې.

د پاکستان لوبغاړو کې فاطمه ثنا درې او سعديه اقبال دوه وسیټ انديزي توپ وهونکې وسوځلې.

د پاکستان لوبغاړو ټاکلی هدف پوره نه کړ اوپه شلو اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۱ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د يوې منډې په توپير وبایلله.

په پاکستانۍ لوبډله کې ندا ډار په ۲۴ توپونو د ۲۷ منډو کولو سره تر ټولو ډېري منډې جوړې کړې.

د وسټ انډيز لوبډلې کرشمه رامهارک تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه او د پاکستان څلور لوبغاړي يې وسوځول.

دغه لوبې د کراچۍ په نړۍیوال کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې دي.

د پاکستان او ويسټ انډيز د ښځو کرېکټ لوبډلو د لوبلړۍ دوهمه شل اوره لوبه به سبا یکشنبه تر سره شي.

دا په داسي حال کې ده، چې څو ورځي مخکي پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې له ویسټ انډیز سره د کراچي په همدې لوبغالي کې د يو ورځنيو دريو لوبو لړۍ هم بايللې وه.

نړیوال جام ته یو ګام؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې عراقۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۲۶ GMT+۱

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې له عراق سره مخامخ شوه. دا لوبه په تایلنډ کې ترسره شوه او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې عراق ته د ۵-۳ په توپیر ماتې ورکړه. له دې سره افغانستان نړیوال جام ته د لار موندلو هیله مندي پیدا کړه.

د جمعې په لوبه کې د افغانستان لپاره مهران غلامي دوه ګولونه، اکبر کاظمي، فرزاد محمودي او جاوید صفري یو یو ګول وکړ.

د فوټسال نړیوال جام ته د لار موندلو لپاره افغانستان باید د قرغزستان او ویتنام ترمنځ د لوبې له ګټونکي سره لوبه وکړي.

که افغانستان د یکشنبې په ورځ لوبه وګټي نو د فوټسال نړیوال جام ته به لاره ومومي.

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې پخوانۍ مشرې له کرېکټ سره مخه ښه وکړه

۶ غویی ۱۴۰۳ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانې بسمه معروف نن ناڅاپه له دې لوبې سره مخه ښه وکړه. د نوموړې له تقاعد هممهاله له ویسټ انډیز څخه په خپل کور کې له درېیو پرلپسې ماتو وروسته د پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډلې شورا منحل شوه.

بسمه معروف نن د خپل تقاعد خبر په خپرولو سره خپل اېکس کې لیکلي، چې په کرېکټ کې ۱۷ کلن سفر ورته یوازې سپورت نه بلکې د هیلو پوره کېدو او له محدودیتونو سره د پرمختګ ځای و.

د پاکستان کرېکټ بورډ د بسمه معروف د تقاعد د خبر خپرولو سره ویلي، چې مېرمن معروف لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه پر ۲۰۰۶ کال د هند او په ۲۰۰۹ کال کې شل اوره لوبه د ایرلنډ په مقابل کړې وه.

د بورډ د معلوماتو له مخې؛ دې پخوانۍ کپتانې د پاکستان لپاره په ۲۷۶ نړۍوالو لوبو کې ګډون کړی دی.

بسمه معروف د ۳۳ پنځوسیزو په ګډون د ۶۲۶۲ نړۍوالو منډو په جوړولو سره تر بلې هرې پاکستانۍ کرېکټرې د ډېرو منډو ریکارډ خپل کړی دی.

د بسمه معروف دا ناڅاپي تقاعد د ویسټ انډیز د ښځو کرېکټ لوبډلې له خوا په خپل کور کې پاکستانۍ لوبډلې ته له پرلپسې ماتو وروسته دی.

د پاکستان کرېکټ بورډ د خپلې لوبډلې د ناسمو لوبو له امله د ښځو کرېکټ لوبډلې غوراوي کمېټه منحل کړه.

د پاکستان او ویسټ انډیز په سیالیو کې درې پرلپسې لوبې ویسټ انډیز ګټلې او لوبلړۍ یې په خپل نوم کړې ده.