• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ کې نن سرخپوشانو او موج ساحل لوبډلو سیالۍ وګټلې

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي، چې د فوټبال اتلانو لیګ دریم پړاو سياليو کې نن شنبه د هرات سرخپوشان لوبډلې د هلمند له ميوند لوبډلې او د بلخ موج ساحل لوبډلې د فاریاب له سرسبز ياشلر لوبډلې لوبې وګټلې. دغه سيالۍ په کابل کې شروع شوې او هره ورځ پکې دوې لوبې کيږي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخي، د هرات سرخپوشان لوبډلې ۶ د صفر په مقابل کې د هلمند له ميوند لوبډلې او د بلخ موج ساحل لوبډلې بيا ۲ د ۱ په مقابل کې د فارياب له سرسبز یاشلر لوبډلې سیالۍ وګټلې.

د دې سياليو د پرون جمعې د ورځی لومړۍ لوبه د هرات اټک انژي لوبډلي ۵ د صفر په مقابل کې د فاریاب له خراسان لوبډلې ګټلې وه او دوهمه لوبه کې بيا د کندهار عينومېنې لوبډلې ۲ د ۱ په مقابل کې د فراه له ابومسلیم لوبډلې ماته خوړلې وه.

د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ دریم پړاو په دغو سيالیو کې۱۲ لوبډلو برخه اخيستې او يوه میاشت به دوام وکړي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

ننګرهار کې د غر ښویېدو له امله طالبان د یو کس او ولس د څلورو کسانو د مړینې خبره کوي

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۵۴ GMT+۱

د ننګرهار په درونټه کې د کابل – جلااباد پر لویه لویه لار د غر ښويدنې له امله د سپرلۍ دوه موټر لاندې شوي دي. طالبان وايي په دې پېښه کې یو کس مړ او د ماشومانو او ښځو په ګډون اوه کسان ټپي شوي دي. خو ځايي خلک وايي، څلور کسان مړه شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې ښکاري چې الټو او ټوډي یو مخ له لویو ډبرو لاندې دي.

ویډیو لېږونکی هم وايي په دې پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي.

خو د لغمان د ترافيکو مدير حبيب الله مبارز د طالبانو تر کنټرول لاندي باختر اژانس ته ويلي، چې دې پېښه کې یو کس مړ شوی او د دوو مېرمنو په ګډون ۷ کسان ټپیان شوي دي

طالبان وايي لار یې خلاصه کړې ده، خو خلګو ته یې خبر ورکړی، چې پر دې لار د باران او ورښتونو له امله د غر ښويېدني خطر شته او تر دوهمې خبرتيا دې پرې تګ راتګ نه کوي.

د کابل - جلال اباد لویه لاره، چې د باران او اورښتونو له امله غر را ښوېدلی او د خلاصون چارې يې روانې دي
100%
د کابل - جلال اباد لویه لاره، چې د باران او اورښتونو له امله غر را ښوېدلی او د خلاصون چارې يې روانې دي

له تېري ورځي راهیسي د افغانستان په ختيځ کې بارانونه او سېلابونه زيات شوي دي.

افغانستان انټر نشنل ته په رسېدلو ويډیو کې معلوميږي، چې د جلال اباد ښار سړکونه له اوبو ډک دي.

د جلال اباد ښاروالۍ په يوې خبرتيا کې له خلکو غوښتي، چې له اړتيا پرته ښار ته له تګ ډډه وکړي .

تر اوسه په دې ورښت کې د نورو ځاني او مالي زیانونو په اړه لا معلومات نشته.

حقاني: هغه دوښمن اوس هم په کمین کې ناست دی چې مجاهدین یې په بېلابیلو نومونو بیل کړل

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د طالبانو په واک کې باختر اژانس وايي، د دې ډلې د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزير د غوايي د ۸ په مناسبت غونډه کې وويل هغه « دوښمن، چې د شوري یرغل په وړاندې تر بریا وروسته یې مجاهدين په بېلابيلو نومونو» بيل کړل اوس هم په کمين کې ناست دی او د افغانانو د وېشلو هڅې کوي.

د خلیل الرحمان حقاني په خبره،: «مجاهدين ځکه ناکام شول، چې یو واحد بيرغ او مشر يې نه درلود.»

حقاني په دې غونډه کې خپلو پلويانو ته په خبرو کې زياتوي، چې د شوري اتحاد تر ماتې او له افغانستان د وتلو وروسته دوی داسې کړۍ وروزلې، چې کلونه يې افغانانو ته «جنګ او بدبختي» په ميراث پرېښول.

نوموړی وايي، د شوري اتحاد په وړاندي د «مجاهدينو» قربانۍ د هېرولو نه دي او په تېرو دوو دورو کې تر ټولو لويه قرباني ښځو او ماشومانو ورکړې ده.

نوموړي وايي، چې بهرنیانو داسي تنظیمونه جوړ کړل، چې وطن ته وفادار نه ول او یوازي يې خپلي او د تنظيم ګټي خوندي کولې.

طالب مشرانو تر دې وړاندي هم پر خپلو ملګرو او پلويانو د يوالي ږغ کړی او غوښتنه يې ترې کړې، چې د پرديو دسیسو ښکار نه شي، په خپلو منځونو کې همږغي رامنځ ته کړي او د خپل مشر امر ومني.

په افغانستان کې د غويي د ۷مې او ۸مې ورځو په پار د طالبانو له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی د غويي ۷مه د تورې ورځې په نامه غندي او د غويي ۸مه د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په نامه نمانځي.

د ایران کورنیو چارو وزارت: ابراهیم رییسي د پولو د بندولو لپاره ۳ میلیارده یورو ځانګړې کړې

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د ایران ولسمشر امر کړی، چې د پولو د بندولو لپاره دې د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ته ۳ میلیارده یورو ورکړل شي. د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر مجید میراحمدي وايي، د افغانستان د پولې په ګډون د هغو لارو بندولو ته اولیت ور کول کېږي چې خلک او وسلې پرې قاچاق کېږي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي احمدي د دې پروګرام په اړه وویل، چې د سرحدونو بندول یو پراخ پلان دی، چې په څو مرحلو کې ترسره کیږي؛ د کټارو او دیوالونو ترڅنګ د سرحد کنټرولولو پرمختتلي ټیکنالوجیک سیسټمونه هم جوړېږي.

هغه وویل چې ابراهیم رییسي د پولو د بندولو موافقه وکړه او امر یې وکړ چې وسله وال ځواکونه دې په پنځو کلونو کې دننه د پولو د بندولو پروسه پیل کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال وویل، ایران د امنیت د ټینګښت او د انسان او وسلو د قاچاق د مخنیوي په هدف پر خپلو پولو دیوالونه جوړوي.

دغه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي، چې هر کال له ۲۰ میلیاردو ډالرو څخه زیات قاچاقي توکي ایران ته داخلیږي او یا بهر ته ځي.

ښاغلي احمدي ټینګار وکړ، چې د نشه یي توکو قاچاق او هغه ناامني چې ایران ور سره مخ دی ټول د یوې بنسټیزې پانګونې له لارې د پولو په بندولو سره حل کیدای شي.

د ښځو کرېکټ شل اوره لوبلړۍ کې ويسټ انډيز په لومړۍ لوبه کې پاکستان مات کړ

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د پاکستان او ويسټ انډيز ښځینه کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوره لوبو لومړۍ پاکستان د يوې منډي په توپير وبايلله. د ويسټ انډيز د ښځو کرېکټ لوبډلې له پاکستانه د درې يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ګټلې ده.

د پاکستان او ويسټ انډيز ښځينه کرېکټ لوبډلو د شل اوره لوبو په لومړۍ لوبه کې ويسټ انډيز د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې توپوهنه غوره کړه.

د ويسټ انديز لوبغاړو په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته ۱۲۲ منډې هدف وټاکه.

د وسټ انډيز لوبغاړې جوسيفه په ۳۶ توپونو د ۳۴ منډې جوړولو سره تر نورو ډيرې منډې وکړې.

د پاکستان لوبغاړو کې فاطمه ثنا درې او سعديه اقبال دوه وسیټ انديزي توپ وهونکې وسوځلې.

د پاکستان لوبغاړو ټاکلی هدف پوره نه کړ اوپه شلو اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۱ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د يوې منډې په توپير وبایلله.

په پاکستانۍ لوبډله کې ندا ډار په ۲۴ توپونو د ۲۷ منډو کولو سره تر ټولو ډېري منډې جوړې کړې.

د وسټ انډيز لوبډلې کرشمه رامهارک تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه او د پاکستان څلور لوبغاړي يې وسوځول.

دغه لوبې د کراچۍ په نړۍیوال کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې دي.

د پاکستان او ويسټ انډيز د ښځو کرېکټ لوبډلو د لوبلړۍ دوهمه شل اوره لوبه به سبا یکشنبه تر سره شي.

دا په داسي حال کې ده، چې څو ورځي مخکي پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې له ویسټ انډیز سره د کراچي په همدې لوبغالي کې د يو ورځنيو دريو لوبو لړۍ هم بايللې وه.

حامد کرزي د اروپايي ټولنې له استازو د نجونو د تعلیم لپاره د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۵۷ GMT+۱

پخوانی ولسمشر چې له طالبانو بیا بیا د نجونو د زدکړو پیلېدل غواړي د دوی د تعلیم لپاره یې د اروپايي ټولنې د ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه. حامد کرزي د اروپايي کمېسون د اسیا او منځني ختیځ د څانګې له مشر او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شازدافیرې سره لیدنه کې دا غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کرزي پرون د اروپايي کمېسون د اسیا او منځني ختیځ د څانګې له مشر پیټریس اوستبس او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شازدافیرې رافایلان یودیچه سره لیدنه کې له افغانانو سره د دې ټولې د بشري مرستو مننه هم کړې، خو زیاته کړې یې ده چې دا ټولنه د مور او ماشوم د پاملرنې او روغتیا لپاره هم خپلې مرستې وکړي.

نوموړي څو ورځې مخکې د ایران له استازي سره لیدنه کې هم د افغان نجونو زدکړې د ټولنې لپاره مهمې بللې وې.

د طالبانو په واکمنېدو سره دې ډلې له شپږم ټولګي د پورته نجونو زدکړې بندې کړې او تېر کال یې د نجونو پوهنتوني زدکړې او د ښځو کار هم بند کړ.

که څه هم دا ډله وايي چې د ښځو د زدکړو او کار لپاره ځانګړې طرحه جوړوي، خو د کلونو تېرېدو سره د طرحې نه جوړېدو افغانان اندېښمن کړي چې ښايي دا ډله به هیڅکله هم د نجونو زدکړو او کار ته اجازه ور نه کړي.