• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ننګرهار کې د غر ښویېدو له امله طالبان د یو کس او ولس د څلورو کسانو د مړینې خبره کوي

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د ننګرهار په درونټه کې د کابل – جلااباد پر لویه لویه لار د غر ښويدنې له امله د سپرلۍ دوه موټر لاندې شوي دي. طالبان وايي په دې پېښه کې یو کس مړ او د ماشومانو او ښځو په ګډون اوه کسان ټپي شوي دي. خو ځايي خلک وايي، څلور کسان مړه شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې ښکاري چې الټو او ټوډي یو مخ له لویو ډبرو لاندې دي.

ویډیو لېږونکی هم وايي په دې پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي.

خو د لغمان د ترافيکو مدير حبيب الله مبارز د طالبانو تر کنټرول لاندي باختر اژانس ته ويلي، چې دې پېښه کې یو کس مړ شوی او د دوو مېرمنو په ګډون ۷ کسان ټپیان شوي دي

طالبان وايي لار یې خلاصه کړې ده، خو خلګو ته یې خبر ورکړی، چې پر دې لار د باران او ورښتونو له امله د غر ښويېدني خطر شته او تر دوهمې خبرتيا دې پرې تګ راتګ نه کوي.

د کابل - جلال اباد لویه لاره، چې د باران او اورښتونو له امله غر را ښوېدلی او د خلاصون چارې يې روانې دي
100%
د کابل - جلال اباد لویه لاره، چې د باران او اورښتونو له امله غر را ښوېدلی او د خلاصون چارې يې روانې دي

له تېري ورځي راهیسي د افغانستان په ختيځ کې بارانونه او سېلابونه زيات شوي دي.

افغانستان انټر نشنل ته په رسېدلو ويډیو کې معلوميږي، چې د جلال اباد ښار سړکونه له اوبو ډک دي.

د جلال اباد ښاروالۍ په يوې خبرتيا کې له خلکو غوښتي، چې له اړتيا پرته ښار ته له تګ ډډه وکړي .

تر اوسه په دې ورښت کې د نورو ځاني او مالي زیانونو په اړه لا معلومات نشته.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

حقاني: هغه دوښمن اوس هم په کمین کې ناست دی چې مجاهدین یې په بېلابیلو نومونو بیل کړل

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د طالبانو په واک کې باختر اژانس وايي، د دې ډلې د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزير د غوايي د ۸ په مناسبت غونډه کې وويل هغه « دوښمن، چې د شوري یرغل په وړاندې تر بریا وروسته یې مجاهدين په بېلابيلو نومونو» بيل کړل اوس هم په کمين کې ناست دی او د افغانانو د وېشلو هڅې کوي.

د خلیل الرحمان حقاني په خبره،: «مجاهدين ځکه ناکام شول، چې یو واحد بيرغ او مشر يې نه درلود.»

حقاني په دې غونډه کې خپلو پلويانو ته په خبرو کې زياتوي، چې د شوري اتحاد تر ماتې او له افغانستان د وتلو وروسته دوی داسې کړۍ وروزلې، چې کلونه يې افغانانو ته «جنګ او بدبختي» په ميراث پرېښول.

نوموړی وايي، د شوري اتحاد په وړاندي د «مجاهدينو» قربانۍ د هېرولو نه دي او په تېرو دوو دورو کې تر ټولو لويه قرباني ښځو او ماشومانو ورکړې ده.

نوموړي وايي، چې بهرنیانو داسي تنظیمونه جوړ کړل، چې وطن ته وفادار نه ول او یوازي يې خپلي او د تنظيم ګټي خوندي کولې.

طالب مشرانو تر دې وړاندي هم پر خپلو ملګرو او پلويانو د يوالي ږغ کړی او غوښتنه يې ترې کړې، چې د پرديو دسیسو ښکار نه شي، په خپلو منځونو کې همږغي رامنځ ته کړي او د خپل مشر امر ومني.

په افغانستان کې د غويي د ۷مې او ۸مې ورځو په پار د طالبانو له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی د غويي ۷مه د تورې ورځې په نامه غندي او د غويي ۸مه د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په نامه نمانځي.

د ایران کورنیو چارو وزارت: ابراهیم رییسي د پولو د بندولو لپاره ۳ میلیارده یورو ځانګړې کړې

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د ایران ولسمشر امر کړی، چې د پولو د بندولو لپاره دې د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ته ۳ میلیارده یورو ورکړل شي. د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر مجید میراحمدي وايي، د افغانستان د پولې په ګډون د هغو لارو بندولو ته اولیت ور کول کېږي چې خلک او وسلې پرې قاچاق کېږي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي احمدي د دې پروګرام په اړه وویل، چې د سرحدونو بندول یو پراخ پلان دی، چې په څو مرحلو کې ترسره کیږي؛ د کټارو او دیوالونو ترڅنګ د سرحد کنټرولولو پرمختتلي ټیکنالوجیک سیسټمونه هم جوړېږي.

هغه وویل چې ابراهیم رییسي د پولو د بندولو موافقه وکړه او امر یې وکړ چې وسله وال ځواکونه دې په پنځو کلونو کې دننه د پولو د بندولو پروسه پیل کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال وویل، ایران د امنیت د ټینګښت او د انسان او وسلو د قاچاق د مخنیوي په هدف پر خپلو پولو دیوالونه جوړوي.

دغه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي، چې هر کال له ۲۰ میلیاردو ډالرو څخه زیات قاچاقي توکي ایران ته داخلیږي او یا بهر ته ځي.

ښاغلي احمدي ټینګار وکړ، چې د نشه یي توکو قاچاق او هغه ناامني چې ایران ور سره مخ دی ټول د یوې بنسټیزې پانګونې له لارې د پولو په بندولو سره حل کیدای شي.

حامد کرزي د اروپايي ټولنې له استازو د نجونو د تعلیم لپاره د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۵۷ GMT+۱

پخوانی ولسمشر چې له طالبانو بیا بیا د نجونو د زدکړو پیلېدل غواړي د دوی د تعلیم لپاره یې د اروپايي ټولنې د ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه. حامد کرزي د اروپايي کمېسون د اسیا او منځني ختیځ د څانګې له مشر او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شازدافیرې سره لیدنه کې دا غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کرزي پرون د اروپايي کمېسون د اسیا او منځني ختیځ د څانګې له مشر پیټریس اوستبس او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شازدافیرې رافایلان یودیچه سره لیدنه کې له افغانانو سره د دې ټولې د بشري مرستو مننه هم کړې، خو زیاته کړې یې ده چې دا ټولنه د مور او ماشوم د پاملرنې او روغتیا لپاره هم خپلې مرستې وکړي.

نوموړي څو ورځې مخکې د ایران له استازي سره لیدنه کې هم د افغان نجونو زدکړې د ټولنې لپاره مهمې بللې وې.

د طالبانو په واکمنېدو سره دې ډلې له شپږم ټولګي د پورته نجونو زدکړې بندې کړې او تېر کال یې د نجونو پوهنتوني زدکړې او د ښځو کار هم بند کړ.

که څه هم دا ډله وايي چې د ښځو د زدکړو او کار لپاره ځانګړې طرحه جوړوي، خو د کلونو تېرېدو سره د طرحې نه جوړېدو افغانان اندېښمن کړي چې ښايي دا ډله به هیڅکله هم د نجونو زدکړو او کار ته اجازه ور نه کړي.

ملا برادر د کابل ښاروالۍ «د نږدې یو میلیارد افغانیو» په ارزښت درې پروژې پرانیستې

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، چې ملا برادر اخوند د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ درې مهمې پروژې پرانیستې.

د ملا برادر دفتر نن زیاتوي چې په دې پروژو کې «د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ، له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه او د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځیدلي سړک جوړولو پروژې پرانیستل شوې.»

د دې اعلامیې له مخې، ښاغلي برادر د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، څو یادې پروژې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي.

د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ ۲۵۲۰ متره اوږد او ۶۰ متره پلن دی چې د ۳۶۴ میلیون افغانیو په لګښت په ۲۰ میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

له شهید څلورلارې تر قصبې د غځېدلي سړک د لومړۍ برخې پروژه ۱۸۹۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري، چې ټولټال پرې ۱۷۵ میلیونه افغانۍ لګښت او په یو کال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځیدلي سړک پروژه ۲۷۹۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري، چې ۴۰۷ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او ټاکل شوې چې په ۲۰ میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

طالبانو د غويي ۷مه په افغانستان کې توره او د غويي ۸مه د خلکو د بري او خپلواکۍ ورځ یاده کړه

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۰۰ GMT+۱

په افغانستان کې د غويي د ۷مې او ۸مې ورځو په پار د طالبانو له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی د غويي ۷مه د تورې ورځې په نامه غندي او د غويي ۸مه د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په نامه نمانځي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د غويي د ۷مې نېټې بدلون د دغه هېواد د بدمرغیو پیلامه وه او له هماغې ورځې د پردیو په اشاره جګړه پیل شوه چې د څوارلسو کالو په ترڅ کې یې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.
په اعلامیه کې د مجاهدینو د بري وروسته په افغانستان کې روانو تنظیمي او کورنیو جګړو ته هیڅ اشاره نه ده شوې او نه هم هغه ناخوالو ته ګوته نیول شوې، چې له امله یې ګڼ خلک ووژل شول، پلازمېنه کابل په کنډواله بدل شو او مېلونونه خلک له هېواده کډوالۍ ته اړ شول.
د اعلامیې په وروستۍ برخه کې د طالبانو شل کلنو جګړو ته چې دوی یې جهاد بولي هم اشاره شوې.

په اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان په دې موده کې له یو بل اشغاله هم په بریالیتوب سره راووت.

په اعلامیه کې ژمنه شوې، چې دوی به د خلکو شل کلنه قرباني له یاده نه باسي او دې ته به زمینه نه برابروي چې د خلکو دغه قربانۍ پر اوبو لاهو او د بل اشغال لپاره زمینه برابره شي.
خو په افغانستان کې د شاوخوا څلورو لسیزو لوړې ژورې هغه څه دي، چې د ډېرو پر ذهنونو یې سیوری غوړولی، هره ډله په دغه موده کې راغلي ادلونونه بدلونونه د خپلو ګټو په نظر کې نیولو سره څېړي؛ خو د افغانستان نوي نسل غواړي پوه شي، چي د دوی په هېواد او په ځانګړې توګه په تېرو ۴۰ کلونو کې څه تېر شوي دي؟ ولي د دوی هېواد ټوک ټوک او بې وزله ساتل شوی؟ هغوی ښايي له خپلو مېندو او پلرونو یې همدومره اورېدلي وي، چې په افغانستان کې يو مجرم شته او يو هم د جرم قرباني.
د افغانستان نوی ولس ورو، ورو په دې پوهېږي چې نورو ته د پړې ګوته نیونه د ستونزو د حل لاره نه ده؛ بلکې په کار دا دي چي له تېرې زمانې د عبرت درس واخيستل شي او د واکدارانو له‌خوا چې د سولې او امن په اړه کومې ژمنې کېږي، هغه په رښتيني توګه په سترګو وويني.
خو تر هغه پوري چې دغه ارمان ته دغه ولس رسېږي، د تېرې زمانې کړو وړو باندې يو رښتيني بحث ته اړتیا ده، هغه بحث چې د غویي د اوومې او اتمې پېښو پر عواقبو په بې پرې توګه څېړنې وشي.