• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د غويي ۷مه په افغانستان کې توره او د غويي ۸مه د خلکو د بري او خپلواکۍ ورځ یاده کړه

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۰۴ GMT+۱

په افغانستان کې د غويي د ۷مې او ۸مې ورځو په پار د طالبانو له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی د غويي ۷مه د تورې ورځې په نامه غندي او د غويي ۸مه د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په نامه نمانځي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د غويي د ۷مې نېټې بدلون د دغه هېواد د بدمرغیو پیلامه وه او له هماغې ورځې د پردیو په اشاره جګړه پیل شوه چې د څوارلسو کالو په ترڅ کې یې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.
په اعلامیه کې د مجاهدینو د بري وروسته په افغانستان کې روانو تنظیمي او کورنیو جګړو ته هیڅ اشاره نه ده شوې او نه هم هغه ناخوالو ته ګوته نیول شوې، چې له امله یې ګڼ خلک ووژل شول، پلازمېنه کابل په کنډواله بدل شو او مېلونونه خلک له هېواده کډوالۍ ته اړ شول.
د اعلامیې په وروستۍ برخه کې د طالبانو شل کلنو جګړو ته چې دوی یې جهاد بولي هم اشاره شوې.

په اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان په دې موده کې له یو بل اشغاله هم په بریالیتوب سره راووت.

په اعلامیه کې ژمنه شوې، چې دوی به د خلکو شل کلنه قرباني له یاده نه باسي او دې ته به زمینه نه برابروي چې د خلکو دغه قربانۍ پر اوبو لاهو او د بل اشغال لپاره زمینه برابره شي.
خو په افغانستان کې د شاوخوا څلورو لسیزو لوړې ژورې هغه څه دي، چې د ډېرو پر ذهنونو یې سیوری غوړولی، هره ډله په دغه موده کې راغلي ادلونونه بدلونونه د خپلو ګټو په نظر کې نیولو سره څېړي؛ خو د افغانستان نوي نسل غواړي پوه شي، چي د دوی په هېواد او په ځانګړې توګه په تېرو ۴۰ کلونو کې څه تېر شوي دي؟ ولي د دوی هېواد ټوک ټوک او بې وزله ساتل شوی؟ هغوی ښايي له خپلو مېندو او پلرونو یې همدومره اورېدلي وي، چې په افغانستان کې يو مجرم شته او يو هم د جرم قرباني.
د افغانستان نوی ولس ورو، ورو په دې پوهېږي چې نورو ته د پړې ګوته نیونه د ستونزو د حل لاره نه ده؛ بلکې په کار دا دي چي له تېرې زمانې د عبرت درس واخيستل شي او د واکدارانو له‌خوا چې د سولې او امن په اړه کومې ژمنې کېږي، هغه په رښتيني توګه په سترګو وويني.
خو تر هغه پوري چې دغه ارمان ته دغه ولس رسېږي، د تېرې زمانې کړو وړو باندې يو رښتيني بحث ته اړتیا ده، هغه بحث چې د غویي د اوومې او اتمې پېښو پر عواقبو په بې پرې توګه څېړنې وشي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

یو افغان ډاکټر د الماني جراحانو د ۲۰۲۴ کال د لیونارډو شوایبرر مډال ترلاسه کړی

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۴۴ GMT+۱

د جرمني د جراحانو ټولنې د ۲۰۲۴ کال د لیونارډو شوایبرر مډال افغان ډاکټر او جراح بسم الله شیوامل ته ورکړل شوی دی.

دغه مډال چې د الماني جراحانو په ټولنه کې تر ټولو معتبر وياړ بلل کيږي، د دغه افغان ډاکتر د علمي او څيړنيزو فعاليتونو د ستاينې په موخه هغه ته ورکړل شوی دی.

دغه جایزه د جمعې په ورځ په لایپزیګ ښار کې د جرمني د جراحانو د ۱۴۹مې کنګرې په مراسمو کې ښاغلي شیوامل ته ډالۍ شوی دی.

ښاغلي شیوامل پر فیسبوک په دې اړه خپور کړي پیغام کې ویلي: «د دغه ستر مډال ورکړه د افغانستان خلکو، د طبي ټولنې او د افغانستان جراحانو ته د المان د جراحانو د ټولنې د درناوی ښودنه کوي."

بسم الله شیوامل وايي، چې هغه به دغه مډال د افغانستان خلکو، افغان ډاکټرانو او د خپل هېواد د جراحانو ته ډالۍ کړي.

نوموړي افغان طبي ټولنې ته په خپل پیغام کې ویلي، چې لویې بریاوې په کوچنیو ګامونو ترلاسه کیږي.

یوه قطري خیریه موسسه په هلمند کې د ۵۰۰ یتیمانو له پاره یو ښارګوټی جوړوي

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو او ټلویزیون د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته څېرمه د ۵۰۰ یتیمانو له پاره د یو ښارګوټي د جوړولو کار پیل شوی دی.

طالبانو ویلي، چې دغه ښارګوټی به د قطر د شاهي خیریه بنسټ په مالي مرسته په عصري او اساسي ډول جوړ شي.

طالبانو د دغه ښارګوټي او د هغې د جوړیدو د لګښت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

که څه هم په افغانستان کې د یتیمانو په اړه کره شمیرې په لاس کې نشته، خو د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند تېر کال اعلان کړی و، چې په دغه وزارت کې ۱۲۰ زره ۳۷۸ یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي دي.

د افغانستان له پخواني حکومت سره د طالبانو په شل کلنې جګړه کې ګڼ شمېر ملکي وګړي او افسران ووژل شول او معلول شول، ډېرې میرمنې کونډې او ډېری ماشومان یتیمان شول.

پاکستان د هغو افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲ نورو میاشتو لپاره وغځوله چې کارتونه لري

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۵۸ GMT+۱

د جمعې په ورځ، د پاکستان کابینې د POR کارت درلودونکو کډوالو د استوګنې د اعتبار موده د سرطان میاشتې تر لسمې نېټې پورې وغځوله.

پاکستان وايي چې د دې کارت د مودې په غځولو سره کډوال کولې شي چې زده کړو، بانکي او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

د تېر کال په سپټمبر میاشت کې پاکستان د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو لومړی پړاو پیل کړ. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دې موده کې تر نیم میلیون ډېر هغه افغان کډوال چې د اوسېدو اسناد یې نه لرودل له دغه هېواده اېستل شوي دي.

د کډوالو د ویستلو د پروګرام په دویمه برخه کې، پاکستان پلان لري چې هغه کډوال چې د ACC کارتونه یا افغان تابعیت لري، هم له خپل هیواده اوباسي.

د پاکستان د ډیټابیس او مقررو تنظیم ملي ادارې په ۲۰۱۷کال کې د افغان کډوالو د ثبت او تنظیم او هغوی ته د رسمي هویت د ورکولو لپاره دغه کارتونه ویشلي وو.

د هغه امریکايي کورنۍ چې د طالبانو په بند کې دی، د ملګرو ملتونو څخه د مرستې غوښتنه کړې

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۱۴ GMT+۱

د هغه امریکايي وکیلان چې ګومان کېږي له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په بند کې دی، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له څېړونکي څخه د مداخلې غوښتنه کوي، او وايي، چې د موکل سره یې د طالبان چند ظالمانه او غیر انساني دی.

راین کاربیټ د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه افغانستان ته له ستنیدو وروسته وتښتول شو. هغه او کورنۍ یې د جمهوریت له پرځیدو یو کال وړاندې افغانستان ته راغلي او په دغه هیواد کې یې ژوند کاوه.‌

هغه افغانستان ته د یوې ۱۲ میاشتنۍ ویزې سره راغلی و چې خپلو کارمندانو ته معاش او روزنه ورکړي. نوموړي په افغانستان کې یو سوړاګریز شرکت لروده چې افغان کمپنیو ته د پور ورکولو له لارې د افغانستان خصوصي سکتور ودې ته یې لاره هواروله.

کاربیټ له هغه وخت راهیسې په بیلابیو زندانونو کې بندی شوی دی، او وکیلان یې وايي، چې د تیر دسمبر راهیسې پرته له هغو کسان چې هغه ورسره بندي دی، نومړی بل هیچا نه دی لیدلی.

ملګو ملتونو ته د پنچشنبې په ورځ په لیږل شوي لیک کې، د کاربیټ وکیلانو ویلي، چې هغه ته د فزیکي تاوتریخوالي او شکنجې ګواښ شوی او له خوارځواکۍ کړیږي. په لیک کې راغلي، چې نومړي ته طبي پاملرنه هم نه کیږي. د هغه وکیلان وايي، چې هغه په ​​انفرادي هجزه کې ساتل کیږي، چې لمر او باندې ساحې ته لاسرسی نه لري. د هغوی په وینا، د نوموړي فزیکي او رواني روغتیا د پام وړ خرابه شوې ده.

کاربیټ د تیرې میاشتې په شمول د هغه د نیول کیدو راهیسې پنځه ځله د ټیلیفون له لارې له خپلې کورنۍ سره خبرې کړي دي. د هغه کورنۍ نه ده توانیدلې چې هغه په انلاین بڼه وګوري.‌ هغو کسان چې له نومړي سره بندیان وو او په دې وروستیو کې خوشې شوي، د هغه سره د طالبانو له خوا ناوړه چلند په اړه خبر ورکړی دی.‌

روسیه وايي د شانګهای همکاریو سازمان غړو ته اصلي ګواښ له افغانستانه پېښ دی

۷ غویی ۱۴۰۳ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۶ GMT+۱

د روسیې دفاع وزیر وايي، د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو ته اصلي ګواښ له افغانستان سرچینه اخلي. سرګي شویګو ویلي، «نړیوالې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د بې ثباته او ناسم سیاسي وضعیت له امله پناه اخلي.»

ښاغلي شویګو نن د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د امریکا پر هغو هڅو نیوکه وکړه چې له افغانستانه له وتلو وروسته یې په سویلي او منځنۍ اسیا کې واک ته د بیا رسیدلو لپاره کوي.

په افغانستان کې د افراطي وسله والو ډلو شتون او د دغو ډلو په ځانګړې توګه د داعش خراسان له خوا د بهرنیو بریدونو زیاتوالي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.

د روسیې دفاع وزیر په سیمه کې د امریکا د پوځي بنسټونو جوړول د شانګهای د همکاریو سازمان د ثبات لپاره مستقیم ګواښ وباله او ویې ویل چې دغه «هدفونه باید د شانګهای همکاریو سازمان د ثبات لپاره مستقیم ګواښ» وګڼل شي.

د هغه په ​​وينا، امريکا هڅه کوي، چې د خپلې واکمنۍ لپاره په اسيا او اقیانوسیه کې نوی امنيتي سيسټم تحمیل کړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د وینا پر مهال، سرګي شویګو پر ګډونوالو غږ وکړ چې د بهرنیو له"ویجاړونکي نفوذ" د سازمان ثبات وساتي.

هغه په ​​ځانګړې توګه د "رنګي انقلابونو" هڅو ته اشاره وکړه او د یو داسې سیسټم د جوړیدوغوښتنه یې وکړه چې په هغه کې د ټولو اوراسیا یا یوریشیا هېوادونو امنیت یو شان تضمین شي.