• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۴ راتلونکي شل اوریز نړۍوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۳۴ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د سې شنبې په ماښام (د غویي ۱۱مه) د ۲۰۲۴ شل اوریز نړۍوال جام لپاره د خپلې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

په دې نوملړ کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، او محمد اسحاق توپ وهونکي، عظمت الله اورکزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشد خان او ننګیال خروټی الرونډران او مجیب الرحمن، نور احمد، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او فرید احمد ملک توپ اچوونکي ټاکلي دي.

افغان کرېکټ بورډ په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۴ شل اوریز نړۍوال جام سیالي د روان کال د جون میاشتې په دویمه نېټه پیلیږي او افغان لوبډله به د جون په درېیمه نېټه د یوګانډا لوبډلې پر وړاندې خپله لومړې لوبه ترسره کړي.

ویل کیږي، چې دغه سیالۍ به د ټورنمنټ په تاریخ کې تر ټولو ستره سیالۍ وي، چې ۲۰ نړۍوال ټیمونه به په نهو ښارونو کې ۵۵ لوبې کوي.

دا لومړی ځل دی، چې متحده ایالات د ۲۰ اوریز نړۍوال جام سیالیو کوربتوب کوي.

بل خوا؛ د کرکټ نړۍیوالې شورا (ای سي سي) د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام نیمه پایلوبې او پایلوبې لپاره د ریزرف ورځ منظور کړې ده.

د ای سي سي د مقررې له مخې؛ که په ټاکل شوې ورځ لوبه ترسره نه شي، نو د سیالۍ لپاره به بله ریزرف ورځ باید ټاکل شوې وي.

په ګروپي پړاو کې د لوبې د بشپړولو لپاره باید په دویمې پاڼۍ کې لږ تر لږه ۵ اورونه ترسره شي، په داسې حال کې چې د ناک اوټ مرحله کې د لوبې بشپړولو ته په دویمې پاڼۍ کې د لس اورونو لوبول اړین دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

نيوزيلنډ له افغانستان سره د ټېسټ لوبې د کولو خبر ورکړ

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د نيوزيلنډ کرېکټ بورډ خبر ورکړ، چې دوی به د سپپټمبر په مياشت کې د افغان لوبډلې سره ټېسټ لوبه کوي. نيوزيلنډ وروسته تر هغه د افغانستان سره د لوبو کولو خبر ورکړ، چې اسټرليا د افغانستان سره د ۲۰ اوريز لوبو لوبلړۍ لغوه اعلان کړه.

د نيوزيلنډ کرېکټ بورډ وياند ريچارډ بوک د سې شنبې په يوې خبري کنفرانس کې وويل، چې د «بورډ او لوبغاړو اتحاديې» له مشورو وروسته یې د افغانستان سره د لوبې پرېکړه کړې.

ريچارډ زياتوي: « زموږ ګډ نظر دا و، چې د افغان لوبډلې سره د لوبو پرېکون په افغانستان کې هېڅ بدلون نه راولي.»

نوموړي ويلي، چې د خبرو او تفاهم لارې باید خلاصي وساتل شي او د بدلون لپاره ملاتړ ته دوام ورکول شي.

د نيوزيلنډ کرېکټ بورډ د افغانستان سره د سپټمبر په مياشت کې د ټېسټ لوبې د مشخص ځای په اړه جزیيات ورنه کړل.

دا په داسي حال کې ده، چې د کرېکټ په نړۍوال شل اوريز جام کې افغان لوبډله په لومړۍ لوبه کې هم له نيوزيلنډ سره مخ ده.

نيوزيلنډ د افغان لوبډلې سره پر داسې مهال د لوبې کولو خبر ورکوي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسي کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل اسټرليا درې ځله د افغان لوبډلې سره لوبې لغوه اعلان کړې.

نړۍوال کرېکټ څارونکو په خپلو تبصرو کې د افغانستان د کرېکټ حالت په وروستيو کلونو کې د شهرت د زياتوالي تر کچې بللی او اندېښنه یې ښودلې، چې طالبان په دغه هېواد کې ورزش ته د ښځو پر تګ بنديز لګولی.

د سرېلانکا الف لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۸ ويکټو په توپير ماته ور کړه

۱۱ غویی ۱۴۰۳ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د افغانستان او سريلانکا د کرېکټ الف لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوره سیالیو دویمه لوبه سريلانکا په ۸ ويکټو وګټله. د دې سياليو لومړۍ لوبه هم سريلانکا د اتو منډو په توپير له افغانستانه ګټلې وه.

د افغانستان او سريلانکا د کرېکټ الف لوبډلو ترمنځ د ۵ يو ورځنيو لوبو لړۍ د دوهمې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۲۷.۲ اورنو کې سريلانکا لوبډلې ته ۱۲۱ منډې هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په توپوهونکو کې قيس احمد په ۴۹ توپونو ۴۶ او فرمان الله بیا په ۴۹ توپونو ۳۷ تر نورو ډېرې مندې جوړې کړې.

د سريلانکا کرېکټ الف لوبډلې دغه هدف په ۱۵.۲ اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او دغه لوبه یې د ۸ ويکټو په توپير وګټل.

په افغان توپ اچونکو کې محمد سليم او قيس احمد یو یو سرلانکايي لوبغاړي وسوځول.

د دې سیالیو دريمه لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ د سريلانکا په کوربتوب وشي.

افغان کرېکټ بورډ: د افغانستان الف لوبډلې له سریلانکا څخه د اتو منډو په توپير ماتې وخوړله

۱۰ غویی ۱۴۰۳ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۲۹ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، که څه هم په دغه سیالۍ کې ریاض حسن سلیزه ووهله خو کوربه سریلانکا لوبډلې ته یې د اتو منډو په توپیر وبایلله. د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د یکشنبې په ورځ د (غوايي په نهمه) د سریلانکا الف لوبډلې سره د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې لپاره د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر اکرام علي خیل د لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپ وهني بلنه ورکړل.

د سریلانکا الف لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره افغان لوبډلې ته ۳۰۵ منډې هدف ورکړ.

په لوبه کې د توپ اچونې پر مهال بلال سمیع څلور، سلیم ساپي درې او قیس احمد یوه ویکیټه واخیسته.

د افغان لوبډلې له لوري د سریلانکا د ۳۰۵ منډو هدف پوره کېدو به موخه ریاض حسن ۱۰۰ منډې او دروېش رسولي ۷۵ او قیس احمد ۲۸ منډې جوړې کړې.

یاده لوبه د باران د ورېدو له امله دوه اوره کمه شوه خو افغان لوبډله ونه توانیدله چې د سیالې لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي او لوبه یې سریلانکا ته د اتو منډو په توپیر وبایلله.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه د راتلونکې سه شنبې په ورځ ترسره کیږي.

ایا افغان لوبغاړي به د ۲۰۲۴ کال پاریس المپیک کې له ګډون محروم شي؟

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۱۷ GMT+۱

د بريتانيا معتبرې خبري مجلې «سپکتیتر»په يوه راپور کې د ۲۰۲۴ کال له پاريس المپيک د افغان لوبغاړو د احتمالي محرومیت په اړه راپور لیکلی دی. دې مجلې لیکلي، چې د دې محرومیت لامل د ښځینه ورزشکارانو پر وړاندې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونه اوالومپیک کې ښځو ته د برخې نه ورکول دي.

افغان ورزشکاران په تيرو يوه يا دوو لسيزو کې د المپيک لوبو د پرانستلو په مراسمو کې د الفبا د خطونو د ترتيب له امله د هغو ورزشکارانو په ډله کې وو چې د المپيک د پرانستلو په مراسمو کې به يې پرېډ کاوه، مګر سږکال شاید داسې نه وي.

د المپیک نړیوالې کمېټې د روان کال په مارچ میاشت کېد پاریس المپیک لوبو کې د افغانستان د ورزشکارانو د حضور په اړه لهغونډې وروسته په یوه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې د دغو لوبو د ترسره کولو موخه دا ده چې د هېوادونو د نارینه او ښځینه ورزشکاران دواړه پکې ګډون وکړي.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټې د بهرنيو اړيکو پخواني رييس نجيب الله فایض هم له سپکتیتر مجلې سره په مرکه کې د طالبانو د المپيک ملي کمېټې له لوري د المپيک له منشور سرغړونه ياده کړه.

د هغه په ​​وينا، دا سرغړونه د دې کمېټې د خبرداري، بنديزونو او ان د رسمیت نه پيژندلو لامل کيداى شي.

د هغه په وینا تر هغه پورې افغانستان د پاریس په المپیک کې استازولي نه شي کولی ترڅو یو شمېر افغان ورزشکاران «وایلډ کارټ» ترلاسه نه کړي.

په تیرو څو کلونو کې ای او سي یا د المپیک نړیوالې کمېټې په مکرر ډول طالبانو ته خبرداری ورکړی چې په نړیوالو سیالیو کې د دې هېواد د ورزشکارانو د ګډون لپاره شرط، پر افغان ښځینه ورزشکارانو د بندیز لرې کول دي.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ کې نن سرخپوشانو او موج ساحل لوبډلو سیالۍ وګټلې

۸ غویی ۱۴۰۳ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي، چې د فوټبال اتلانو لیګ دریم پړاو سياليو کې نن شنبه د هرات سرخپوشان لوبډلې د هلمند له ميوند لوبډلې او د بلخ موج ساحل لوبډلې د فاریاب له سرسبز ياشلر لوبډلې لوبې وګټلې. دغه سيالۍ په کابل کې شروع شوې او هره ورځ پکې دوې لوبې کيږي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخي، د هرات سرخپوشان لوبډلې ۶ د صفر په مقابل کې د هلمند له ميوند لوبډلې او د بلخ موج ساحل لوبډلې بيا ۲ د ۱ په مقابل کې د فارياب له سرسبز یاشلر لوبډلې سیالۍ وګټلې.

د دې سياليو د پرون جمعې د ورځی لومړۍ لوبه د هرات اټک انژي لوبډلي ۵ د صفر په مقابل کې د فاریاب له خراسان لوبډلې ګټلې وه او دوهمه لوبه کې بيا د کندهار عينومېنې لوبډلې ۲ د ۱ په مقابل کې د فراه له ابومسلیم لوبډلې ماته خوړلې وه.

د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ دریم پړاو په دغو سيالیو کې۱۲ لوبډلو برخه اخيستې او يوه میاشت به دوام وکړي.