• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبان په کابل هوايي میدان کې مسافرو ته د کمپیوټر د وړلو اجازه نه ورکوي

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۷:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غویی ۱۴۰۳ - ۲ می ۲۰۲۴، ۰۵:۴۲ GMT+۱

د کابل په هوايي ډګر کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې هغه افغان مسافرین چې غواړي له افغانستان څخه ووځي د طالبانو له خوا ورته د کمپیوټر د وړلو اجازه نه ورکول کیږي.

د سرچینې په خبره؛ دا مهال د تالاشۍ په ټولو ځایونو کې افغان مسافرینو ته د طالبانو له خوا د کمپیوټر او هارډ ډیسک د نه وړولو امر کیږي.

سرچینې وویل: "که چېرې څوک د هوايي میدان له مسوولینو اجازه واخلي؛ نو په داسې حال کې کمپیوټر د هوايي میدان د تخنیکي برخې له خوا مکمل څارل کیږي".

سرچینه وايي، چې دا امر د کابل هوايي ډګر ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا شوی دی.

د کابل هوايي ډګر یوې بلې سرچینې هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه؛ هغه مسافرین چې افغانستان ته راځي کولی شي، چې خپل کمپیوټر له ځانه سره راوړي؛ خو تلونکي افغان مسافرين د دې حق نه لري، چې کمپیوټر له ځانه سره یوسي.

سرچینه وايي، ډېرو کمو خلکو ته د هوايي ډګر د مسوولینو له خوا د کمپیوټر د وړلو اجازه ورکول کیږي.

د دغې سرچینې په خبره؛ بهرني وګړي کولی شي، چې کمپیوټر له ځانه سره ولېږدوي؛ خو اړینه ده، چې د راتګ پر مهال خپل کمپیوټر په هوايي ډګر کې ثبت او راجستر کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د بهرنیو موسسو کارکوونکي او ځینو مېلمنو ته د کمپیوټر د لېږد په برخه کې اجازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه کارکوونکي زیاته کړه: "اکثره وخت د بهرنیو موسساتو بهرنیو کارکوونکو ته د بهرنیو چارو وزارت له خوا اجازه لیک ورکول کیږي او یا هم د دندې پر کارت ورته اجازه ورکول کیږي".

عبدالجبار خوشحال چې دوه اونۍ وړاندې له کابل څه امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پر بنسټ کډوال شوی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د کابل په هوايي ډګر کې ورته طالبانو ویلي وو، چې یا دې کمپیوټر بېرته د خپلې کورنۍ غړو ته وسپاري او یا دې په هوايي ډګر کې پرېږدي.

هغه زیاته کړه: "د حیرانتیا خبره خو دا وه، چې طالبانو سره هېڅ ځواب نه و، چې ولې په کمپیوټر بندیز دی، یوازې دوه خبرې یې لرلې، چې یا دې کمپیوټر کورنۍ ته وسپاره او یا یې دلته ستا په مخ کې ماتوو؛ خو اجازه نه شته چې بهر یې یوسې".

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل په هوايي ډګر کې د کمپیوټر پر لېږد دا ډول بندیز د لومړي ځل لپاره لګول شوی دی.

طالبانو په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه یې هم مسافرینو ته د کمپیوټر د لېږد د بندیز په اړه کوم سپیناوی کړی دی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

ملا برادر: افغانستان پراخه کرنیزې ځمکې لري، خو بیا یې هم د کرنیزو توکو د تولید کچه کمه ده

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۶:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د کرنیزو محصولاتو په دېرشم پسرلني نندارتون کې وویل، چې افغانستان پراخه کرنیزې ځمکې او د خړوبولو لپاره یې پرېمانه اوبه لري؛ خو بیا یې هم د کرنیزو توکو د تولید کچه کمه ده.

دغه نندارتون د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۱۲مه) د کابل په بادام باغ څېړنیز فارم کې جوړ شوی و.

ملا عبدالغني برادر یاد نندارتون مې وویل: «حکومتونه هڅه کوي، چې د خپلو محصولاتو د معرفي کېدو او هغو ته د بازارموندنې په موخه په کور دننه او بهر کې نندارتونونه جوړ کړي، چې موږ هم دا لړۍ پيل کړې ده.»

هغه زیاته کړې، چې د نندارتونونو له لارې د یو هېواد سوداګري وده کولی شي او په دغه برخه کې پانګونې ته هم زمینه برابرېږي.

ښاغلي برادر ویلي، چې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د افغان متخصصینو په مرسته عملاً د هېواد د ملي پراختیا پر ستراتیژۍ کار روان کړی.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې د کرنیزو محصولاتو ۳۰م نندارتون د کرنیزو محصولاتو او صنعتي تولیداتو ته د بازارموندنې، د کرنیز سکټور د پياوړتیا او له کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړ شو، چې په ۲۶۳ غرفو کې مختلف توکي پکې نندارې ته وړاندې شول.

100%

ایراني چارواکي وايي، چې افغانستان ته د ایران د شترمرغ په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۶:۳۸ GMT+۱

ايراني چارواکي وايي د شترمرغ لومړۍ محموله د همدې کال په غويي مياشتي کې د ایران له دوغرون بندر له لارې هرات ته صادره شوې. د دې صادراتو بیه اووه میلیارد ریال اټکل شوې ده.

په رضوي خراسان کې د تایباد وترنري څانګې مشر حسن ازریان د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۱۲مه) د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا ته وویل، چې په دې صادراتو کې ۱۰۰ یو میاشتني شترمرغ چرګان شامل دي، چې هر یو یې ۷۰۰ ګرامه وزن لري.

حسن ازریان ټینګار وکړ، چې افغانستان ته د دوغرون په پوله د شترمرغ په صادراتو کې هېڅ ډول بندیز نه شته.

د تايباد د وترنري شبکې مشر وايي؛ تمه ده، چې سږ کال افغانستان ته د شترمرغ صادرات د تېرو کلونو په پرتله زيات شي.

دغه ایراني چارواکي د افغانستان هوا د شترمرغ د نسل لپاره مناسبه وبلله او ویې ویل، چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د دې مرغانو نسل زیات شوی دی.

ایراني چارواکو تر دې وړاندې افغانستان ته د چرګانو او مرغانو د صادراتو د زیاتوالي خبر ور کړی و.

د شمېرو له مخې؛ ایران په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان ته شاوخوا ۱۴۸ زره تخمي چرګي صادر کړي دي.

تر دې مخکې طالب چارواکو ويلي وو، چې په تېر هجري لمریز کال کې له ایران سره د دغې ډلې د سوداګرۍ ارزښت له یو نیم میلیارد ډالرو څخه زیات شوی دی.

د دوبۍ په نړۍوال کلي سوداګریز او فرهنګي نندارتون کې افغانستان دویم مقام وګاټه

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د دوبۍ په ګلوبل ویلیج یا نړۍوال کلي سوداګریز او کولتوري نندارتون کې د لومړي ځل لپاره افغانستان دویم مقام خپل کړ.

په ګلوبل ویلج کې د افغانستان د څانګې مشر میرخان مقري وايي، چې دغه سوداګریز نندارتون هر کال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پرانستل کېږي او د لسګونو هېوادونو په ګډون شپږ میاشتې دوام کوي.

د نوموړي په خبره؛ په تېرو دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی، چې افغانستان دویم مقام ته رسېدلی دی.

هغه وویل: " دا زموږ د ټولو افغانانو او افغانستان لپاره ویاړ دی، چې یو جنګ ځپلی هېواد دې د نړۍ په کچه یو نندارتون کې دویم مقام تر لاسه کوي".

د ښاغلي مقري په وینا؛ په دغه نندارتون کې د افغانستان تولیدات؛ لکه لاسي صنایع، موسیقي، هنري پارچې، افغاني کالي، وچې او تازه مېوې، قیمتي کاڼي، ګاڼې، او خواړه نندارې او پلور ته وړاندې شوي دي.

په عرب اماراتو کې د ګلوبل ویلج په سوداګریز او کولتوري نندارتون تر ۳۵۰۰ زیاتو سوداګرو د ۹۳ کولتورونو په استازولۍ ۲۷ څانګې پرانیستې دي.

د طالبانو د مشر په امر د دې ډلې له کورنیو چارو وزارت سیمرغ موټر ټولېږي

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې د دې ډلې له کورنیو چارو وزارت سیمرغ موټر ټولېږي او بیا د نوموړي ځانګړې قطعې ته سپارل کېږي. په ورته وخت د بلخ د والي وياند وايي، چې په دغه ولایت کې د سيمرغ ګاډو د ټولو لړۍ پيل شوې او کورونیو چارو وزارت ته به وسپارل شي.

حاجي زيد د چهار شبنې په ورځ وویل، چې په بلخ کې يې د کورنيو چارو وزارت اړوند ۵ سېمرغ ګاډي له نظامي ادارو او کسانو ټول کړي دي.

ښاغلی زيد په خپل اېکس کې زیاتوي، چې د دې ګاډو د ټولو لړۍ د هبت الله اخوندزاده په امر او د بلخ د والي یوسف وفا په جدي سپارښتنه روانه ده.

نوموړي وايي: «يوازي د دوی د نظام اړوند سېمرغ ګاډي راټولېږي او هغو دولتي مسولين او ملکي کسان، چې په شخصي سرمايه یې رانيولي له هغو يې نه اخلي.»

د حاجي زيد په خبره، چې په بلخ کې د دې موټرانو د راټولو لړۍ لا هم دوام کوي.

يوې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم یې واخيستل شي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وويل، چې دغه موټران به وروسته له کورنيو چارو وزارت څخه د هبت الله اخونزاده د امنيت ځانګړي قطعې او مقام ته وسپارل شي.

هڅه مو وکړه، چې په هېواد کې د دې موټران د شمېر په اړه اړه د کورنيو چارو وزارت او ذبیح الله مجاهد نظر واخلو؛ خو هغوی جواب ونه وايه.

انډیپنډنټ: طالبانو چې یو وخت مخابراتي شبکې له منځه وړلې اوس پرې پانګونه کوي

۱۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱ می ۲۰۲۴، ۱۲:۴۶ GMT+۱

بریتانوۍ ورځپاڼه انډیپنډنټ وايي، طالبانو یو وخت مخابراتي شبکې له امريکا او نورو نړیوالو ځواکونو سره د موبايل د سيګنالونو له لارې «د ترهګریزو خوځښتونو» په معلومولو کې په همکاري تورنولې او هغوی ته یې ګواښ کاوه یا یې په نښه کولې، خو اوس د دې شبکو په مختلفو برخو کې پانګونه کوي.

د تېر نظام له ړنګېدو مخکې د اترا ادارې ویلی و، چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د طالبانو د ګواښ له امله د شپې لخوا د مخابراتي شبکو فعالیتونه بندېږي.

طالبانو په حکومت پورې تړلې سلام مخابراتي شبکه خپل نظام هدف اعلان کړی و او د افغانستان په مختلفو ولایتونو په تېره لرې پرتو سیمو کې یې د مخابراتي شبکو پایې یا مټې په بمونو الوځولې.

خو پر افغانستان له بیا واکمنېدو سره دغې ډلې په مخابراتي شبکو پام زیات کړی دی او د فورجي په ګډون یې په بېلابېلو برخو کې پانګونې کوي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت له انډیپنډنټ سره په خبرو کې ویلي، چې یوازې په تېرو دوو کلونو کې دوه میلیونه نوي سیم کارتونه وېشل شوي او د پېرودونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
د دغه وزارت ویاند عنايت الله الکوزي ویلي، چې د طالبانو حکومت د مخابراتو پر سکټور سل ميليونه ډالره لګولي او سلګونه مخابراتي مټې یا پایې یې په بشپړ ډول رغولې دي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې اوسمهال ۲۲،۷ میلیونه فعال سیم کارتونه شته.
ښاغلي الکوزي له انډیپنډنټ سره په خبرو کې زیاته کړې ده، چې له دغو فعالو سیمکارتونو ۱۰ میلیونه یې د اړیکو نیولو او پاتې نور یې د موبایل انټرنیټ لپاره استفاده کیږي.
له دې سره، د طالبانو د سوداګرۍ وزارت بیا ویلي، چې په هېواد کې د ټليفونونو واردات ډېر شوي دي.
ددغه وزارت په خبره، په ۲۰۲۳ کال کې ۱۸۹۵ ټنه ټلیفونونه افغانستان ته وارد شوي، په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۱۵۸۴ ټنه و.
د راپورونو له مخې، اوس وخت کې ډېری طالبان د ټلیفونونو په ځانګړې توګه بیا د ایفونونو پیرودونکي دي.
د دوی په باور ایفون ټلیفونونه تر سامسونګ ښه امنیت لري.
سره له دې چې طالبان له نوې ټکنالوژۍ سره څه نا څه بلد شوي دي او د نوې ټکنالوژۍ د استفادې لپاره لیوالتیا هم لري، خو له بلې خوا بیا پر عامو خلکو محدودیتونه زیاتوي.
د عامو وګړو په ځانګړي توګه د ځوانانو د ټلیفونونو څارل، د انځورونو په اخیستو بندیزونه، د موسیقۍ د اورېدو منع کېدل هغه څه دي چې ډېری افغانان ترې شکایت کوي.