• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عربي رسنیو د سعودي عربستان د ولیعهد د موټرو پر کاروان برید رد کړی

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۲۰:۵۶ GMT+۱

یو شمېر رسنیو د دوشنبې په شپه راپور ورکړی، چې د سعودي ولیعهد د موټرو پر کاروان برید شوی، چې محمد بن سلمان له دې چاودنې روغ رمټ وتلی. خو عربي رسنیو بیا ویلي، کومه ویډیو چې په رسنیو خپره شوې پخوانۍ ده.

د دغو راپورونو له مخې په چاودنه کې د محمد بن سلمان ۵ساتونکي وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.

خو مبسار عربي رسنۍ بیا راپور ورکړی، چې کومې ویډیو ګانې یا تصویرونه چې ځینو رسنیو خپاره کړي پخواني دي.

مبسار لیکلي، چې د دوی تحقیق ښیي چې دا ویډیو کلیپ او تصویرونه زاړه دي او په ریاض کې د یوې پخوانۍ ترافیکي پیښې دي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د وژلو د هڅې په اړه هم کوم خبر نه شته.

د مبسار د راپور له مخې ویډیو کلیپ په لومړي ځل د مارچ په ۱۶مه پر ټیک ټاک خپور شوی دی.

ځینو افغاني او پاکستاني رسنیو هم د سعودي عرستان پر وليعهد د برید راپور خپور کړی دی.

د خلاصې سرچینې استخباراتي څارونکي، چې په ټوله نړۍ کې په اروپا او شخړو تمرکز کوي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي: «د ریاض له څو تنو اوسیدونکو او یو فرد سره چې د سعودي شاهي ساتونکي قطعې سره تړاو لري له خبرو وروسته؛ دوی تایید کړه چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د وژنې د هڅې په اړه تېره شپه وړاندې شوي نا تایید شوي راپورونه په بشپړ ډول غلط دي او د دوشنبې په شپه د ښار دننه یا نږدې برید نه دی شوی.»
دوی زیاتوي چې د برید په اړه جوړ شوي لومړني پوسټونه داسې ښکاري، چې د منځني ختیځ د رسنیو سرچینې په نښه شوي دي په داسې حال کې چې په جنوبي غزه کې د اسراییل ځمکني عملیات پیل شوي.

محمد بن سلمان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د چمن پرلت‌وال: د پاسپورټ، دولتي بانک د پولیو ضد واکسین او چمن پرېس کلپ دروازې مو وتړلې

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د چمن پرلت‌والو له هغه وروسته د پاسپورټ اداره، د پاکستان دولتي بانک، چمن پرېس کلپ، د پولیو ضد واکسین ادارو دروازې او چمن ـ کوټې لار بنده کړه چې درې ورځې وړاندې په چمن کې ځايي امنیتي ځواکونو پر هغوی برید وکړ.

د چمن د پرلت ویاند صادق خان اڅکزي د سه شنبې په ورځ (د غويي ۱۸مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د خپلو اعتراضونو په دوام یې تازه نن سهار د پاکستان دولتي بانک، د پولیو ضد واکسین اداره او د چمن پرېس کلپ دروازې بندې کړې دي.
صادق خان اڅکزی وايي:« د پاکستان حکومت زموږ غوښتنې نه مني، پر دې سربېره یې زموږ پر ملګرو برید وکړ، پرلت‌وال یې شهیدان او زخمیان کړل. تر څو چې زموږ غوښتنې نه وي منل شوې په چمن کې به نشنل (ملي) بانک، د پولیو ضد واکسین اداره، د چمن پرېس کلپ، د‌ پاسپورټ اداره او کوټې ـ چمن لاره به تړلې وي.»

100%


یادو پرلت‌والو تېره ورځ د پاسپورټ ادارې دروازه وتړله او د پاسپورټ ادارې مخې ته یې هم پرلت وواهه.
پرلت‌والو درې ورځې وړاندې د کوټې ـ چمن عمومي لاره هم پر پرلت د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې وتړله.
بل خوا د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، د چمن پر ځايي امنیتي ځواکونو مسوولینو دې پر لاریون کوونکو د ډزو په جرم قضیې ثبتې شي.
محمود خان اڅکزي له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، پاکستان د سپین بولدک ـ چمن دروازې په تړلو سره د دواړو غاړو قومونه نه شي بېلولای.
کابو اووه میاشتې وړاندې د چمن ځايي خلکو، سوداګرو او مدني فعالانو د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون پرلت وواهه.
خو درې ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو پر پرلت کوونکو برید وکړ، تر دې مهاله د دوه پرلت وهونکو مړینه او د نږدې شل نورو ټپي کېدل تایید شوي دي.

افغان کډوالو په انډونیزیا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته لاریون وکړ

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۲۱:۲۰ GMT+۱

د دوشنبې په ورځ په انډونیزیا کې یو شمېر افغان کډوالو د ماکاسار په ښار کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته پرلت کړی. پناه غوښتونکي وايي، چې له کلونو راهیسې د دوی پناه غوښتنې نه دي څېړل شوي.

دغو اعتراض کوونکو خبرداری ورکړی، چې تر هغه به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي؛ تر څو چې د دغه سازمان له لوري يې ځواب نه وي ترلاسه شوی.

دغه پنا غوښتونکي د انډونيزيا پوليس د لاریونکوونکو سره په ناسم چلند تورنوي.

پناه غوښتونکي وايي، د دوی له اعتراضونو وروسته د دغه هېواد پولیسو یوه افغانه ښځه نیولې ده.

دوی د کډوالۍ د قضیو د حل نورو هېوادونو ته د لېږدولو او بیا مېشتېدنې غوښتنه کړې ده.

د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ په اندونیزیا کې شاوخوا ۱۲ زره کډوال ژوند کوي، چې ډېری یې افغانان دي.

په تېر کال کې هم په اندونیزیا کې افغان اعتراض کوونکو څو ځلې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته لاریونونه کړي؛ خو د دوی دوسیې پر ځای پاتې دي.

روسیې په اوکراین کې د لویدیځ د پراخې ښکېلتیا په غبرګون د اټومي تمریناتو اعلان کړی

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۸:۵۰ GMT+۱

د اوکراین په جګړه کې د ژورې ښکیلتیا په اړه د لوړ پوړو لویدیځ چارواکو له څرګندونو وروسته، روسیې د دوشنبې په ورځ وویل، چې د جګړې په ډګر کې د اټومي وسلو د کارولو په څېر تمرینونه ترسره کوي.

دغه اعلان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنځمې دورې له د لوړې له مراسمو وروسته او د روسیې له خوا د “بریا ورځ” د نمانځلو په اونۍ کې شوی دی.

په دغه ورځ د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال روسي ځواکونو نازي جرمنې ته ماتې ورکړې وه. روسیه دغه ورځ تر ټولو مهمه رخصتي بولي چې د دین سره تړاو نه لري.

د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا تمرینونه د روسیې په اړه د ځینو غربي چارواکو د پاروونکو څرګندونو او ګواښونو ځواب دی.

دا لومړی ځل و، چې روسیې په عامه توګه د تکتیکي اټومي وسلو تمرینونه اعلان کړل؛ خو د دغه هېواد ستراتیژیک اټومي ځواکونه په منظم ډول تمرینونه کوي.

په تکتیکي اټومي وسلو کې د جګړې په ډګر کې کارېدونکي هوايي بمونه، د لنډ واټن ویشتونکي توغندي او د توپخانې مهمات شامل دي.

دغه ډول وسلې د ستراتیژیکو هغو په پرتله یو څه لږې ځواکمنې دي.

د روسیې دغه اعلان د اوکراین لویدیځو متحدینو ته خبرداری و، چې اوس غواړي په روانې دوه کلنه جګړه کې په ژوره توګه ښکیل شي.

تر دې مهاله د کرملین ځواکونو د اوکراین د سرتېرو او وسلو د کمښت له امله، په دغه جګړه کې برلاسی دي.

د اوکراين ځينو لوېديځو متحدينو تر دې مخکې اندېښنه ښودلې وه، چې ښايي دغه جګړه د ناټو او روسيې تر منځ پر جګړې بدله شي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تېره اونۍ وویل، چې هغه اوکراین ته د سرتېرو د لېږلو احتمال نه ردوي.

په همدې حال کې انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون ویلي، چې د کییف ځواکونه کولای شي دننه په روسیه کې د اهدافو د ویشتلو له پاره د برېتانیا د اوږد واټنه ویشتونکې وسلې وکاروي.

د ناټو ځینې نورو هېوادونه چې کییف ته وسلې ورکوي، دا احتمال رد کړی دی.

کرملین دا څرګندونې خطرناکې بللې، چې د روسیې او ناټو ترمنځ ترینګلتیا زیاتوي.

په رفح ښار کې وروسته له هغه چې اسراییل د سیمې د تخلیې امر کړی، د چاودنو غږونه اورېدل شوي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۷:۰۵ GMT+۱

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د اسراییل پوځ د دوشنبې په ورځ په رفح ښار هوايي بریدونه کړي دي. دغه بریدونه څو ساعته وروسته له هغه شوي، چې اسراییل فلسطینیانو ته ویلي وو، چې د غزې د دغې سویلي ښار له ځینې سیمو دې ووځي.

د غزې په دغو سیمو کې د اسراییل د بریونو له امله بې ځایه شوي له یو میلیون څخه زیات خلک ژوند کوي.

په داسې حال کې چې په قاهره کې د اوربند خبرې اترې ځڼډېدلې دي، په رفح ښار د اسراییل د پراخ برید په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.‌

اسراییل له ډېر وخت راهیسې په رفح ښار د برید ګواښ کوي او وايي،‌ چې هلته د حماس ډلې د پټنځایونو په وړاندې عملیات کوي.

100%

په رفح ښار د برید په اړه د اسراییل له خوا سمدستي کومه تبصره نه ده شوې؛ خو د حماس پورې تړلې الاقصی ټلویزیون ویلي، چې د رفح ښار ختیځ سیمې یې بمبار کړي،‌ چې وړاندې یې د تخلیې امر شوی و.

د اسراییل پوځ په عربي متن لیکل شویو پیغامونو او له الوتکو څخه د غورځول شویو لارښونو له لارې له خلکو غوښتي، چې له رفح ښار څخه ۲۰ کیلومتره وړاندې هغه سیمې ته پناه یوسې چې دوی یې بشري ساحه بولي.

ځینو فلسطیني کورنیو د تېز باران لاندې دغو سیمو ته تلل پیل کړي دي.

تر دې وړاندې د امریکا په ګډون ګڼو هیوادونو او مرستندویه ډلو اسراییل ته خبرداری ورکړی و چې په رفح ښار برید به د پراخې ملکي مرګ ژوبلې او غزه کې د روان بشري ناورین د لا ژور کېدو لامل شي.

100%

چمن پرلتوال: پر پرلت تر برید وروسته مو لویې لارې او د پاسپورټ دفتر وتړل

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۰:۳۳ GMT+۱

د سوېلي پښتونخوا چمن پرلت د مشرانو کمېټې غړی قاري امداد الله وايي، د خپلو اعتراضونو په لړ کې یې تازه په چمن ښار کې د پاسپورټ دفتر دروازه تړلې او د دغه دفتر مخې ته یې دا ځل پرلت وهلی. پرلت کوونکو ګواښ کړی چې په نږدې ورځو کې به نورې حکومتي ادارې هم وتړي.

قاري امداد الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «پاکستاني ځواکونو په ډیرې سپین سترګۍ پر پرلت برید وکړ، زموږ ملګري یې شهیدان او ټپیان کړل او اوس هم ځینې کسان چې ټپیان دي، پاکستاني ځواکونو له ځان سره وړي. موږ نن د پاسپورټ دفتر دروازه وتړله او تردې به هم سخت ګامونه واخلو.»

همدارنګه پرلتوال وايي، سبا سه شنبه په چمن ښار کې د پاکستان د دولتي بانک څانګې هم تړي، پولیسو او دولتي کارکوونکو ته یې خبر ورکړی چې د پاکستان دولتي بانک ته دې له ورتګه ډډه وکړي.

د چمن پرلتوالو د خپلو اعتراضونو په دوام تردې وړاندې د چمن ـ کوټې لویه لاره هم تړلې وه او له تېرو دوو ورځو راهیسې پر دغه لاره هر ډول تګ راتګ بند دی.

پرلتوال وايي، د ښار خلکو د ستونزو کمولو لپاره یې نن سهار په چمن ښار کې کار بندیز پای ته رسولی.

دغه پرلت وال وايي، د خپل کار روزګار په موخه یې له تېرو اوو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون په سوله ییز ډول پرلت وهلی و، خو د دې پر ځای چې د پاکستان حکومت یې غږ واوري پر پرلتوالو یې برید وکړ.

د چمن پر پرلتوالو د پاکستاني ځواکونو د برید له امله د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورنه ورکړل شوي دي.

خو پرلت وایي د پاکستاني ځواکونو په ډزو د وژل شوي یوه کس جسد یې تېره ورځ خاورو ته سپارلی او نږدې شل کسان نور ټپیان دي.

تردې مهاله د پاکستان حکومت د چمن پر پرلتوالو د برېد او هغوی ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.