• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټېکټاک د امریکا محکمې ته د اجباري پلور په اړه د امریکا له لایحې شکایت کړی دی

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۱۶:۳۸ GMT+۱

ټېکټاک د امریکا محکمې ته د امریکا له فېډرالي دولت څخه د هغې لایحې په اړه چې د دغه شرکت د مالکیت د بدلون او تړل کېدو اړوند دی، شکایت کړی.

د دغه شکایت پایله، چې د ملي امنیت او د بیان ازادۍ پر سر لانجه بلل کیږي، د متحده ایالاتو په محکمه کې به معلومه شي.

د ټېکټاک شرکت وکیلانو په خپلو شکایتونو کې ټینګار کړی، چې د امریکا د حکومت دا لایحه د بیان د ازادۍ په حقونو کې زیاته لاسوهنه او د اساسي قانون له لومړي تعدیل څخه ښکاره سرغړونه ده.

د دوی په وینا؛ د دې قانون پلي کول به دې اپلیکیشن ته د میلیونونو امریکایي کاروونکو لاسرسی، چې دوی د نظرونو شریکولو او اړیکو لپاره کاروی قطع شي.

د ټېکټاک د استدلال له مخې؛ د شرکت د چینایي ملکیت بدلول، چې امریکا یې په لټه کې ده، «په ساده ډول ممکنه نه ده» په ځانګړې توګه د دې پروسې لپاره د ۹ میاشتو موده ټاکل شوې ده.

په ورته وخت کې ټېکټاک به په راتلونکو مياشتو کې په امريکا کې د خپلي بقا لپاره مبارزه وکړي، هغه څه، چې په تېرو کلنو کې د دغه هېواد د سياستوالو له خوا پرې نيوکې شوي دي.

د بېلا بېلو ګوندونو فعالانو لا د مخه د دې چينايي ټولنيزي رسنۍ د فعالیت اړوند د امنيتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ټېکټاک اداره وايي، چې دوی په امريکا کې ۱۷۰ ميليونه کاروونکي لري، چې د نڅا او سياسي تبصرو د شریکولو ترڅنګ د مختلو موخو لپاره کارول کيږي.

د ټېکټاک قضيه یوه ورځ له هغه وروسته د کاليفورنیا په سيمه کې د امريکا په استیناف محکمه کې ثبت شوه، چې د دې شرکت اجراييوي مشر زو زیچو له خپلې مېرمنې سره په نيويارک کې د ميټ ګالا په کلنۍ غونډه کې برخه واخيستل.

څه کم دوې اونۍ د مخه د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د «بایټډنس» لایحې په لاسلیک کولو سره د چينایي ټېکټاک شرکت مشر مکلف کړ، چې د ۹ مياشتو په جريان کې خپله ونډه وپلوري.

د دې لايحې په ځواب کې د بایټډنس مدیرانو ټینګار وکړ، چې دوی د دې شرکت د پلورلو اراده نه لري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

حال وش: په ایران کې یو افغان بندي د کورنۍ له خبرتيا پرته اعدام شو

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د بشري حقونو سازمان حال وش خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۱۹مه) د کرمان په زندان کې یو ۴۰ کلن افغان بندي اعدام شوی دی. دغه سازمان وايي، چې د نوموړي د وژنې امر د هغه د کورنۍ له خبرولو او ملاقات پرته ترسره شوی دی.

دغه سازمان د چهار شنبې په ورځ په خپله اعلامیه کې ليکلي: «یو افغان زنداني، چې مخکې د نشه يي توکو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوی و؛ د کرمان په زندان کې د هغه له کورنۍ سره د معلوماتو له شریکولو او وروستۍ لېدنې پرته اعدام شوی»

د بشري حقونو حال وش سازمان په اعلاميه کې ليکلي، چې نوموړى شاوخوا څلوېښت کلن و، واده يې کړى او پنځه اولادونه يې درلودل، چې تر بندي کېدو مخکې په سمنان کې اوسېده.

د بشري حقونو دا سازمان د سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې دغه افغان تبعه په ۱۳۹۹ کال کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و او د سیمنان انقلابي محکمې په اعدام محکوم کړ.

د دغه سازمان په وینا؛ د دغه زنداني د اعدام حکم د چهارشنبې په سهار ترسره شوی دی.

سازمان د چهارشنبې په ورځ د کرمان په زندان کې د نشه يي توکو په تور د دوو بلوڅ بندیانو د اعدامولو خبر هم ورکړی دی.

د ایران د قوانینو له مخې؛ د محکمې د اعدام له حکم وروسته د اعدام قضایه قوه مکلفه ده، چې مدافع وکیل ته له اعدام څخه ۴۸ ساعته مخکې خبر ورکړي او محکوم هم کولای شي، چې د سزا تر عملي کېدو څخه مخکې له کورنۍ سره د ملاقات غوښتنه وکړي.

تر اوسه ایراني چارواکو په دې اړه رسمي څه نه دي ويلي او دا هم نه ده معلومه، چې دغه افغان بندي مدافع وکيل ته لاس رسی درلود او که نه؟

د همدې غوايي میاشتې په لومړۍ نېټه حال وش د مشهد په وکیل اباد زندان کې د څلورو افغان ځوانانو د اعدامولو خبر هم ورکړی و.

په تهران کې يوه ۱۰ کلنه افغانه د خپل ملګري له خوا وژل شوې ده

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۱

ايرني رسنيو ویلي؛ هغه افغانه خپل ملګري وژلې ده، چې څلور مياشتې وړاندې يې په تهران کې په وينو لړلی مړی موندل شوی و. پوليس یو ۱۰ کلن ماشوم، چې ويل کيږي دماغي ستونزه لري په قتل تورنوي. رسنیو ليکلي؛ دغو دوو ماشومانو د موبايل پر سر جنجال کړی و.

د همدې خبر اصلي منبع «د تهران همشهري ورځپانې» د وژونکي هویت ته اشاره نه ده کړې، یوازې وژل شوې ماشومه یې افغانه بللې ده.

خو ځينو رنورو سنيو لکه تسنيم خبري اژانس او د ځوانو ژورناليستانو کلب د همدې ورځپاڼې له قوله ليکلي، چې د يوې ۱۰ کلنې نجلۍ قاتل افغان دی.

همشهري ورځپاڼې لیکلي دي، چې د تېر ډسمبر په یوولسمه یوه افغان له پولیسو سره اړیکه ونیوله او د خپلې لس کلنې لور د ورکېدو خبر یې ورکړ.

دغه ځوان ویلي وو، لور يې د لوبو لپاره بهر ته تللې وه او بېرته نه ده راغلې.

څو ساعته وروسته د تهران په مسعودیه غونډۍ کې ځينو ماشومانو د لوبو پر مهال د يو ماشوم په وينو لړلۍ جسد وموند.

پوليس وايي دغه نجلۍ « د چاقو د ګوزارونو له امله وژل شوې ده»

د ګاونډي ماشوم، چې د وژل شوي ماشومې د لوبو ملګری و، د هغه په وژلو اعتراف وکړ او ويلي يې دي، چې د یوه پلان له مخي یې په يوه بهانه دغه ماشومه مسعودیه غونډۍ ته بوولې او بيا يې وژلی دی.

رسنیو د پولیسو له قوله لیکلي دي، چې په قتل د تورن ماشوم دماغي او روحي حالت سم نه دی او د هغه په ​​موبايل کې خونړۍ او د تاوتریخوالي صحنې پيدا شوې دي.

عربي رسنیو د سعودي عربستان د ولیعهد د موټرو پر کاروان برید رد کړی

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۲۰:۵۶ GMT+۱

یو شمېر رسنیو د دوشنبې په شپه راپور ورکړی، چې د سعودي ولیعهد د موټرو پر کاروان برید شوی، چې محمد بن سلمان له دې چاودنې روغ رمټ وتلی. خو عربي رسنیو بیا ویلي، کومه ویډیو چې په رسنیو خپره شوې پخوانۍ ده.

د دغو راپورونو له مخې په چاودنه کې د محمد بن سلمان ۵ساتونکي وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.

خو مبسار عربي رسنۍ بیا راپور ورکړی، چې کومې ویډیو ګانې یا تصویرونه چې ځینو رسنیو خپاره کړي پخواني دي.

مبسار لیکلي، چې د دوی تحقیق ښیي چې دا ویډیو کلیپ او تصویرونه زاړه دي او په ریاض کې د یوې پخوانۍ ترافیکي پیښې دي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د وژلو د هڅې په اړه هم کوم خبر نه شته.

د مبسار د راپور له مخې ویډیو کلیپ په لومړي ځل د مارچ په ۱۶مه پر ټیک ټاک خپور شوی دی.

ځینو افغاني او پاکستاني رسنیو هم د سعودي عرستان پر وليعهد د برید راپور خپور کړی دی.

د خلاصې سرچینې استخباراتي څارونکي، چې په ټوله نړۍ کې په اروپا او شخړو تمرکز کوي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي: «د ریاض له څو تنو اوسیدونکو او یو فرد سره چې د سعودي شاهي ساتونکي قطعې سره تړاو لري له خبرو وروسته؛ دوی تایید کړه چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د وژنې د هڅې په اړه تېره شپه وړاندې شوي نا تایید شوي راپورونه په بشپړ ډول غلط دي او د دوشنبې په شپه د ښار دننه یا نږدې برید نه دی شوی.»
دوی زیاتوي چې د برید په اړه جوړ شوي لومړني پوسټونه داسې ښکاري، چې د منځني ختیځ د رسنیو سرچینې په نښه شوي دي په داسې حال کې چې په جنوبي غزه کې د اسراییل ځمکني عملیات پیل شوي.

محمد بن سلمان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د چمن پرلت‌وال: د پاسپورټ، دولتي بانک د پولیو ضد واکسین او چمن پرېس کلپ دروازې مو وتړلې

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د چمن پرلت‌والو له هغه وروسته د پاسپورټ اداره، د پاکستان دولتي بانک، چمن پرېس کلپ، د پولیو ضد واکسین ادارو دروازې او چمن ـ کوټې لار بنده کړه چې درې ورځې وړاندې په چمن کې ځايي امنیتي ځواکونو پر هغوی برید وکړ.

د چمن د پرلت ویاند صادق خان اڅکزي د سه شنبې په ورځ (د غويي ۱۸مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د خپلو اعتراضونو په دوام یې تازه نن سهار د پاکستان دولتي بانک، د پولیو ضد واکسین اداره او د چمن پرېس کلپ دروازې بندې کړې دي.
صادق خان اڅکزی وايي:« د پاکستان حکومت زموږ غوښتنې نه مني، پر دې سربېره یې زموږ پر ملګرو برید وکړ، پرلت‌وال یې شهیدان او زخمیان کړل. تر څو چې زموږ غوښتنې نه وي منل شوې په چمن کې به نشنل (ملي) بانک، د پولیو ضد واکسین اداره، د چمن پرېس کلپ، د‌ پاسپورټ اداره او کوټې ـ چمن لاره به تړلې وي.»

100%


یادو پرلت‌والو تېره ورځ د پاسپورټ ادارې دروازه وتړله او د پاسپورټ ادارې مخې ته یې هم پرلت وواهه.
پرلت‌والو درې ورځې وړاندې د کوټې ـ چمن عمومي لاره هم پر پرلت د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې وتړله.
بل خوا د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، د چمن پر ځايي امنیتي ځواکونو مسوولینو دې پر لاریون کوونکو د ډزو په جرم قضیې ثبتې شي.
محمود خان اڅکزي له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، پاکستان د سپین بولدک ـ چمن دروازې په تړلو سره د دواړو غاړو قومونه نه شي بېلولای.
کابو اووه میاشتې وړاندې د چمن ځايي خلکو، سوداګرو او مدني فعالانو د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون پرلت وواهه.
خو درې ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو پر پرلت کوونکو برید وکړ، تر دې مهاله د دوه پرلت وهونکو مړینه او د نږدې شل نورو ټپي کېدل تایید شوي دي.

افغان کډوالو په انډونیزیا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته لاریون وکړ

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۲۱:۲۰ GMT+۱

د دوشنبې په ورځ په انډونیزیا کې یو شمېر افغان کډوالو د ماکاسار په ښار کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته پرلت کړی. پناه غوښتونکي وايي، چې له کلونو راهیسې د دوی پناه غوښتنې نه دي څېړل شوي.

دغو اعتراض کوونکو خبرداری ورکړی، چې تر هغه به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي؛ تر څو چې د دغه سازمان له لوري يې ځواب نه وي ترلاسه شوی.

دغه پنا غوښتونکي د انډونيزيا پوليس د لاریونکوونکو سره په ناسم چلند تورنوي.

پناه غوښتونکي وايي، د دوی له اعتراضونو وروسته د دغه هېواد پولیسو یوه افغانه ښځه نیولې ده.

دوی د کډوالۍ د قضیو د حل نورو هېوادونو ته د لېږدولو او بیا مېشتېدنې غوښتنه کړې ده.

د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ په اندونیزیا کې شاوخوا ۱۲ زره کډوال ژوند کوي، چې ډېری یې افغانان دي.

په تېر کال کې هم په اندونیزیا کې افغان اعتراض کوونکو څو ځلې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته لاریونونه کړي؛ خو د دوی دوسیې پر ځای پاتې دي.