• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قوش تيپې شل اوره جام: بندامير مس عینک ته په ماتې ور کولو څلورم پرلپسې بری وګاټه

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۱۲:۱۶ GMT+۱

په افغانستان کې د قوش تيپې شل اوره جام سياليو کې بندامير مس عینک لوبډلې ته په پنځو منډو ماته ورکړه او څلورم پرلپسې بری يې وګاټه. دغه سيالۍ په کابل کې پيل شوط او هره ورځ پکې دوې لوبې تر سره کيږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د قوش تيپې شل اوره جام د چهار شنبې د ورځې سیالیو کې د لوبې پچه بندامير لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بندامير لوبډلې په شلو اورونو کې د خپلو ۸ لوبغاړو په زيان ۱۱۵ منډې هدف وټاکه.

د بندامير په لوبډله کې صدیق اتل له نورو لوبغاړو ډېرې او ۲۵ مندې جوړې کړې.

د مس عینک په توپ اچوونکو کې محمد ریاض او واحدالله ځدراڼ د بندامير دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخي، بندامير لوبډلې د ښې توپ اچونې له امله له خپل هدف څخه په ښه ډول دفاع وکړه او مس عینک لوبډلې ته يې د ۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.

بندامير لوبډله د ملي لوبډلې د کفتان هشمت الله شهيدي او مس عينک لوبډله د ابراهیم ځدران په لوبډلمشرۍ لوبيږي.

د نن چهار شنبې د ورځي د همدې سيالیو دوهمه لوبه د امو او بست لوبډلو تر منځ ده.

امو لوبډلې پچه ګټلې او لومړی توپوهنه کوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د بدخشان اوسېدونکي: د فیض اباد ښار له چاودنې وروسته پوځي بڼه غوره کړې

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۱۰:۱۴ GMT+۱

د بدخشان اوسېدونکو ویلي، چې د طالبانو پر پوځي کاروان له برید وروسته په فیض اباد ښار کې نا اعلان شوی پوځي وضعیت واکمن شوی دی. د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې لږ تر لږه شپږ طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

په بدخشان کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې وسله والو طالبانو په فیض اباد ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیولي او ان د چاودنې له ځای څخه یې د عکسونو او ویډیوګانو اخیستلو مخه هم نیولې ده.
د فيض اباد يوه اوسېدونکي وويل، چې وسله والو طالبانو د چاودنې ځاى کلابند کړى او خلکو ته اجازه نه ورکوي، چې له خپلو کورونو ووځي.
له بدخشانه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د یوه پوځي رینجر موټر انځورونه استولي چې ویل کېږي په چاودنه کې ویجاړ شوی.

100%


ويل کيږي چې په موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي هغه وخت وچاوديدل چې د وسله والو طالبانو پوځي کاروان د تېرېدو په حال کې و .
د ځايي خلکو په خبره، چاودنه د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د جوزګون پله سیمه کې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معنیت پر ځواکونو شوې ده.
تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې د دغه برید مشوولیت پر غاړه نه ده اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څه ويلي دي.

چین غواړي، په افغانستان کې له داخلي بې ځایه شویو سره یو نیم میلیون ډالره مرسته وکړي

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۰۸:۳۶ GMT+۱

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي لیونارد زولو سره په کتنه کې وویل، چین پلان لري چې له داخلي بې ځایه شویو افغانانو سره د ۱.۵ میلیون ډالرو مرسته وکړي. لیونارد زولو هم په ایکس پاڼه د چین د مرستې ستاینه وکړه.

په کابل کې د چين سفارت د سه شنبې ورځ د (غوايي ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پروژو د يوې برخې په توګه په افغانستان کې له داخلي بې ځايه شويو کسانو سره د مرستې په موخه ولګول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې چين غواړي له افغانستان سره د بشري مرستو د برابرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره خپلې همکارۍ پياوړې کړي.

لیونارد زولو هم په ایکس پاڼه لیکلي چې هغه د چین له سفیر سره په دې اړه خبرې کړې چې څنګه په چین کې خصوصي سکټور کولی شي د لویو او متوسطو شرکتونو په مرسته د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

مولوي عبدالکبیر: د قوش‌تېپې کانال په بشپړېدو به افغانستان د غنمو له اړخه پر ځان بسیا شي

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۲۲:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال وایي، چې د قوش‌تیپې کانال په بشپړېدو سره به افغانستان د غنمو له اړخه پر ځان بسیا شي. مولوي عبدالکبیر دا خبره د سې شنبې په ورځ (د می په اوومه) پروان ولایت کې یوې لویې ولسي غونډې ته ویلي دي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې: «موږ په یوه کال کې اووه میلیون مټریک ټن غنمو ته اړتیا لرو، چې زموږ له راتګ مخکې څلور متریک ټنه کلني غنم مو لرل خو زموږ په راتګ سره یو میلیون مټریک غنم ډېر شوي دي.»

د ښاغلي عبدالکبیر په وینا؛ په ډېر لږ وخت کې به د قوش تېپې کانال په بشپړېدو سره به دوه میلیون مټریک غنم هم پوره کړي.

عبدالکبیر دا په خپلې وینا؛ کې هم وویل چې مخکې به عواید د ګمرکاتو له لارې د غلو جیبونو ته تلل. «اوس د خیانت جرئت څوک نه لري.»

د قوش تېپې کانال په افغانستان او سیمه کې د اوبو یو له سترو کانالونو څخه دی، چې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه پیلېږي او د امو سیند اوبه د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته لېږدوي.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د لوړ لګښت په مصرفولو د قوش تېپې کانال پروژې پلي کولو ته ډېر پام اړولی دی.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند: داعش د پاکستان له خاورې را اوړي او زموږ پر ضد کارول کیږي

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د پاکستان د پوځ د ویاند تازه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته داعش را اوړي او د دوی پر ضد کارول کیږي، چې باید پاکستان یې ځواب ورکړي.

تازه د پاکستان د پوځ ویاند په راولپنډۍ کې د خبري غونډې پر مهال وویل، چې په سیمه کې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مهم کردار ادا کوي.

هغه وویل، چې ټي ټي پي د افغان خاورې په کارولو سره د دوی پر ضد فعاليت کوي او پاکستان په هره کچه له طالبانو سره مرسته کړې؛ خو د افغانستان موقت حکومت (طالبان) لا هم پر ژمنو عمل نه دی کړی او شواهد ښيي، چې ټي ټي پي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

100%

بل خوا د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعاوې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لرې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند د داسو د پېښې اصلي عاملین افغانان ګڼلي وو؛ خو خوارزمي وايي، چې د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان د پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي اتباعو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله کونکو سره همکاري په ډاګه کوي، چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجې دی.

نوموړی وايي، چې دوی له خپلې خوا د چین هېواد ته په دې مورد ډاډ ورکړی او هغوی هم په حقیقت پوه شوي دي، چې دوی په داسې موضوعاتو کې ښکیل نه دي.

خوارزمي زیاته کړې: "موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو، چي د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي، د هغوی خاوره زموږ پر ضد کارول شوې او پېښې له هغه هېواد څخه تنظیمیږي، چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي."

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمي په ګټه بولو او د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ورورۍ او ښو اړیکو باور لري.

د پاکستان او طالبانو تر منځ د ترهګرو پر موجودیت ناندرۍ وروسته له هغه پيل شوې، چې په کابل کې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل او په ورته وخت کې پاکستاني طالبانو په پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړل.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي د کابل په سرای شمالي کې یې ۴ طالبان وژلي

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۲۱:۰۵ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې د سې شنبې ماښام( د غویي ۱۸مه) یې د کابل د خیرخانې په سرای شمالي سیمه کې یې ۴ طالبان وژلي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د دې جبهې جنګیالیو د خیرخانې سرای شمالي سیمه کې د طالبانو یوې پوستې ته څېرمه د دې ډلې استخباراتو په یوې ډلې برید کړی.

جبهه زیاتوي، چې د طالبانو دغې ډلې یو شمېر ملکي کسان د خیرخانې سیمې څخه د ښار مرکز ته انتقالول.

دغه ډله وایي، چې د دواړو لورو تر منځ جګړې لس دقیقې دوام وکړ، چې په پایله کې یې یو شمېر نیول شوي ملکي کسان د طالب وسله والو له بنده په تېښته بریالي شول.

د دغې ډلې د څلورو وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې دي او د ټپيانو دقيق شمېر یې معلوم نه دى.

د افغانستان د ازادۍ جبهۍ په تېرو څو میاشتو کې په کابل اود افغانستان په نورو ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې بریدونه کوي.