• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوي عبدالکبیر: د قوش‌تېپې کانال په بشپړېدو به افغانستان د غنمو له اړخه پر ځان بسیا شي

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۲۲:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال وایي، چې د قوش‌تیپې کانال په بشپړېدو سره به افغانستان د غنمو له اړخه پر ځان بسیا شي. مولوي عبدالکبیر دا خبره د سې شنبې په ورځ (د می په اوومه) پروان ولایت کې یوې لویې ولسي غونډې ته ویلي دي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې: «موږ په یوه کال کې اووه میلیون مټریک ټن غنمو ته اړتیا لرو، چې زموږ له راتګ مخکې څلور متریک ټنه کلني غنم مو لرل خو زموږ په راتګ سره یو میلیون مټریک غنم ډېر شوي دي.»

د ښاغلي عبدالکبیر په وینا؛ په ډېر لږ وخت کې به د قوش تېپې کانال په بشپړېدو سره به دوه میلیون مټریک غنم هم پوره کړي.

عبدالکبیر دا په خپلې وینا؛ کې هم وویل چې مخکې به عواید د ګمرکاتو له لارې د غلو جیبونو ته تلل. «اوس د خیانت جرئت څوک نه لري.»

د قوش تېپې کانال په افغانستان او سیمه کې د اوبو یو له سترو کانالونو څخه دی، چې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه پیلېږي او د امو سیند اوبه د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته لېږدوي.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د لوړ لګښت په مصرفولو د قوش تېپې کانال پروژې پلي کولو ته ډېر پام اړولی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند: داعش د پاکستان له خاورې را اوړي او زموږ پر ضد کارول کیږي

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د پاکستان د پوځ د ویاند تازه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته داعش را اوړي او د دوی پر ضد کارول کیږي، چې باید پاکستان یې ځواب ورکړي.

تازه د پاکستان د پوځ ویاند په راولپنډۍ کې د خبري غونډې پر مهال وویل، چې په سیمه کې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مهم کردار ادا کوي.

هغه وویل، چې ټي ټي پي د افغان خاورې په کارولو سره د دوی پر ضد فعاليت کوي او پاکستان په هره کچه له طالبانو سره مرسته کړې؛ خو د افغانستان موقت حکومت (طالبان) لا هم پر ژمنو عمل نه دی کړی او شواهد ښيي، چې ټي ټي پي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

100%

بل خوا د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعاوې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لرې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند د داسو د پېښې اصلي عاملین افغانان ګڼلي وو؛ خو خوارزمي وايي، چې د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان د پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي اتباعو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله کونکو سره همکاري په ډاګه کوي، چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجې دی.

نوموړی وايي، چې دوی له خپلې خوا د چین هېواد ته په دې مورد ډاډ ورکړی او هغوی هم په حقیقت پوه شوي دي، چې دوی په داسې موضوعاتو کې ښکیل نه دي.

خوارزمي زیاته کړې: "موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو، چي د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي، د هغوی خاوره زموږ پر ضد کارول شوې او پېښې له هغه هېواد څخه تنظیمیږي، چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي."

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمي په ګټه بولو او د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ورورۍ او ښو اړیکو باور لري.

د پاکستان او طالبانو تر منځ د ترهګرو پر موجودیت ناندرۍ وروسته له هغه پيل شوې، چې په کابل کې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل او په ورته وخت کې پاکستاني طالبانو په پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړل.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي د کابل په سرای شمالي کې یې ۴ طالبان وژلي

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۲۱:۰۵ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې د سې شنبې ماښام( د غویي ۱۸مه) یې د کابل د خیرخانې په سرای شمالي سیمه کې یې ۴ طالبان وژلي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د دې جبهې جنګیالیو د خیرخانې سرای شمالي سیمه کې د طالبانو یوې پوستې ته څېرمه د دې ډلې استخباراتو په یوې ډلې برید کړی.

جبهه زیاتوي، چې د طالبانو دغې ډلې یو شمېر ملکي کسان د خیرخانې سیمې څخه د ښار مرکز ته انتقالول.

دغه ډله وایي، چې د دواړو لورو تر منځ جګړې لس دقیقې دوام وکړ، چې په پایله کې یې یو شمېر نیول شوي ملکي کسان د طالب وسله والو له بنده په تېښته بریالي شول.

د دغې ډلې د څلورو وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې دي او د ټپيانو دقيق شمېر یې معلوم نه دى.

د افغانستان د ازادۍ جبهۍ په تېرو څو میاشتو کې په کابل اود افغانستان په نورو ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې بریدونه کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند: له طالبانو سره مو په هره کچه مرسته کړې خو دوی خپلې وعدې پوره نه کړې

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۹:۱۱ GMT+۱

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وايي، چې په دې وروستیو کې ټول ترهګر په افغانستان کې دي او د طالبانو حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړي.

نوموړي نن سې شنبه په راولپنډۍ کې د خبري غونډې پر مهال وویل، چې په سیمه کې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مهم کردار ادا کوي.

هغه وویل، چې ټي ټي پي د افغان خاورې په کارولو سره د دوی پر ضد فعاليت کوي او پاکستان په هره کچه له طالبانو سره مرسته کړې؛ خو د افغانستان موقت حکومت (طالبان) لا هم پر ژمنو عمل نه دی کړی او شواهد ښيي، چې ټي ټي پي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

نوموړی وايي، چې تر اوسه ۵۶۳ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي؛ خو میلیونونه نور افغانان لا هم په پاکستان کې مېشت دي.

هغه وویل: "د افغان کډوالو په موجودیت سره نه یوازې دا چې زموږ پر معیشتي حالت بوج راځي؛ بلکې د پاکستان امنیت ته هم زیات لري."
د پاکستان د پوځ ویاند زیاتوي، چې د داسو ډيم بريد له افغانستان څخه پلان شوى و او ځانمرګی برید کوونکی هم افغان و.

هغه زیاته کړې ده، چې په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې افغانان لاس لري او د پاکستان پوځ به یې پر وړاندې جدي برخورد کوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان د پوځ چارواکي دا ډول څرګندونې کوي؛ بلکې له دې وړاندې د پوځ د لوی درستیز په ګډون د دفاع وزیر او ګڼو سیاستوالو ویلي وو، چې ټي ټي پي د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي او د پاکستان پر وړاندې جنګیږي.

طالبانو بیا د پاکستاني چارواکو تازه څرګندونو ته څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې د طالبانو د ویاند په ګډون د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو چارواکو پاکستاني چارواکو ته ویلي وو، چې د خپلې ناکامۍ پړه دې پر دوی نه اچوي.

د سې شبنې بې پایلې ناسته: په بدخشان کې اعتراض کوونکي د پراخو لاریونو لپاره چمتو دي

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۸:۰۷ GMT+۱

په بدخشان کې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو له استازو سره د سې شنبې د ورځې غونډه بې پایلې پای ته رسېدلې او اعتراض کوونکي چمتو دي، چې پراخ لاریون وکړي؛ خو د طالبانو ویاند بیا ویلي، چې ستونزه حل شوې ده.

د سرچينې په خبره، چې طالبانو لاريون کوونکو ته د زورزیاتي او زنداني کولو ګواښونه کړي دي.

د بدخشان په درېیو ولسوالیو کې د پراخو لاریونونو په دوام او په درایم او ارګو ولسوالیو کې د دوو ملکي کسانو له وژل کېدو سره د طالبانو د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ د طالبانو پلاوی هڅه کوي؛ څو د لاریون کوونکو له استازو سره د تاوتریخوالو د پای ته رسولو په برخه کې هوکړې ته ورسېږي.

د سې شنبې په ورځ سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل: « پهلوان شمس الدین چې د طالبانو د پلاوي غړی او د ملاهبت الله د فرمان تعقیب او عملي کوونکی دی، د خلکو د وهلو او وژلو ګواښ کړی دی.»

همدا راز طالبانو یوشمېر اعتراض کوونکو ته مستقیم پیغام استولی او ګواښ یې کړی، چې که په لاريونونو کې ګډون وکړي بندیان به شي.

د ځايي خلکو يوه اساسي غوښتنه له بدخشانه د نورو سېمو څخه د راغلو طالبانو وتل دي.

د سرچينې په وينا؛ طالبانو ويلي، چې د خپلو ځواکونو د ځای پر ځای کولو په تغيراتو بوخت دي.

دا لا معلومه نه ده، چې د دغو ځواکونو ځای به څوک ډکوي.

سرچينې زياته کړې، چې د خلکو استازو سيمې ته د سيمه ييزو طالبانو پر لېږد موافقه کړې ده.

د هغو دوو کسانو په اړه، چې څو ورځې مخکې د درایم او ارګو په ولسواليو کې ووژل شول، طالبانو وویل، چې عاملين لا نه دې نيول شوي او د هويت په اړه يې هم معلومات نه دي شریک کړي.

د دې ډلې پلاوي له خلکو وغوښتل، چې د شکایتونو په صورت کې به د دوی غوښتنو ته پر وخت ځواب وايي.

سرچینو د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د طالبانو د زیات شمېر ځواکونو د ځای پرځای کېدو خبر ورکړی دی.

سيمه ييزو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې طالبانو له درایم او ارګو ولسواليو څخه ۳۵ لاریون کوونکي او اعتراض کوونکي د طالبانو د پوځ له مشر فصیح الدین فطرت سره د خبرو لپاره فيض اباد ته بيولي دي.

د ځايي سرچينو په وينا؛ دغه کسان نن سهار فيض اباد ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د پوځ مشر دوې ورځې وړاندې له اعتراض کوونکو سره د خبرو لپاره بدخشان ته تللی و.

په بدخشان کې له اعتراضونو وروسته طالبانو د خپلو وسله والو د احتمالي بدلون خبر ورکړی

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۷:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې له ځايي مشرانو سره تر خبرو وروسته پرېکړه وشوه، چې بدخشان ته د کوکنارو د کروندو د اړولو لپاره استول شوي وسله وال بدل کړي.

عبدالمتين قانع رسنيو ته ويلي، لاريون کوونکي غواړي پر خلکو د ډزو عاملين محاکمه کړي.

له تېرې جمعې راهیسې د درایم او ارګو ولسوالیو خلکو د وسله والو طالبانو د ناوړه چلند پر ضد لاریون وکړ.

د لاریون کوونکو په وینا؛ د طالبانو ډلې غړو د دوی د ځپلو لپاره ډزې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي: "موږ به هغه کسان محاکمو ته معرفي کړو، چې پر مظاهره کوونکو یې ډزې کړې وې."

تر دې وړاندې هم طالبانو د درایم ولسوالۍ پنځه قومي مشران له طالبانو سره د خبرو لپاره فیض اباد ته لېږدولي وو؛ خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.