• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قوش تېپه جام کې امو لوبډلې لومړنی بری وګاټه

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې په قوش تېپه جام کې نن امو زون لوبډلې بوست زون ته د ۶۸ منډو په توپیر ماتې ور کولو سره په روانو سیالیو کې لومړنۍ بریا خپله کړه. امو لوبډلې د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره یې په شلو اورونو کې ۱۸۵ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې بوست لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۷ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

په کابل کې د قوش تېپې جام سیالیو کې هره ورځ دوه لوبې کېږي.

تر امو او بوست لوبډلو مخکې د بند امیر او مس عینک لوبه وه.

بند امیر سیالې لوبډلې ته په ماتې ور کولو سره پرلپسې څلورم بری خپل کړ.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

اذلان شاه هاکي کپ: پاکستان ۵ - ۴ کاناډا لوبډلې ته ماته ورکړه

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۱۳:۳۹ GMT+۱

د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰م پړاو سياليو کې نن چهار شنبه پاکستان لوبډلې ۵ پر ۴ کاناډا لوبډلې ته ماته ورکړه. دا د پاکستان څلورمه لوبه وه، چې د ماليزيا په ايپور ښار کې تر سره شوه.

پاکستان د دې لوبې په بريا سره د ۱۰ نومرو په ترلاسه کولو د جدول د سر ځای ونیولی او پايلوبې ته يې لاره پېدا کړه.

په دې سياليو کې پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد ماليزيا ته ۵ – ۴ او جنوبي کوريا ته ۴ - ۰ په مقابل کې ماتي ورکړې وې او درېيمه لوبه یې د جاپان سره ۱ په ۱ مساوي کړې وه.

د اذلان شاه هاکي کپ په دې سياليو کې د کوربه ماليزيا په ګډون شپږ لوبډلې پاکستان، کوريا، جاپان، نيوزيلنډ او کاناډا لوبډلې لوبيږي.

تر دې وړاندي په همدې سياليو کې پاکستان د درېيم مقام په ګټلو سره د برونزو مډال تر لاسه کړی و.

د قوش تيپې شل اوره جام: بندامير مس عینک ته په ماتې ور کولو څلورم پرلپسې بری وګاټه

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۱

په افغانستان کې د قوش تيپې شل اوره جام سياليو کې بندامير مس عینک لوبډلې ته په پنځو منډو ماته ورکړه او څلورم پرلپسې بری يې وګاټه. دغه سيالۍ په کابل کې پيل شوط او هره ورځ پکې دوې لوبې تر سره کيږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د قوش تيپې شل اوره جام د چهار شنبې د ورځې سیالیو کې د لوبې پچه بندامير لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بندامير لوبډلې په شلو اورونو کې د خپلو ۸ لوبغاړو په زيان ۱۱۵ منډې هدف وټاکه.

د بندامير په لوبډله کې صدیق اتل له نورو لوبغاړو ډېرې او ۲۵ مندې جوړې کړې.

د مس عینک په توپ اچوونکو کې محمد ریاض او واحدالله ځدراڼ د بندامير دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخي، بندامير لوبډلې د ښې توپ اچونې له امله له خپل هدف څخه په ښه ډول دفاع وکړه او مس عینک لوبډلې ته يې د ۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.

بندامير لوبډله د ملي لوبډلې د کفتان هشمت الله شهيدي او مس عينک لوبډله د ابراهیم ځدران په لوبډلمشرۍ لوبيږي.

د نن چهار شنبې د ورځي د همدې سيالیو دوهمه لوبه د امو او بست لوبډلو تر منځ ده.

امو لوبډلې پچه ګټلې او لومړی توپوهنه کوي.

د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې سرېلانکا ته په پنځمه لوبه کې په پنځو وېکټو ماتې ورکړه

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۱ GMT+۱

د افغان ابداليانو په نوم د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د سرېلانکا الف لوبډلې ته په پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې په پنځو وېکټو ماته ورکړه. د افغان ابداليانو او سرېلانکا الف کرېکټ لوبډلو ترمنځ د يو ورځنيو پنځو لوبو لوبلړۍ ۳ د ۲ په مقابل کې سرېلانکا لوبډلې وګټله.

د افغانستان او سرېلانکا الف لوبډلو ترمنځ نن د پنځمې وروستۍ یو ورځنۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

سريلانکا الف کرېکټ لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان ابداليانو ته ۱۹۷ مندې هدف وټاکه.

سريلانکايي توپوهونکي پسيندو سوريا بندارا په ۹۲ توپونو تر نورو لوبغاړو ډېري ۷۰ مندې جوړې کړې.

د افغان ابداليانو کرېکټ لوبډلې په توپ اچونه کې نويد ځدران ۴ او ننګيال خروټي ۳ سريلانکايي لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبغاړو دغه هدف د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۵ اور کې پوره کړ.

د افغان ابداليانو په لوبډله کې رياض حسن په ۱۱۷ توپونو ناسوځېدلی ۷۴ او شاهدالله کمال په ۶۸ توپونو ۴۷ منډې جوړئ کړې.

د افغان ابداليانو او سرېلانکا الف کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لومړۍ درې پرله پسې لوبې سريلانکا او وروستۍ دوې لوبې افغان الف لوبډلې وګټلې.

په دې سره کوربه لوبډلې سرېلانکا دا لوبلړۍ ۳ د ۲ په مقابل کې په خپل نوم کړه.

د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډله د ۲۰ اوره او یو ورځينو لوبو لپاره لندن ته لاړه

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۱

د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډله د انګلستان ښځينه کرېکټ لوبډلې سره د شل اوره او يو ورځينو سیالیو لپاره پرون لندن ته رسېدلې ده. دواړه لوبډلې به درې شل اوره او درې يو ورځنۍ لوبې سره وکړي.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې د ندا ډار په مشرۍ ۱۷ کسيزه لوبډله به له سیالې لوبډلې سره د دې سياليو لومړۍ شل اوره لوبه د همدې می مياشتې په ۲۴مه په برمنګهم ښار کې وکړي.

په بهر کې د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې دا سیالۍ له هغه وروسته دي چې څو ورځي وړاندې یې په خپل کور کې د پنځو شل اوره او د ۳ يو ورځنيو لوبو په دواړه لوبلړیو کې له ويسټ انډيز ماتې وخوړه.

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر: که مو لوبډله نړېوال جام وګټي هر لوبغاړي ته به سل زره ډالر ورکړم

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۶:۰۶ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي له ایرلینډ او انګلېنډ سره د لوبلړۍ او په نړېوال جام کې د ګډون په موخه د یاد هېواد ملي لوبډلې د تلو پر مهال د لاهور په قذافي لوبغالي کې لیدلي او خپلې لوبډلې ته یې ویلي که نړېوال جام وګټي پر لوبډله به د ډالرو باران وکړي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ د راپور له مخې د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره په لیدنه کې ویلي: «د نړېوال جام ګټلو په صورت کې به پر لوبډله د ډالرو باران وکړي.»

په دغه لیدنه کې محسن نقوي ویلي، د نړېوال شل اوریز جام ګټلو په صورت کې به هر لوبغاړي ته سل زره ډالر ورکړي.

محسن نقوي هیله څرګنده کړې چې دا ځل به یې لوبډله د پاکستان زرغون بیرغ رپانده وساتي.

نړېوال شل اوریز جام د ویسټ انډیز او امریکا په کوربه توب د جون په لومړۍ نېټه ترسره کیږي.

د نړېوال جام له پیل وړاندې د‌پاکستان لوبډله له ایرلینډ او انګلېنډ لوبډلو سره د یادو هېوادونو په کوربتوب لوبلړۍ ترسره کوي.

د پاکستان کرېکټ بورډ داسې مهال د کرېکټ شل اوریز نړېوال جام د ګټلو په صورت کې خپلې لوبډلې ته د ډالرو د ورکولو خبره کړې چې یاد هېواد په خپله میلیونونه ډالر له نړېوال بانک څخه پوروړی دی.