• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر: که مو لوبډله نړېوال جام وګټي هر لوبغاړي ته به سل زره ډالر ورکړم

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۶:۰۶ GMT+۱

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي له ایرلینډ او انګلېنډ سره د لوبلړۍ او په نړېوال جام کې د ګډون په موخه د یاد هېواد ملي لوبډلې د تلو پر مهال د لاهور په قذافي لوبغالي کې لیدلي او خپلې لوبډلې ته یې ویلي که نړېوال جام وګټي پر لوبډله به د ډالرو باران وکړي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ د راپور له مخې د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره په لیدنه کې ویلي: «د نړېوال جام ګټلو په صورت کې به پر لوبډله د ډالرو باران وکړي.»

په دغه لیدنه کې محسن نقوي ویلي، د نړېوال شل اوریز جام ګټلو په صورت کې به هر لوبغاړي ته سل زره ډالر ورکړي.

محسن نقوي هیله څرګنده کړې چې دا ځل به یې لوبډله د پاکستان زرغون بیرغ رپانده وساتي.

نړېوال شل اوریز جام د ویسټ انډیز او امریکا په کوربه توب د جون په لومړۍ نېټه ترسره کیږي.

د نړېوال جام له پیل وړاندې د‌پاکستان لوبډله له ایرلینډ او انګلېنډ لوبډلو سره د یادو هېوادونو په کوربتوب لوبلړۍ ترسره کوي.

د پاکستان کرېکټ بورډ داسې مهال د کرېکټ شل اوریز نړېوال جام د ګټلو په صورت کې خپلې لوبډلې ته د ډالرو د ورکولو خبره کړې چې یاد هېواد په خپله میلیونونه ډالر له نړېوال بانک څخه پوروړی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې سرېلانکا ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۱۷:۴۰ GMT+۱

د افغان ابداليانو کرېکټ لوبډلې د سرېلانکا الف لوبډلې څخه څلورمه یو ورځنۍ لوبه په څلورو وېکټو وګټله. افغان ابدالیانو لوبډلې د درې پرله پسې ماتې خوړلو وروسته وکولای شول، چې د «ریاض حسن» د۱۰۶ منډو په جوړېدو بریا خپله کړي.

د افغانستان او سرېلانکا الف لوبډلو ترمنځ د نن یکشنبې د ورځي د څلورمې یو ورځنۍ لوبې پچه افغانستان وګټل او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

سرېلانکا الف کرېکټ لوبډلې په ۵۰ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۵ منډې هدف وټاکه.

سرېلانکايي لوبغاړو نشیان مدوشکا په ۱۲۷ توپونو ۱۱۵ او سونال دینوشا په ۷۸ توپونو ۷۸ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې جوړې کړې.

په افغان توپ اچوونکو کې بلال سمېع او قېس احمد هره یو درې - درې سرېلانکايي لوبغاړي وسوځول.

د افغان ابدالیانو د لوبډلې په توپوهنه کې رياض حسن په ۱۲۸ توپونو ۱۰۶، زبيد اکبري په ۸۳ توپونو ۶۸ او ننګيال خروټي په ۲۹ توپونو ۴۰ مندي جوړي کړې او دغه هدف يې په ۴۹.۴ اور کې پوره کړ.

دا لوبه د سرېلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوه.

د دې يو ورځنيو سياليو وروستۍ راتلونکې لوبه به د راتلونکې سې شنبې په ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

له سریلانکا څخه د څلورمې یو ورځنۍ لوبې پچه افغان الف لوبډلې ګټلې او لومړی توپ اچونه کوي

۱۶ غویی ۱۴۰۳ - ۵ می ۲۰۲۴، ۰۶:۴۴ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې او سریلانکا الف لوبډلې تر منځ د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ شپږ ورځې وړاندې پیل شوې او افغان لوبدلې په دغې لوبلړۍ کې خپلې سر په سر درې لوبې سریلانکا لوبډلې ته بایللې دي. د ننۍ لوبې پچه افغان الف لوبډلې ګټلې او لومړی توب اچونه کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، نن یک شنبې د (غوايي ۱۶مه) د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې او سریلانکا الف لوبډلې تر منځ د یو ورځنیو سیالیو څلورمه لوبه ترسره کیږي.

کرېکټ بورډ وايي، د یادې سیالۍ پچه د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې ګټلې او د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه یې کړې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د اکرام علیخیل په لوبډلمشرۍ د کرېکټ الف لوبډله د یو ورځینو سیالیو د لوبلړۍ ترسره کېدو په موخه لیږلې ده.

په نننۍ سیالۍ کې، ریاض حسن، زبید اکبري، شاهد الله کمال، درویش رسولي، اکرام عالیخیل، بلال احمد ترین، قیس احمد، نوید ځدران، ننګیال خروټی، سلیم صافی، او بلال سمیع د سریلانکا الف لوبډلې په وړاندې لوبیږي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د الف لوبډلې او سریلانکا الف لوبډلې تر منځ د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍشپږ ورځې وړاندې پیل شوې او افغان لوبدلې په دغې لوبلړۍ کې خپلېسر په سر درې لوبې سریلانکا لوبډلې ته بایللې دي.

ويسټ انډيز ښځينه کرېکټ لوبډلې له پاکستان څخه په خپل کور کې د لوبو دوه لوبلړۍ وګټلې

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۸:۵۲ GMT+۱

د پاکستان او ويسټ انډيز ښځینه کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزه لوبود لوبلړۍ څلور لوبې ويسټ انډيز لوبډلې وګټلې. د ويسټ انډيز ښځینه کرېکټ لوبډلې له پاکستانه د درې يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ګټلې وه.

دغه سيالۍ د پاکستان په کوربتوب د کراچي په نشنل بانک لوبغالي کې تر سره شوې.

د پاکستان او ويسټ انډيز ښځينه کرېکټ لوبډلو د شل اوریزه لوبو د پنځمې لوبې پچه ويسټ انډيز لوبډلې وګټله او پریکړه یې وکړه چې توپوهنه وکړي.

د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبغاړو په شل اورنو کې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو سيالي لوبډلې ته ۱۳۴ منډې هدف وټاکه.

پاکستانۍ توپوهنکي سیدرا امین په ۵۲ توپونو ۴۸ مندې جوړې کړې.

د ویسټ انديز ښځينه لوبغاړو دغه هدف په ۱۸.۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د لوبلړۍ وروستی لوبه یې د ۸ ويکټو په توپير سره وګټله.

د ویسټ انډیز ښځینه کرکټ ملي لوبډلې په پنځمه شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته په ۸ ویکټو ماتې ورکولو سره دغه لوبلړۍ ۴ د يو په مقابل کې وګټله.

تر دې لوبو وړاندي د ويسټ انډيز د ښځو کرېکټ لوبډلې له پاکستانه د درې يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ هم درې د صفر پر وړاندي ګټلې وه.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ کې د هرات سرخپوشان او د فارياب سرسبز باشلر لوبې وګټلې

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د افغانستان فوټبال فدراسيون وايي، چې د فوټبال اتلانو لیګ دریم پړاو سياليو کې نن شنبه فارياب سرسبز یاشلر لوبډلې د سرپل اف سي لوبډلي څخه لوبه وګټله او کابل استقلال لوبډلې بيا په لوی توپير د هرات له سرخپوشان لوبډلې ماته وخوړه

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، د نن لومړۍ لوبه فارياب سرسبز ياشلر لوبډلې ۲ د ۱ په مقابل کې له سرپل اف سي لوبډلې څخه وګټله.

د فدراسیون د خبر له مخي، د نن دوهمه لوبه کې کابل استقلال لوبډلې ۶ د صفر په مقابل کې له هرات سرخپوشان لوبډلې ماته وخوړه.

پرون د دې سياليو لومړۍ لوبه کندهار عينومېنې ۲ د ۱ په مقابل کې له فراه عدلت لوبډلې او د فاریاب خراسان لوبډلې بيا ۲ د یو په مقابل کې د پکتيا له واحدي لوبډلې ګټلې وې.

د فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ په کابل کې شروع شوې او هره ورځ پکې دوې لوبې کيږي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځیني لوبغاړي د ټیسټ لوبې لپاره سريلانکا ته روان شول

۱۵ غویی ۱۴۰۳ - ۴ می ۲۰۲۴، ۱۳:۰۶ GMT+۱

افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړ، چې د سريلانکا الف لوبډلې سره د ټيسټ لوبې لپاره د افغان ابداليانو یو شمېر لوبغاړي دغه هېواد ته روان شول. د دواړو هېوادونو د الف کرېکت لوبډلو ترمنځ څلور ورځنۍ لوبې به د مې مياشتي په ۱۱ پيل او تر ۱۴ به دوام وکړي.

د افغانستان او سريلانکا الف کرېکټ لوبډلو ترمنځ ټیسټ لوبه به د دې هېواد په پلازمېنه کولمبو کې تر سره شي.

کرېکټ بورډ لا تر اوسه د دې ټيسټ لوبې لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ نه دی نشر کړی.

د افغان ابداليانو الف لوبډله دامهال د سريلانکا کريکټ لوبډلې سره په يو ورځنيو لوبو بوخته ده.

سرېلانکا لوبډلې له افغان لوبډلې درې يو ورځنۍ لوبې ګټلې دي.