‏ طالبان وایي، چې له افغانستانه د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې له افغانستانه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شوی.
‏د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون په اېکس پاڼه د دغه وزارت له قوله لیکلي، چې تېره شپه د دغو حاجیانو د لېږد لومړنۍ الوتکه مدینې منورې ته ورسېده.

د دغه وزارت په وینا، په دغې لومړۍ الوتکه کې له افغانستانه شاوخوا ۲۳۰ حاجیان مدینې منورې ته ولېږدول شول.
ورته مهال د طالبانو‏ د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب د افغان حاجیانو د لومړۍ ډلې د لېږد په مراسمو کې ویلي، چې سږکال حاجیانو ته د ښه خدمتونو د ترسره کولو په موخه د کاري کمېټو کارکوونکي تر نورو کلونو مخکې مدینې منورې ته لېږل شوي دي؛ خو له بل پلوه ډېری افغان حاجیان له دغې پروسې ناخوښه دي.
ډېری حاجیان وایي، چې طالبان تر ډېره هڅه کوي خپل کسان حج ته ولېږدوي او د عامو خلکو پرتله د طالبانو ونډه په کې ډېره ده او ګڼو حکومتي چارواکو د دغې فریضې د ادا کولو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو