شهاب‌الدین دلاور: چین ته مو ویلي، چې په یوه میاشت کې دې د مس عینک کان د سپړلو چارې پيل کړي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر وايي، د تېري یو نېمې لسیزې راهیسې د مس عینک کان کارونه په ټپه ولاړ و، اوس یې چین ته یوه میاشت وخت ورکړی چې د دغه کان د استخراج عملي چارې پیل کړي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د یادې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور ویډیویي پیغام خپور کړی چې نوموړی وايي، چین ته یې یوه میاشت وخت ورکړی چې د مس عینک کان د استخراج عملي چارې پیل کړي.
نوموړی وایي، د چین د قراردادي شرکت ټولې پلمې پای ته رسېدلې او باید د یاد کان د استخراج کار پیل کړي.
دلاور وايي:« زموږ له لوري ټول کارونه بشپړ شوي، دوی د اوبو غوښتنه کړې، د اوبو او انرژۍ وزارت ژمنه وکړه چې هغه ورته برابروي. همداسې چې نور څه ستونزې وي د دوی له‌خوا د تاریخي ابدو له پلوه؛ نو د اطلاعات او کلتور وزارت ورته ویلي په هغو برخو کې هغوی ورسره مرسته کوي، د دوی ټولې پلمې نورې ختمې شوې دي.»
همدارنګه نوموړی وايي:« دوی ته موږ یوه میاشت وخت ورکړی و، چې خپله پروژه نوره تنظیم کړي او خپل پلان وړاندې کړي او عملي کار پیل کړي؛ نو اوس به انشاالله پر سړکونو کار پیلېږي، د اوبو تنیظم ورته برابرېږي او د برېښنا فابریکه ورته جوړېږي، چې تولید به یې ۴۰۰ مېګاواټه وي.»
شهاب الدین دلاور وايي، د چین سفیر ته یې په خپلو خبرو کې ویلي چې افغانستان د پروژې د ځنډ په برخه کې نور وخت نه شي ورکولای.
د طالبانو دغه وزیر وايي، د لوګر د مس عینک پروژې د استخراج چارې د تېرو ۱۶ کالو څخه ځنډېدلي او له چین څخه يي په کلکه غوښتنه کړې چې له دغه کان څخه د استخراج چارې ژر تر ژره پیل کړي؛ خو په تېرو کلونو کې د همدغې ډلې د امنیتي مزاحمتونو له امله د دغې پروژې چارې په ټپه درېدلې وې.

نور خبرونه

رادیو