‏د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: متحده عربي اماراتو د ۴۲ بندي افغانانو د خلاصون پرېکړه کړې ده

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد وایي، چې د دغه وزارت په لارښوونه او همغږۍ په کوربه هېواد کې ۴۲ افغانان چې د متحده عربي اماراتو په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو، د خلاصون پرېکړه یې شوې ده.

نوموړي په اېکس پاڼه کاږلي، چې د اماراتو د حکومت مشرتابه د عفوې له فرمان څخه برخمن شوي یوشمېر دغه بندیان راخلاص شوي او پاتې کسان به په نږدې راتلونکې کې خوشې شي؛ خو د دغو بندیانو د خلاصون نېټې او شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
‏نوموړي لیکلي:« موږ ژمن یو، چې د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو وګړو له وضعیته ځان باخبره وساتو او د هغوی د ستونزو د حل په موخه به کوټلي ګامونه اخلو.»
هغه د دغو کسانو د جرم په اړه هم څه نه دي ویلي.
په تېرو وروستیو کې په بهرنیو هېوادونو کې ډېر افغانان په بېلابېلو جرمونو بندیان شوي.
همدا تېره ورځ هم د بشري حقونو سازمان حال‌وش خبر ورکړی و، چې د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۱۹مه) د کرمان په زندان کې یو ۴۰ کلن افغان بندي اعدام شوی دی.
له بل پلوه دوه ورځې وړاندې د کډوالۍ نړۍوال سازمان په راپور کې راغلي وو، چې د ۲۰۲۳ کال سېپټمبر میاشتې راهیسې په پاکستان کې د څه باندې ۳۱ زره افغانانو د نیولو او توقیف راپورونه هم ورکړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو