• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر رفح د اسراییل د برید له پیل سره م.م. غزې ته د مرستو پر رسولو اندیښنه ښودلې

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۱۶:۵۹ GMT+۱

ملګرو ملتونو نن خبرداری ورکړ ی چې غزې تړانګې ته د مرستو لیږد به په څو ورځو کې ودریږي، ځکه چې اسراییلي سرتیرو له فلسطیني جنګیالیو سره خپله ځمکنۍ جګړه رفح ښار ته رسولې. رفح ته چې د جګړې له امله ګڼو خلکو پناه وړې د د قحطۍ له ګواښ سره د مخ غزې لپاره د مرستو رسولو مهمه لار بلل کیږي.

اسراییلي ټانکونو هغه عمومي سړک نیولی چې د رفح ښار ختیځې او لوېدیځې برخې سره وېشي او د ښار ختیځه برخه یې محاصره کړې ده.

د دغه برید له امله امریکا له خپل متحد اسراییل سره ځیني پوځي مرستې بندې کړې دي.

د رفح ښار اوسیدونکي وايي، چې نن یې د غزې تړانګې په سویلي څنډه او د دغه ښار په ختیځ او شمال ختیځو سیمو کې دوامداره چاودنې او د توپونو ډزې اوریدلې دي.

د هغوی په وینا، په سیمه کې د اسراییلي پوځ او حماس جنګیالیو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

حماس ویلي، چې د ښار په ختیځ کې یې یوه جومات ته څېرمه اسرايیلي ټانکونه په نښه کړي، هغه څه چې رفح ښار ته د اسراییلي ځواکونو ننوتل ښيي.‌

اسراییل د رفح له ختیځې برخې څخه ملکي وګړو ته د وتلو امر کړی او په لسګونو زره خلک یې اړ کړي چې له ښاره بهر سیمو کې پناه واخلي.

تر دې وړاندې څه باندې یو میلیون فلسطینیانو د اسراییل د بریدونو له ویرې رفح ښار ته پناه وړې وه.

اسراییل وايي، پر رفح ښار له برید پرته له حماس سره جګړه نه شي ګټلی او ادعا کوي چې د دغې ډلې زرګونه جنګلیاو په رفح ښار کې پناه اخیستي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ویلي، چې لا له وړاندې غزې ته د مرستو اکمالات محدود و او پر رفح ښار د اسراییل له برید وروسته کیدای شي چې د مرستو رسول په بشپړه توګه ودریږي، ځکه چې غزه کې د تیلو او خوراکي توکو زیرمې مخ په خلاصیدو دي.

په غزه تړانګه کې د یونیسف لوړ پوړي همغږي کوونکي، هامیش ینګ وویل، "له پنځو ورځو راهیسې، غزې ته هیڅ تیل او نورې بشري مرستې نه دي رسیدلې او موږ په زیرمو کې پاتې وروستۍ مرستې کاروو."

مرستندویه ادارې وايي، چې جګړې تر اوسه په سلګونو زره بې ځایه شوي ملکي وګړي له سختو زیانونو سره مخامخ کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

امریکا او تاجکستان د «ترهګرو» په څارلو کې همکاري سره کوي

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د تاجکستان لوی څارنوال رحمن یوسف زاده او د امریکا سفیر مانویل میکالر په دوشنبه ښار کې د «ترهګرو» د څارنې د سیستم د تطبیق لپاره د خپلمنځي همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. د تاجکستان د لوی څارنوال دفتر ویلي چې دا سیسټم اجازه ورکوي، چې د ټیکنالوژۍ له لارې د «ترهګرو» حرکت تعقیب کړي.

د تاجکستان د لویې څارنوالۍ دفتره په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي یوسفزاده او میکالر له افراطیت او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

د هغو ننګونو او ګواښونو په اړه د معلوماتو تبادله چې د تاجکستان او متحده ایالاتو امنیت تهدیدوي، د دواړو هیوادونو د اتباعو د حقونو او ګټو ساتنه، د افراطیت، تروریزم، سایبري جرمونو او پلاني بین المللي جرمونو مخنیوی او مبارزه د رحمان یوسف زاده او مانویل میکالر ترمنځ د خبرو نور موضوعات دي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان پرون په مسکو کې له خپل روسي سیال سره په کتنه کې وویل، تاجکستان له دېرشو کلونو راهیسې له افراطیت او ترهګرۍ سره مبارزه کوي او دې مبارزې ته به دوام ورکړي.

‏د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، ۱۱۰زره فلسطینیان له رفح ښاره تښتېدلي دي

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۱

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې په وینا، له هغه وخت راهیسې چې اسراییل د رفح ختیځ ته پوځي پرمختګ پیل کړی او پر ښار یې بریدونه زیات کړي، شاوخوا ۱۱۰ زره فلسطینیان له دغې سیمې تښتېدلي دي.

دغې ادارې زیاته کړه، دوی چې هرچیرې ځي د اسراییل د بریدونو له دوامدار ګواښ سره مخامخیږي.
دغې ادارې په اېکس پاڼه لیکلي:« د غزې په تړانګه کې هیڅ ځای خوندي نه دی او د ژوند شرایط خورا ناوړه دي.»
دغې ادارې یو ځل بیا په غزه کې د "سمدستي اوربند" غوښتنه کړې ده.

له بل پلوه د امریکا ولسمشر جو بایډن ګواښ کړی، چې پر رفح د برید په صورت کې به اسراییل ته د امریکا د وسلو لېږد بند کړي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یې هم په ځواب کې ویلي، چې هېڅ ډول فشار به دوی له خپل هېواده له دفاع را ونه ګرځوي.

هغه زیاته کړه: "موږ به یوازې ودرېږو."

اسراییل د هوايي بریدونو سربېره خپل ځواکونه د فلسطین په رفح بندر کې ځای پر ځای کړي او دغې سیمې ته د بشري مرستو لاره یې هم تړلې ده.

پوتین پر نازي جرمني د شوروي د بریا په مناسبت وايي: هیچا ته اجازه نه ورکوو چې روسیه وګواښي

۲۰ غویی ۱۴۰۳ - ۹ می ۲۰۲۴، ۱۵:۵۲ GMT+۱

پر نازي جرمني د پخواني شوروي اتحاد د بریا د کلیزې په مناسبت د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دویمه نړۍواله جګړه کې د متحدینو په وروستۍ بریا کې د شوروي اتحاد رول ته په اشارې سره وویل، چې مسکو به د بلې نړۍوالې جګړې د مخنیوي لپاره به هر هغه څه وکړي چې اړتیا یې وي.

د پوتین په خبره، چې که څه هم دوی د بلې نړۍوالې جګړې د مخنيوي لپاره هر ډول لازم اقداماتو ته تیار دي؛ مګر هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې روسیه ویجاړه کړي.

پوتین د پنجشنبې په ورځ (د می په ۲۰مه) د مسکو په سره میدان کې یوه لنډه وینا وکړه او ویې ویل، چې د روسیې اټومي وسلې او ځواکونه د تیارسئ په حالت کې دي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د اوکراین د اشغال لپاره د روسي ځواکونو د اکمالاتو له امله سږکال د مسکو په سره مېدان کې د حاضرو سرتېرو شمېر یو ځل بیا کم شوی دی.

د روسیې ولسمشر څرګنده کړه، چې د هېواد راتلونکی د روسیې د پوځیانو په لاس کې دی او ویې ویل: "روسیه له یوه ستونزمن حالت څخه تېرېږي."

پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې ناټو او متحدین یې د اوکراین ملاتړ کوي او دغې چارې پر اوکراین د روسیې جګړه اوږده کړې ده؛ خو په وروستیو میاشتو کې د مرستو د کمي له امله په جګړه کې د روسیې د برلاسۍ راپورونه ورکړل شوي وو.

د روانې میاشتې د غويي په اوومه د ناټو عمومي منشي ویلي وو، چې دغه سازمان په وروستیو میاشتو کې له اوکراین سره د مرستې لپاره خپلې ژمنې نه دي پوره کړي. ینس سټولټنبرګ د امریکا د ۶۱ میلیارده ډالرو مرستې تصویب ته په اشارې سره وویل، چې لا زیاتې مرستې په لاره دي او د اوکراین لپاره ډېر ناوخته نه دی چې له روسیې جګړه وګټي.

د بایډن د وسلو بندیز له ګواښ وروسته نتنیاهو: هېڅ فشار به زموږ له ځانه د دفاع مخه ونه نیسي

۲۰ غویی ۱۴۰۳ - ۹ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۱

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ګواښ وکړ، چې په رفح باندې د برید په صورت کې به اسراییل ته د امریکا د وسلو لیږد بند کړي، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې هېڅ ډول فشار به دوی له خپل هېواده له دفاع را ونه ګرځوي. هغه زیاته کړه: "موږ به یوازې ودریږو."

امریکايي ولسمشر خبرداری ورکړی، چې که اسراییل پر رفح برید وکړي؛ نو دغه هېواد ته به د امریکا د وسلو د استولو مخه ونیسي.

جوبایډن له سي این این سره په مرکه کې ومنله چې اسراییل په غزه کې د ملکي وګړو د وژلو لپاره امریکايي بمونه کاروي.

دا لومړی ځل دی، چې د امریکا ولسمشر پر غزې د اسراییل د بریدونو په اړه داسې خبرې کوي، چې غواړي پر تل ابیب فشار راوړي چې پر رفح د برید مخه ونیسي.

خو تر دې مخکې هم د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي وو، چې په رفح کې به پوځي عملیات دوام ولري.

اسراییل پر هوايي بریدونو سربیره خپل ځواکونه د فلسطین په رفح بندر کې ځای پر ځای کړي او دغې سیمې ته د بشري مرستو لاره یې تړلې ده.

د بلوچستان په ګوادر کې د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

۲۰ غویی ۱۴۰۳ - ۹ می ۲۰۲۴، ۰۵:۳۵ GMT+۱

د ګوادر په سربندان سيمه کې ۷ تنه په داسې حال کې په ډزو وژل شوي، چې په خپلو خونو کې ويده وو. د ګوادر یو پوليس چارواکي محسن علي ویلي، چې ناپېژانده کسانو په ګوادر کې د استوګنې پر کوارټر ډزې کړې دي چې په پایله کې يې اووه کسان وژلي او يو کس ژوبل شوی دی.

محسن علي وايي، وژل شوي او ټپيان د ګوادر روغتون ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، وژل شوي او ژوبل شوی کس د پنجاب د خانیوال ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

د محسن علي په خبره، دغه پېښه د شپې ناوخته درې بجې شوې ده.
څه موده وړاندې هم وسله‌والو د ګوادر په هوايي ډګر د بريد هڅه کړې وه، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو له‌خوا ناکامه شوې وه.
د پولیسو یوه سیمه‌ییز چارواکي ویلي، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

ورته مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي دغه پېښه په کلکه غندلې ده.
محسن نقوي ويلي، چې د قربانيانو له کورنيو سره د زړه له کومې خواخوږي څرګندوي.
له بل پلوه د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو هم دغه پېښه غندلې ده.
هغه ويلي، چې د بې ګناه مزدورانو وژنه ښکاره ترهګري ده او له ترهګرو سره به سخت چلند وشي.
د صوبايي حکومت وياند وايي د پېښې د پلټنې امر يې کړی او ويلي يې دي، چې دوی د ولسوالۍ له ادارې سره په تماس کې دي.