• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راشد خان: د بغلان غمجنې پیښې ډیر ودردولم، مرستو ته به ځانونه رسوو

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۱۷:۳۱ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ستوري راشد خان د شنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ویلي،‌ چې بغلان ولایت کې د سیلابونو له امله د خلکو لوې مرګژوبلې دردولی او دا چې مرستو ته به ځان رسوي.

راشد خان ویلي: “د بغلان د غمجنې پېښې په اړه خبر شوم. ډېر یې ودردولم. خدای دی شهیدانو ته جنتونه ورکړي او زخمیانو ته کامله شفا غواړم. زه تاسو سره په دې لوی غم کې شریک یم. ان شاءالله تر خپل وس به کوشش کوو چې مرستو ته ځانونه ورسو”

هغه پv ټولو هیوادوالو غړ کړی چې په دې سختو ورځې کې خپلو وطنوالو ته لاس ورکړي او له شتمن هېوادوال یې غوښتي چې باید ډېر څه وکړي.

هغه ویلي، چې ژمن دی چې سیلاب ځپلو سره هر هغه څه وکړي چې کولای یې شي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي، د وروستيو سېلابونو له امله په دریو شمالي ولايتونو کې ۱۵۳ کسان مړه شوي دي.

خو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یوازې بغلان کې تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

قوش تيپه جام: مس عينک لوبډلې امو ته په ماتې ور کولو پايلوبې ته لار ومونده

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۱۶:۴۰ GMT+۱

په افغانستان کې د قوش تيپې شل اوره جام سياليو کې مس عینک لوبډلې د ۹ منډو په توپير امو لوبډلې ته ماته ورکړه او پايلوبې ته يې لاره ومونده. مس عینک به له بند امير سره پايلوبه کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د شنبې د ورځې د قوس تيپې جام د سياليو د شلمې لوبې پچه مس عینک لوبډلې وګټل او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

مس عینک لوبډلې په شلو اورنو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو امو لوبډلې ته ۲۰۱ منډې هدف وټاکه.

د مس عینک لوبډلمشر ابراهيم ځدران ۱۰۱ او افسر ځاځي ۷۸ منډې جوړې کړې.

امو لوبډلې دغه هدف پوره نه کړ او په شلو اورنو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۱ منډې جوړې کړې.

مس عینک لوبډلې د ۹ منډو په توپير امو لوبډلې ته ماته ورکړه.

مس عینک لوبډلې په دې سياليو کې دا پنځمه پرله پسې برياوه او پايلوبې ته يې ور سره لار ومونده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د راتلونکې دوشنبې په ورځ به مس عینک لوبډله له بند امير لوبډلې سره پايلوبه کوي او خپل بخت به ازمويي.

دغه سيالۍ په کابل کې پيل شوې دي، چې پنځو کرېکټ لوبدلو برخه پکې اخيستې ده.

طالبانو له چین وغوښتل چې پر واخان لار په نوري فايبر له افغانستان او نورې اسیا سره وصل شي

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزير په کابل کې د چين له سفير وغوښتل، چې د بدخشان د واخان له لارې دواړه هېوادونه په نوري فايبر سره وصل شي. نجيب الله حقاني ويلي، د دې پلان عملي کېدو سره به چین د اوږدو لارو پر ځای په لنډه لار له ځینې اسيايي هېوادونو سره هم وصل شي.

د طالبانو مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت نن پر خپله اېکس پاڼه په اعلاميه کې ويلي، چې طالب وزير نجيب الله حيات حقاني د اسیايي هېوادونو سره د نوري فايبر له لاري د چين د نښلولو لپاره همدا لاره تر ټولو اسانه بللې.

حقاني زياتوي: « افغان لوری به ډېر ژر د افغانستان دننه خپل کیبل تر سرحدي سیمو ورسوي تر څو له دې لارې چین سره د نوري فایبر کیبل له طریقه وصل شو او چین هم کولای شي د اوږدو لارو پر ځای پر لنډو لارو له اسیايي هېوادونو سره د نوري فایبر له طریقه ځان ونښلوي.»

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په کابل کې د چين سفير ژاوشينګ په دې برخه کې لېواتيا وښوده او زياته يې کړه: « دوی لیواله دي، چې د واخان له لارې د نوري فایبر کیبل وغځوي او په دې برخه کې به خپلو مسلکي او د دې برخې ماهرینو سره خبرې وکړي.»

د واخان له لارې طالبان له چین سره د وصلېدو غوښتنه په داسې حال کوي چې لا هم له دې لارې د افغانستان او چین سوداګرۍ نه ده پیل شوې.

که څه هم طالبان په واخان کې د چین تر سرحد د سړک جوړولو ادعا کوي، خو چین په خپله خاوره کې تر دې سیمې سړک نه دی غځولی او نه یې کومه لېوالتیا ښودلې ده.

خو له دې سره واک ته د طالبانو په رسېدو چين له دغې ډلې سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړيکې ټينګي کړې او خپل تګ راتګ یې زيات کړی دی.

د چين سوداګريزو شرکتونو د افغانستان د کانونو بېلا - بېل قراردادونه تر لاسه کړي دي.

چین لومړنی هېواد دی چې د طالبانو واکمنۍ کې یې تېر دوبی خپل رسمي سفیر کابل ته واستاوه او هم یې د بېجینګ لپاره د طالبانو سفیر ومانه.

د ننګرهار وروستیو لاریونونو ته د طالبانو غبرګون: ولس او نظام له یو بل څخه بېل نه دي

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۱۳:۳۹ GMT+۱

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي دفتر دغه ولایت کې د وروستیو لاریونونو په غبرګون کې وايي، ولس او نظام یوله بل څخه بېل نه دي او دغه قضیه به وڅېړل شي. درې ورځې وړاندې د تورخم - جلال اباد پر لاره طالبانو پر لاریونوالو ډزې کړې، چې د یوې پېغلې په ګډون ۳ کسان پکې وژل شول.

د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام ویاند رسنیز مرکز په خپل اېکس کې لیکلي، چې څو ورځې وړاندې د جلال اباد - تورخم په لویه لاره کې د باريکاب سيمه کې پر دولتي ځمکه د مېشتو کورنيو او د طالب مسئولينو ترمنځ چې کومه ستونزه رامنځته شوې، ولایت مقام پرې خواشينی دی.

دوی ټینکار کړی، چې ددې قضیې په تړاو به د طالب مشرانو د هداياتو له مخې به اجرات ترسره شي.

د ننګرهار ولایت مقام په خپل رسنیزه خبرپاڼه کې د ځايي اوسیدونکو او د طالبانو ترمنځه ستونزه روښانه کړې نه ده خو د اعلامیې په پای کې لیکلي چې د ځمکو د تثبيت او د غصب د مخنيوي په اړه د ملا هبت الله فرمان او د رياست الوزراء حکم څرګند دی، طالبان د قانون پلي کولو او عدالت تامين ته ژمن دي او د ټول ملت د ښېګڼې په موخه پرېکړې کوي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ځايي سرچینې وايي طالبان غواړي په دغه سېمه کې د ګمرک لپاره نوې ودانۍ جوړه کړي، خو د سیمې اوسیدونکي وايي طالبانو له جوړجاړي پرته د ځايي خلکو د کورنونو پر ورانولو پیل وکړ، چې دا کار د سیمې د خلکو له غبرګون سره مخ شو.

د سیمې د خلکو په وینا، د دوی اعتراضونو ته د طالبانو د کانال رییس مولوی غلام الرحمان په تاوتریخوالي ځواب ویلی.

لاریونوالو د طالبانو له لوري د وژل شوو کسانو جسدونه په ساعتونو د جلال اباد - تورخم لویه لاره د اعتراض په ډول کېښودل.

طالبانو د دغې سیمې اوسېدونکو ته ویلي، چې خپل کورونه پرېږدي او سیمه طالبانو ته پرېږدي؛ ځکه دا ځمکه د دولت اړوند ده، خو د سیمې خلک وايي چې دا ځمکې یې اخیستي او طالبان یې په زور ترې نیسي.

اشرف غني: د اوسني ناورین له غم خوړلو سره اوږدمهالو عواقبو ته چمتووالی پکار دی

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۱۲:۵۱ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې وروستي سېلابونه د اقليمي بدلون د خطر يو زنګ بللی او وايي، چې د اوسني ناورين پر غم خوړولو سربېره اوږدمهاله عواقبو ته تیاری پکار دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني نن پر خپله اېکس پاڼه په هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله له زيانمنو کورنیو سره خپله خواږي شريکه کړې او په خپل پيغام کې يې ليکلي: « دا پېښې زموږ د ملي پيوستون، انساني او اسلامي خواخوږۍ يو ازمېښت دی، چې له غم ځپلو سره یې په سملاسي مرستو ثبوت وړاندې کېدای شي.»

ښاغلي غني د همدې کورنيو اړوند، چې مالي او ځاني زیانونه یې ليدلي زیاتوي: «د هغو کورنيو سره چې خپل عزيزان يې له لاسه ورکړي دي، خپله خواږي او ډاډګيرنه څرګندوم او هيله لرم، چې د ټپيانو او بې ځايه شويو خلکو دردونه کم شي او زموږ د ټولو په ګډو او صادقانه هلو ځلو به يې درملنه وشي.»

په افغانستان کې له نږدې یوې اونۍ راهیسې سېلابونه روان دي.

ملګري ملتونه وايي، یوازې په بغلان کې تر دوو سوو کسان د پروني سېلاب له امله مړه شوي دي.

طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو د قربانیانو کره شمېر نه ده اعلان کړې.

حامد کرزي له مرستندويه موسسو او سوداګرو د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه وکړه

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۱۱:۳۷ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له مرستندویه بنسټونو او سوداګرو وغوښتل چې له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي. هغه د افغانستان د بغلان او نور ولایتونو د سېلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه خواشیني څرګنده کړه او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي په ډاکه کړه.

ملګري ملتونه وايي، یوازې په بغلان کې تر دوو سوو کسان د پروني سېلاب له امله مړه شوي دي.

طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو د قربانیانو کره شمېر نه ده اعلان کړې.

خو د دې ډلې د کورنيو چارو وزارت پرون وويل، چې په بغلان ولايت کې د سختو سېلابونو له امله لږ تر لږه ٥٠ تنه مړه او تر ١٠٠ زيات ټپيان شوي دي.

په تخار کې د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست نن وویل، چې په دغه ولایت کې په وروستیو سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په وروستیو ورځو کې په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.