• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه نن پیل شوه

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۰۸:۲۰ GMT+۱

د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه نن پیل شوه. د دغې لوبې پچه سریلانکا ګټلې او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه کړې. د سریلانکا الف لوبډلې تر دا مهاله شاوخوا ۱۳۹ منډې جوړې کړې او ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

‏افغان لوبډلې له‌خوا محمد ابراهیم یو او ضیاءالرحمان اکبر بیا د سریلانکا ۳ لوبغاړي سوځولي دي.

تر دې وړاندې د سریلانکا الف لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لړۍ کې درې لوبې ګټلې وې، چې ورسره یې دغه سیریز هم ګټلی و.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په یو ورځنیو لوبو لړۍ کې درې لومړۍ لوبې سریلانکا او دوه وروستۍ لوبې افغان لوبډلې ګټلې وې.
دغه لوبې د سریلانکا په کوربه‌توب ترسره کېږي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

بوست زون سپین غر ته په ماتې ور کولو څلورمه لوبه وګټله

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۱۳:۵۶ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ بورډ په نوښت قوش تېپه جام کې نن بوست زون لوبډلې سیالې سپین غر لوبډلې ته د پنځو ویکټو په توپیر ماته ور کړه. دا په روان جام کې د بوست زون څلورمه سیالي ده چې په خپل نوم یې کوي.

سپین غر لوبډلې د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره یې۱۲۳ منډې جوړې کړې.

بوست لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو دا هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.

ترې دې مخکې په بله سیالۍ کې نن امو لوبډلې بند امیر ته ماتې ور کړه.

قوش تېپه جام کې امو لوبډلې لومړنی بری وګاټه

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې په قوش تېپه جام کې نن امو زون لوبډلې بوست زون ته د ۶۸ منډو په توپیر ماتې ور کولو سره په روانو سیالیو کې لومړنۍ بریا خپله کړه. امو لوبډلې د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره یې په شلو اورونو کې ۱۸۵ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې بوست لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۷ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

په کابل کې د قوش تېپې جام سیالیو کې هره ورځ دوه لوبې کېږي.

تر امو او بوست لوبډلو مخکې د بند امیر او مس عینک لوبه وه.

بند امیر سیالې لوبډلې ته په ماتې ور کولو سره پرلپسې څلورم بری خپل کړ.

اذلان شاه هاکي کپ: پاکستان ۵ - ۴ کاناډا لوبډلې ته ماته ورکړه

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۱۳:۳۹ GMT+۱

د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰م پړاو سياليو کې نن چهار شنبه پاکستان لوبډلې ۵ پر ۴ کاناډا لوبډلې ته ماته ورکړه. دا د پاکستان څلورمه لوبه وه، چې د ماليزيا په ايپور ښار کې تر سره شوه.

پاکستان د دې لوبې په بريا سره د ۱۰ نومرو په ترلاسه کولو د جدول د سر ځای ونیولی او پايلوبې ته يې لاره پېدا کړه.

په دې سياليو کې پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد ماليزيا ته ۵ – ۴ او جنوبي کوريا ته ۴ - ۰ په مقابل کې ماتي ورکړې وې او درېيمه لوبه یې د جاپان سره ۱ په ۱ مساوي کړې وه.

د اذلان شاه هاکي کپ په دې سياليو کې د کوربه ماليزيا په ګډون شپږ لوبډلې پاکستان، کوريا، جاپان، نيوزيلنډ او کاناډا لوبډلې لوبيږي.

تر دې وړاندي په همدې سياليو کې پاکستان د درېيم مقام په ګټلو سره د برونزو مډال تر لاسه کړی و.

د قوش تيپې شل اوره جام: بندامير مس عینک ته په ماتې ور کولو څلورم پرلپسې بری وګاټه

۱۹ غویی ۱۴۰۳ - ۸ می ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۱

په افغانستان کې د قوش تيپې شل اوره جام سياليو کې بندامير مس عینک لوبډلې ته په پنځو منډو ماته ورکړه او څلورم پرلپسې بری يې وګاټه. دغه سيالۍ په کابل کې پيل شوط او هره ورځ پکې دوې لوبې تر سره کيږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د قوش تيپې شل اوره جام د چهار شنبې د ورځې سیالیو کې د لوبې پچه بندامير لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بندامير لوبډلې په شلو اورونو کې د خپلو ۸ لوبغاړو په زيان ۱۱۵ منډې هدف وټاکه.

د بندامير په لوبډله کې صدیق اتل له نورو لوبغاړو ډېرې او ۲۵ مندې جوړې کړې.

د مس عینک په توپ اچوونکو کې محمد ریاض او واحدالله ځدراڼ د بندامير دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخي، بندامير لوبډلې د ښې توپ اچونې له امله له خپل هدف څخه په ښه ډول دفاع وکړه او مس عینک لوبډلې ته يې د ۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.

بندامير لوبډله د ملي لوبډلې د کفتان هشمت الله شهيدي او مس عينک لوبډله د ابراهیم ځدران په لوبډلمشرۍ لوبيږي.

د نن چهار شنبې د ورځي د همدې سيالیو دوهمه لوبه د امو او بست لوبډلو تر منځ ده.

امو لوبډلې پچه ګټلې او لومړی توپوهنه کوي.

د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې سرېلانکا ته په پنځمه لوبه کې په پنځو وېکټو ماتې ورکړه

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۱ GMT+۱

د افغان ابداليانو په نوم د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د سرېلانکا الف لوبډلې ته په پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې په پنځو وېکټو ماته ورکړه. د افغان ابداليانو او سرېلانکا الف کرېکټ لوبډلو ترمنځ د يو ورځنيو پنځو لوبو لوبلړۍ ۳ د ۲ په مقابل کې سرېلانکا لوبډلې وګټله.

د افغانستان او سرېلانکا الف لوبډلو ترمنځ نن د پنځمې وروستۍ یو ورځنۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

سريلانکا الف کرېکټ لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان ابداليانو ته ۱۹۷ مندې هدف وټاکه.

سريلانکايي توپوهونکي پسيندو سوريا بندارا په ۹۲ توپونو تر نورو لوبغاړو ډېري ۷۰ مندې جوړې کړې.

د افغان ابداليانو کرېکټ لوبډلې په توپ اچونه کې نويد ځدران ۴ او ننګيال خروټي ۳ سريلانکايي لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبغاړو دغه هدف د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۵ اور کې پوره کړ.

د افغان ابداليانو په لوبډله کې رياض حسن په ۱۱۷ توپونو ناسوځېدلی ۷۴ او شاهدالله کمال په ۶۸ توپونو ۴۷ منډې جوړئ کړې.

د افغان ابداليانو او سرېلانکا الف کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لومړۍ درې پرله پسې لوبې سريلانکا او وروستۍ دوې لوبې افغان الف لوبډلې وګټلې.

په دې سره کوربه لوبډلې سرېلانکا دا لوبلړۍ ۳ د ۲ په مقابل کې په خپل نوم کړه.