د هواپوهنې اداره: په اتو ولایتونو کې د باران، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

د طالبانو د هواپوهنې اداره وایي، چې (د غويي په ۲۳مه نېټه) په اتو ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل شوی. د دغې ادارې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو لپاره شوې ده.