طالبانو په پکتيکا کې يو کس د «غلا» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلی

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې د پکتیکا ولایت په وازیخواه ولسوالۍ کې یې یو کس په عام محضر کې په دُرو وهلی دی. په يوې خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ د (غويي ۲۴مه) خپره شوې پکې ويل شوي، چې محکمې دغه کس د «غلا» په تور په شل دُرو او شپږ میاشتو بند محکوم کړی دی.