جاپان د افغان ماشومانو او ښځو لپاره د واکسینونو په برخه کې ۶.۹ مېلیونه ډالر مرسته کوي

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره وایي، جاپان په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو لپاره د اړینو واکسینونو په برخه کې ۶.۹ مېلیونه ډالر مرسته کوي. د دغې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه پروګرام له لارې به په منظمه توګه ۴.۱ مېلیون ماشومان او ښځې واکسین شي.