متقي ويلي، چې د نويو میکانيزمونو پر ځای دې د شته دوو اړخيزو میکانيزمونو له لارې د دوی سره خبري وشي.
د طالبانو بهرنيو چارو وزارت نن دوشنبه په يوې اعلاميه کې په افغانستان کې د جاپان د سفير تاکويوشي کورمایار او د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د ليدنې خبر ورکړی.
د طالبانو په همدې علاميه کې راغلي، چې په افغانستان کې د جاپان سفير د دوحې په ناسته کې د طالبانو ګډون مهم وباله.
دوی د سفير له قوله ليکلي: « د افغان حکومت له هوکړې پرته د ځانګړي استازي ګومارنه واقعبینانه نه ده.»
په اعلاميه کې راغلي، چې متقي په دې ناسته کې ويلي: « د نویو میکانیزمونو پر ځای په کار دي، چې د شته دوو اړخیزو میکانیزمونو له لارې د افغان حکومت سره پر ټولو اړوندو مسایلو خبرې اترې وشي.»
څه موده مخکي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشرې د افغانستان په اړه په دوحه کې د درېیمې غونډې د ترسره کولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.
روزا اوتنبایوا ویلي؛ هیله لري، چې د طالبانو پلاوی او نورې ښکېلې ډلې به په دې غونډه کې ګډون وکړي؛ خو نور وضاحت یې نه دی ورکړی.
د یوناما مشرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې په دوحه کې راتلونکې غونډه باید عملي اجنډا ولري او خبرې اترې باید د هغو پایلو لامل شي، چې دغه سازمان یې په لټه کې دی.
خو ویل کیږي، چې دا ناسته به د دوحې د لومړۍ او دویمې ناستې برعکس په جلا کچه او شاید د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له شتون پرته ترسره شي.