جاپان له افغانستان سره په روغتیایي برخه کې د ۱۳.۸ مېلیون ډالره مرستې ټټر وهلی

په افغاستان کې د جاپان سفیر ‏تاکایوشي کورومیا وایي، چې هېواد یې د ښو روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو، د دغې برخې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د واکسین د تطبیق په برخه کې د خوړو نړۍوال پروګرام او یونیسېف له لارې افغانستان ته ۱۳.۸ مېلیون ډالره ځانګړي کړي دي.