ای او اېم: هغو سیمو ته چې سړکونه یې ویجاړ شوي له بدیلو لارو مرستې رسوو

د کډوالۍ نړۍواله اداره وایي، تازه یې د بدخشان ولایت هغه سیمو ته پر بدیلو لارو بېړنۍ مرستې رسولي چې سړکونه یې ویجاړ شوي دي. دغې ادارې د سه شنبې په ورځ د (غويي ۲۵مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د بدخشان ولایت تشکان ولسوالۍ ۷۷ کورنیو لپاره یې خورا اړینې مرستې ورسولې.