طالبان وايي، د بغلان په سېلاب کې د هر مړه کس پر سر د هغه کورنۍ ته یو لک افغانۍ ورکوي

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، چې د بغلان په سېلاب کې د هر مړه کس پر سر د هغه کورنۍ ته یو لک افغانۍ ورکوي. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تر اوسه یې ۵۵ کورنیو ته له دولتي بودیجې څخه پیسې ورکړې دي.