• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د ایران د کاني اینجینرۍ ادارې دفتر پرانیستل شو

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د ایران د کاني اینجینرۍ ادارې مشر وايي؛ د افغان انجینرانو د روزنې او د افغانستان او ایران د کان اېستونکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یې خپله نمایندګي په کابل کې پرانیسته. رضا بستامي زیاتوي، چې په دې برخه کې یې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې سره تړون لاسلیک کړی دی.

ښاغلی بستامي د ایران له دولتي راډیو تلوېزون سره په خبرو کې وايي؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د اینجینري خدمتونو تبادله، د افغان اینجینرانو روزل، د افغان او ایراني کان اېستونکو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د افغانستان د کانونو په مختلفو برخو کې پانګونه د دې تړون مهمې برخې دي.

رضا بستامي وايي؛ دې کار سره غواړي چې د کانونو برخه کې خپلې تجربې او تخصص له افغانستان سره شریک کړي.

د هغه په خبره؛ د دې دفتر له لارې به ایراني شرکتونه د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه هم کولی شي او دا دفتر به د دې پانګوالو او طالب چارواکو ترمنځ د پل حیثیت ولري.

نوموړي هیله وښوده، چې د دې دفتر پرانیستې سره به د کانونو په برخه کې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکي پیاوړي او پراخ شي.

طالبان چې حکومت یې رسمیت نه لري او له امله یې د افغانستان په میلیاردونو شتمني هم کنګل ده، د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره د کانونو سپړلو ته مخه کړې ده.

چین له دې ډلې سره د کانونو په برخه کې مختلف تړونونه لاسلیک کړي او ایران ور پسې هېواد دی، چې افغان کانونو کې د پانګونې ډېره لېوالتیا لري.

خو پر طالبانو سربېره چین، ایران او روسیه هغه هېوادونه بلل کېږي، چې له طالبانو سره د افغان کانونو په لوټلو کې شریک بلل کېږي.

په امریکا کې د چورج ډبلیو بوش انسټیټیوټ د تېر اپرېل په لومړیو کې وویل، چې د طالب چارواکو له خوا د افغانستان د شتمنۍ له لوټلو د ایران، چین او روسیې په څېر هېوادونه او څو ملیتي شرکتونه ګټه اخلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د هواپوهنې اداره: په ۲۲ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې، بادونو او سېلابونو اټکل شوی

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادره وايي، چې د غويي په ۲۶مه نېټه په ۲۲ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې، برېښنا، بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په بېلابېلو سېمو کې د باران کچه له (۱۵ څخه تر ۳۵ ملي مترو پوري) اټکل شوې ده.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې سبا د سالنګونو په ګډون په هرات، فراه، غور، بادغېس، سرپل، بامیان، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني، او لوګر ولایتونو کې د شديد بارانونو، تالنده، برېښنا او سیلابونو اټکل شوی دی.

د هوا پوهنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د باران سره په شمال او شمال لوېديځو ولایتونو کې له (۳۰ څخه تر ۶۰ کيلومتره په ساعت کې) د بادونو د پېښدو اټکل هم شته.

طالبانو ویلي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۵۰ کسان مړه شوي او تر ۱۶۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې ډېرو هېوادونو د طالبانو د واکمنۍ د مشروعيت نه لرلو له امله افغانستان ته د مستقيمو مرستو او د ژغورنې ډلې له لېږلو ډډه کړې ده.

د امریکا متحده ایالات، چې د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی، د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دوی مرستندویه ادارې سېلاب ځپلو ته بېړنۍ مرستې لکه اوبه او خواړه برابروي.

یو شمېر نورو هېوادونو یوازې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.

طالبانو په کابل کې یو کس په عام محضر کې په دُرو وواهه

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۳۲ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په کابل کې یې یو کس د "لواطت" په تور په عام محضر کې په دُرو وهلی دی.

دغې محکمې نن سې شنبه (د غويي ۲۵مه) په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه کس په ٣٩ دُرو او دوه کاله بند محکوم شو.

طالبانو ویلي، چې د تورن کس جسمي مجازات د کابل ښار د لومړۍ ناحیې د محکمې له تصویب وروسته نافذ شو.

د طالبانو ډله هره اونۍ په عام محضر کې یو شمېر افغانان په بېلابېلو تورونو مجازات کوي.

د بشري حقونو مدافعینو او نړۍوالې ټولنې په وار - وار د طالبانو له مشرانو غوښتي چې د تورنو کسانو د فزیکي او عامه مجازاتو مخه ونیسي؛ خو دغه ډله ادعا کوي چې د «اسلامي قوانینو» له مخې اتباعو ته سزا ورکوي.

طالبان یوازې عامو وګړو ته جسمي سزاګانې ورکوي، څو میاشتې وړاندې د کابل لپاره د طالبانو د برېښنا شرکت د رییس یوه ویډیو خپره شوه، چې پکې نوموړی له خپل ساتونکي سره یو ځای څملي؛ خو نوموړي ته په عام محضر کې جسمي سزا ور نه کړل شوه او نه یې هم د جرم په اړه طالبانو کومه پرېکړه وکړه.

په خوست کې طالبانو اته کسان له یوې ښځې سره د «نامشروع» اړیکو په تور ونیول

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د خوست امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دغه ولایت کې يې اته کسان له یوې ښځې سره د «نامشروع» اړیکو په تور ونیول.

د طالبانو په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کسان د قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد مدیریت د یو لړ کشفي راپورنو پر اساس د خوست په مرکز کې نیولي دي.

د طالبانو د خوست امنیه قوماندانۍ نن د سې شنبې ورځې په یوې خپرپاڼه کې لیکلي، چې نیول شوي کسان به د یاد ناروا عمل د سزا په موخه د دې ډلې قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې ټینکار کړی، چې د دې ډلې وسلوال به جدي هڅې وکړي؛ تر څو هغه کسان ونیسي، چې په ورته اخلاقي تېروتنو کې ښکېل دي او ورته کسان به د دې ډلې له سخت برخورد سره به مخ شي.

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ډېری حقوقي بنسټونه د طالبانو عدلي او قضايي ادارې کړنې شفافې نه بولي او وايي، دا ډله تورنو کسانو ته د حقوقي مدافع وکیل حق نه ورکوی.

که څه هم په یو شمېر پېښو کې د طالبانو غړي په مستنده توکه په اخلاقي فساد کې څرګند شوي دي؛ خو دغې ډلې دغه کسان نه محاکمه او نه هم په عام محضر کې سزا ورکړې ده.

په وروستیو کې د طالبانو تر واک لاندې د کابل د برېښنا شرکت رییس ملا احمد اخوند له خپل یو ساتونکي سره په یوې بړستن کې د څملاستو ویډیو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خپره کړه؛ خو د طالبانو دغه چاوراکی نه محاکمه او نه هم سزا ورکړه.

دویمه بېلګه یې د طالبانو د پاسپورټ د پخواني رییس عالم ګل حقاني ورور د طالبانو له خوا د الکولو او نجونو سره شریک محفل کې ونیول شو؛ خو نه یوازې دا چې محاکمه نه شو، بلکې پرته له سزا خوشې شو.

نړۍوال حقوقي بنسټونه په دې باور دي، چې طالبان یوازې اسلامي حدود پر عامو افغانانو عملي کوي؛ خو په خپلو چارواکو او غړو باندې شرعي حدود نه عملي کوي.

طالبان: په روزګان کې د چاودنې له امله د ماين پاکۍ موسسې یو کارمن ووژل او بل ټپي شو

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۲:۵۳ GMT+۱

په روزګان کې د طالبانو امنيتي مسولين وايي، د ولایتي مرکز ترینکوټ په خرمانو کې نن سهار د پخواني ماين په چاودنه کې د ماين پاکۍ موسسې یو کارکوونکی هغه مهال ووژل او بل ټپي شو چې پخواني ماینونه یې شنډول.

د روزګان لپاره د طالبانو امنيه قومندانۍ وياند بلال روزګاني نن رسنيو ته ويلي، چاودنه د هيلوټرس موسیسې پر کارکوونکو شوې.

پر روزګان سربېره په ډېرو سېمو کې د تېرو جګړو پاته شوي ناچاودنه توکې شته، چې ډېر مهال د ملکي خلګو ژوند ګواښي.

په افغانستان کې ځینې موسسې د دې توکو د پيدا کولو او له منځه وړلو په برخه کې فعالیت کوي.

خوست کې د طالبانو خبرداری: د عامې روغتیا ریاست ټول کارمنان دې زموږ اوامر پر ځان عملي کړي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۱:۳۰ GMT+۱

طالبانو په خوست کې عامې روغتیا ریاست ته مکتوب کې ویلي، د دغه ریاست ټول کارمنان دې د دوی ټول اوامر عملي او خپل «صورت او سیرت دې برابر» کړي. سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبان په دغه مکتوب سره غواړي دغه کارمنان ږېره، لونګۍ او کالي د دې ډلې له اصولو سره برابر کړي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست ته د دعوت او ارشاد مدیریت په دغه دوه ورځې پخواني مکتوب کې لیکل شوي، چې دا ځل اخیرنی اخطار ورکول کیږي، چې ټول د عامې روغتیا ریاست دولتي او که غیر دولتي کارمنان باید د دې ډلې ټول اوامر پر ځانونو تطبیق کړي.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي، چې خپل سیرت او صورت د نبي«ص» له سنتو سره برابر کړي.

طالبانو په دغه مکتوب کې خبرداری ورکړی دی، چې د سرغړونې په صورت کې بیا د شکایت حق نه لري.

په خوست کې ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دا ځل که دوی خپلې زېرې، لونګۍ او کالي د طالبانو پر اصولو برابرې نه کړي، نو له دندو به ګوښه شي.

طالبانو بیا واکمنېدو سره د عامو افغانانو فردي ازادي محدوده کړې ده او په دولتي ادارو کې پر خلکو ږیرې پرېښودل یې جبري کړي دي.

طالبان دولتي ادارو کې پر مامورینو لمونځونه تېروي او په زوره یې لمانځه کولو ته مجبوروي.

له کندهار راپورونه وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست محتسبان د وادونو په هالونو کې ګرځي او د واده پر هلک لمونځ تېروي.

څو ورځې وړاندې طالبانو په روزګان کې له خبریالانو هم غوښتي وو، چې یا ږیرې پرېږدی او یا هم له وطن څخه ووځي.