په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۸۲ تنه فلسطینیان وژل شوي دي

په غزه کې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د اسرایيل په بريدونو کې ٨٢ فلسطينيان وژل شوي دي. اسراییلي پوځ په غزه کې خپل بریدونه زیات کړي او په رفح کې د اسراییل بریدونه لا هم دوام لري.

په غزه کې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د اسرایيل په بريدونو کې ٨٢ فلسطينيان وژل شوي دي. اسراییلي پوځ په غزه کې خپل بریدونه زیات کړي او په رفح کې د اسراییل بریدونه لا هم دوام لري.
د عربي رسنیو د راپور له مخې، دا مهال د رفح او جبالیه کمپ په سیمو کې د اسراییلي پوځ او حماس جنګیالیو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
د عربی رسنیو د راپور له مخې، اسراییل د غزې اوسېدونکو ته د مرستې رسولو په ګاډو او لاریو هم برید کوي.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو په وینا، په رفح کې د اسراییل پوځ د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې څه باندې ۴۰۰ زره کسان له رفح وتلي او د غزې نورو ښارونو او کمپونو ته تللي دي.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسراییل د بریدونو له امله تر اوسه له ۳۵ زره ډېر کسان وژل شوي او تر ۷۸ زرو ډېر ټپیان دي.
د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې د سه شنبې په ورځ کانګریس ته د اسراییل لپاره د یو مېلیارد ډالرو وسلو کڅوړې خبر ورکړی دی.

د چمن پرلتوال یاده جرګه له هغه وروسته رابولي، چې تېره ورځ یې د بلوچستان د ایالتي چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې. پرلتوال وايي، د چمن جرګه به د پرلت د راتلونکو پلانونو په اړه پرېکړه وکړي.
د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی وايي، تېره ورځ د چمن د پرلتوالو او د بلوچستان د ایالتي لوړ پوړو مسوولینو تر منځ د سپین بولدک - چمن دروازې او د چمن -کوټې د لویې لارې د خلاصون په اړه مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل.
ښاغلی اڅکزی وايي، هغه کسان چې د پرلتوالو سره د مذاکراتو په موخه چمن ته راغلي وو، زموږ د غوښتنو منل د هغوی له توانه لوړ وو او موږ د خپلو غوښتنو له پوره کېدو پرته په چمن کې پرلت او د چمن -کوټې لویه لاره په هیڅ صورت نه خلاصوو.
د چمن پرلتوالو د چمن -کوټې لویه لاره له هغه وروسته د تګ راتګ لپاره وتړله، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د چمن پر پرلت برید وشو او دوه پرلت کوونکي په کي ووژل شول او شاوخوا شل نور ټپیان شول.
د چمن د پرلت ویاند صادق خان اڅکزی وايي، د مذاکراتو د بې پایلې پاتې کېدو له امله یې په چمن ښار کې د سیاسي ګوندونو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او عامو وګړو دوه ورځنۍ جرګه راغوښتې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د پرلت د راتلونکو ګامونو پورته کولو په اړه به په روانه دوه ورځنۍ جرګه کې پرېکړه کېږي.

د هند لومړي وزیر د پاکستان لوري ته په ازاد کشمیر کې لاریونونو او اعتراضونو ته په اشارې، پاکستان د خوراکي توکو او برېښنا د کمښت له امله هم وغانده او زیاته یې کړه، چې هغه نه پوهېده چې دوی د بنګړیو له کمښت سره هم مخامخ دي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د دوشنبې په ورځ د خپلو سیالو ګوندونو له لوري د پاکستان پلوه څرګندونو په اړه د ګانګرس او د هند د اتحاد ګوندونو په وړاندې سخت برید وکړ.
مودي په خپلو څرګندونو کې وویل، دا خلک ( سیال ګوندونه) دومره وېره لري چې دوی په خپلو خوبونو کې د پاکستان اټوم بم ویني.
هغه پوښتنه وکړه، چې ایا دا ډول ګوندونه او مشران چې دومره غلي وي هېواد چلولای شي؟
د هند لومړي وزیر دا څرګندونې د بېهار په مظفرپور کې یوې ټاکنیزې غونډې ته په وینا کې وکړې.
د هند لومړي وزیر د پاکستان په ازاد کشمیر کې د عامو خلکو او پاکستاني پولیسو تر منځ اخ وډب ته په اشارې وویل:« زه نه پوهېدم چې دوی د بنګړیو کمښت هم لري، دوی غنم غواړي او برېښنا هم نه لري. موږ نه پوهېږو چې دوی بنګړي هم نه لري.»
دا په داسې حال کې ده، چې د هند د کانګرس ګوند یو غړي په خپلو ټانکیزو ویناوو کې ویلي و؛ چې نوی ډیلي کولای شي له اسلام اباد سره هر څه چې وغواړي سختې خبرې کوي، خو که هند خپل ګاونډي ته درناوی ونه کړي ښايي درنه بیه یې پرې کړي.

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، په غزه کې اسراییل په ځمکني او هوايي بریدونو کې تر ۳۵ زره ډېر کسان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
رویټرز د سې شنبې په ورځ (د غویي ۲۵مه) راپور ورکړی، چې په غزه کې د اسراییل په دې بریدونو کې د ۲.۳میلیونو څخه ډېر خلک یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.
د غزې خلک چې له پنځو یا شپږ ځله زیات بې ځایه شوي دي ستړي او مایوسه دي.
الجزیرې د سې شنبې په ورځ (د غویي ۲۵مه) لیکلي چې خلک په دوامداره توګه د بې ځایه کیدو څخه ستړي شوي دي.
دوی ناامیده دي او وایي، چې له یو ځای څخه بل ځای ته تلل د دې تضمین نه کوي چې دوی به د اسراییل د هوایي بریدونو څخه په امن کې پاتې شي.
فلسطیني اداره وایي، ۸۰ سلنه روغتیایي مرکزونه له خدماتو پاتې دي.
جګړه د اکتوبر په اوومه هغه مهال پیل شوه چې د حماس وسله والو له پولې ها خوا پر اسراییل برید وکړ. اسراییل وايي، د حماس وسله والو په غزه کې تر ۱۲۰۰ډېر کسان وژلي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي او ۲۵۳یې بندیان کړي دي.

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د مدني حقونو د ډلو ټلواله وايي؛ اسلام اباد یې غوښتنې منلې دي، ځکه نورې مظاهرې نه کوي.
تېرو ورځو کې د دې مظاهرو او تاوتریخوالي له امله د یوه پولیس په ګډون څلور کسان ووژل او تر سلو ډېر ټپیان شول.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د ټلوالې مشر شوکت نواز میر صوبايي مرکز مظفر اباد کې د پرېکړې اعلانولو سره وویل:«حکومت زموږ ټولې غوښتنې منلې دي. »
نوموړي پر لاریونوالو غږ وکړ، چې کورونو او کاروبار ته ستانه شي.
نوموړي له حکومت وغوښتل چې د درېیو وژل شویو لاریونوالو او یوه پولیس د کورنۍ مالي ملاتړ ومني.
دا مظاهرې له هغه وروسته بندېږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اوړو او برېښنا بېل د سبسایډي په ګډون د لاریونوالو د ډېری غوښتنو د ځوابولو لپاره د ۸۶ میلیونه ډالرو منظوري وکړه.
شهباز شریف دا هم ویلي، چې په نږدې ورځو کې به کشمیر ته لاړ شي او هلته به له نږدې حالات وګوري.
نوموړي په کابینه کې نن دا هم وویل، چې د ایتلافي حکومت د ټولو شریکانو په مشوره یې کشمیر ته پیسې ځانګړې کړې دي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي د پخواني مېړه وکیل وايي، چې خاور مانیکا غوښتل په عدت کې مېرمن بشرا ته رجوع وکړي. خاور مانیکا پر عمران خان او خپله پخوانۍ مېرمن تور لګولی چې د ده او بشرا د طلاق عدت یا ټاکلې نېټه پوره نه وه، چې عمران خان ورسره واده وکړ.
د جیو نیوز د راپور له مخې؛ د عمران خان او بشرا بي بي پر خلاف په عدت کې د نکاح کېس د اورېدنې غونډه کې نن د ښاعلي مانیکا وکیل وویل؛ خاور مانیکا غوښتل په عدت کې بشرا بي بي ته رجوع وکړي؛ خو تر عدت ختمېدو مخکې ښاغلي خان او مېرمن بشرا واده سره وکړ.
وکیل رضوان عباسي زیاته کړه، چې دا ډول د درغلۍ واده جرم دی.
د پاکستان یوې محکمې د تېرې فېبرورۍ په لومړیو کې او له ټاکنو څو ورځې مخکې عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي واده د عدت په وخت او ناقانونه وباله او دوی یې په اووه کاله بند او جریمه محکوم کړل.
د عمران خان او بشرا بي بي خلاف دا قضیه د مېرمن بشرا پخواني مېړه جوړ کړې او دعوه یې کړې وه، چې د اسلامي شریعت د اصولو له مخې د طلاق ټاکلی عدت پوره نه و او دوی واده وکړه.
په ځواب کې بشرا بي بي وايي، چې پخواني مېړه یې خاور مانیکا په ۲۰۱۷ کال کې طلاق ور کړی و او له عمران خان سره یې په ۲۰۱۸ کې واده وکړ.
