چمن پرلت‌وال: د سیاسي ګوندونو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او عامو وګړو جرګه مو رابللې ده

د چمن پرلت‌وال یاده جرګه له هغه وروسته رابولي، چې تېره ورځ یې د بلوچستان د ایالتي چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې. پرلت‌وال وايي، د چمن جرګه به د پرلت د راتلونکو پلانونو په اړه پرېکړه وکړي.