• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخواني امریکايي چارواکي: واشنګټن باید په افغانستان کې د ترهګرو ګواښونه له پامه ونه غورځوي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۲۲:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۱:۲۲ GMT+۱

یو شمېر پخوانیو امریکايي چارواکو په یوې نوې څېړنه کې ویلي، چې امریکا باید د افغانستان د جګړې ترخې خاطرې یوې خواته کړي او په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات زیات کړي. دوی دا هم ویلي، چې د دې طرحې موخه په افغانستان کې د امریکا راتګ او مداخله نه ده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغو پخوانیو جګپوړو چارواکو په دې څېړنه کې چې د سې شنبې په ورځ د امریکا د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ له خوا خپره شوې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا را ژوندي کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې افراطي خوځښتونو د تنظیم او د ځواکونو د تازه کولوفرصت پیدا کړی.

دوی ویلي چې امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وروسته له چین سره سیالۍ او په اوکراین کې جګړې ته زیاته پاملرنه کړې ده. په ورته وخت کې ترهګرو ډلې د افغانستان له خاورې په استفادې د امریکا او د هغې د متحدینو د ګټو د ګواښلو لپاره اړین ځواک ترلاسه کړی دی.

دوی د داعش خراسان څانګې او تحریک طالبان پاکستان ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان له خاورې په استفادې سره سیمه ییز ګواښ ګرځېدلی دی.

دغو پخوانیو سیاستوالو د امریکا له متحدو ایالتونو غوښتي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونه په ګوته او له منځه یوسي.

دوی له متحده ایالاتو غوښتي چې د "ځواک نمایش" لکه د بې پیلوټه الوتکو الوتنې دې په پام کې ونیسي ترڅو په طالب مشرانو فشار راوړي چې له القاعدې سره اړیکې پرې کړي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په اسمان د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د الوتنو راپورونه موجود و. طالبانو د افغانستان په اسمان د بې پیلوټه الوتکو ګزمې تایید کړې او ویلي یې دي چې امریکا د دغه هېواد له هوايي حریم څخه سرغړونه کوي.

له پاکستان سره له همکارۍ پرته بله چاره نشته؟

دغو چارواکو کې چې د امریکا دوه پخواني سفیران هم شامل دي، له اسلام اباد سره د واشنګټن د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دوی وویل: "د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې دغه هېواده د ځواکونو له اېستلو وروسته په افغانستان کې د نفوذ او استخباراتي کړیو د کمښت په پام کې نیولو سره، واشنګټن باید د افغانستان د جګړې له شل کلنې صدمې باید ووځي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دې له پاکستان سره همکاري وکړي."

دوی امریکا هڅولې چې د پاکستان له هوايي حریم څخه د ترهګرو د تعقیب لپاره کار واخلي.

خو د بایډن حکومت له اسلام اباد سره خبرو ته ډېره لېوالتیا نه لري. پاکستان کې ګډوډ حالاتو هم د واشنګټن «نه لېوالتیا» زیاته کړې ده.

د امریکا او پاکستان اړیکې په تېرو دوو لسیزو کې له کړاوونو ډکې وې. امریکا پر پاکستان تور پورې کړی چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې «دوه ګونې لوبه» کوي.

د دې څېړنیزې ډلې مشر لورل د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «د امریکا د حکومت په لوړه سطحه ډېر خلک اوس د افغانستان د جګړې د شل کلنې تجربې پر بنسټ له پاکستان څخه سخت نفرت لري.»

هغه، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه کار کړی، د فرانسې خبري اژانس ته وویل، « پاکستان له متحده ایالاتو سره صادقانه چلند نه دی کړی.»

هغه وویل، «مګر ځینې نه بدلیدونکي حقایق شتون لري، داچې پاکستان د افغانستان ګاونډی دی، چې دا مهال د ترهګرو ډلو پټنځای دی. نو زه فکر کوم چې له پاکستان سره د داسې اړیکو لرلو پرته بله چاره نشته چې متحده ایالات وکولای شي په سیمه کې خپلې ګټې خوندي کړي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان په اړه د امریکا تګلاره هم د هند تر اغېز لاندې ده، چې له پاکستان سره تاریخي دښمني لري.

‎په دې څېړنه کې چې د امریکا د سولې انسټیټیوټ په همکارۍ ترسره شوې، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د پخواني ځانګړي استازي لورل میلر سربېره، د پوځ متقاعد جنرال مایکل په پاکستان او افغانستان کې د امریکا پخوانیو سفیرانو انه پټرسون او مایکل مک کینلي ګډون درلود.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان تر واک لاندې کمشیر کې لاریونوال وايي، غوښتنې یې ومنل شوې

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۲۰:۳۰ GMT+۱

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د مدني حقونو د ډلو ټلواله وايي؛ اسلام اباد یې غوښتنې منلې دي، ځکه نورې مظاهرې نه کوي.

تېرو ورځو کې د دې مظاهرو او تاوتریخوالي له امله د یوه پولیس په ګډون څلور کسان ووژل او تر سلو ډېر ټپیان شول.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ټلوالې مشر شوکت نواز میر صوبايي مرکز مظفر اباد کې د پرېکړې اعلانولو سره وویل:«حکومت زموږ ټولې غوښتنې منلې دي. »

نوموړي پر لاریونوالو غږ وکړ، چې کورونو او کاروبار ته ستانه شي.

نوموړي له حکومت وغوښتل چې د درېیو وژل شویو لاریونوالو او یوه پولیس د کورنۍ مالي ملاتړ ومني.

دا مظاهرې له هغه وروسته بندېږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اوړو او برېښنا بېل د سبسایډي په ګډون د لاریونوالو د ډېری غوښتنو د ځوابولو لپاره د ۸۶ میلیونه ډالرو منظوري وکړه.

شهباز شریف دا هم ویلي، چې په نږدې ورځو کې به کشمیر ته لاړ شي او هلته به له نږدې حالات وګوري.

نوموړي په کابینه کې نن دا هم وویل، چې د ایتلافي حکومت د ټولو شریکانو په مشوره یې کشمیر ته پیسې ځانګړې کړې دي.

روسیې په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره مرستې ته چمتووالی اعلان کړ

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۹:۱۴ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې هېواد یې د افغانستان په شمال کې د راوتلو سیلابونو له قربانیانو سره مرستې ته چمتو دی.

ماریا زاخارووا په یوې بیانیه کې لیکلي، که طالبان وغواړي روسیه چمتو ده چې افغانستان ته خپلې مرستې ولېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د غویي ۲۴مه) په بغلان او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله د ویجاړو شویو سیلابونو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکه کړه.

ماریا زاخارووا وویل: «زه د دې طبیعي ناورین په تړاو د افغانستان خلکو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوم. موږ د قربانیانو له خپلوانو او دوستانو سره خپله خواخوږي څرګندوو.»

تر دې وړاندې ایران، ترکیې، قطر او یو شمېر مرستندویه بنسټونو د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.

د راپورونو له مخې، سیلابونو او سختو بارانونو د افغانستان په شمال کې یو شمېر کلي ویجاړ کړي او تر اوسه یې تر ۳۱۵ډېر کسان مړه کړي دي.

تر دې مخکې د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي و، چې په بغلان کې په وروستیو ورځو کې سیلابونو د ۸۰زره کسانو ژوند اغېزمن کړی او ۱۲زره کورونه یې ویجاړ کړی دی.

عدت کې د نکاح دوسیه؛ د عمران خان د ښځې پخواني مېړه له بشرا بي بي سره «یو ځای کېدل غوښتل»

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي د پخواني مېړه وکیل وايي، چې خاور مانیکا غوښتل په عدت کې مېرمن بشرا ته رجوع وکړي. خاور مانیکا پر عمران خان او خپله پخوانۍ مېرمن تور لګولی چې د ده او بشرا د طلاق عدت یا ټاکلې نېټه پوره نه وه، چې عمران خان ورسره واده وکړ.

د جیو نیوز د راپور له مخې؛ د عمران خان او بشرا بي بي پر خلاف په عدت کې د نکاح کېس د اورېدنې غونډه کې نن د ښاعلي مانیکا وکیل وویل؛ خاور مانیکا غوښتل په عدت کې بشرا بي بي ته رجوع وکړي؛ خو تر عدت ختمېدو مخکې ښاغلي خان او مېرمن بشرا واده سره وکړ.

وکیل رضوان عباسي زیاته کړه، چې دا ډول د درغلۍ واده جرم دی.

د پاکستان یوې محکمې د تېرې فېبرورۍ په لومړیو کې او له ټاکنو څو ورځې مخکې عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي واده د عدت په وخت او ناقانونه وباله او دوی یې په اووه کاله بند او جریمه محکوم کړل.

د عمران خان او بشرا بي بي خلاف دا قضیه د مېرمن بشرا پخواني مېړه جوړ کړې او دعوه یې کړې وه، چې د اسلامي شریعت د اصولو له مخې د طلاق ټاکلی عدت پوره نه و او دوی واده وکړه.

په ځواب کې بشرا بي بي وايي، چې پخواني مېړه یې خاور مانیکا په ۲۰۱۷ کال کې طلاق ور کړی و او له عمران خان سره یې په ۲۰۱۸ کې واده وکړ.

په کابل کې د ایران د کاني اینجینرۍ ادارې دفتر پرانیستل شو

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د ایران د کاني اینجینرۍ ادارې مشر وايي؛ د افغان انجینرانو د روزنې او د افغانستان او ایران د کان اېستونکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یې خپله نمایندګي په کابل کې پرانیسته. رضا بستامي زیاتوي، چې په دې برخه کې یې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې سره تړون لاسلیک کړی دی.

ښاغلی بستامي د ایران له دولتي راډیو تلوېزون سره په خبرو کې وايي؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د اینجینري خدمتونو تبادله، د افغان اینجینرانو روزل، د افغان او ایراني کان اېستونکو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د افغانستان د کانونو په مختلفو برخو کې پانګونه د دې تړون مهمې برخې دي.

رضا بستامي وايي؛ دې کار سره غواړي چې د کانونو برخه کې خپلې تجربې او تخصص له افغانستان سره شریک کړي.

د هغه په خبره؛ د دې دفتر له لارې به ایراني شرکتونه د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه هم کولی شي او دا دفتر به د دې پانګوالو او طالب چارواکو ترمنځ د پل حیثیت ولري.

نوموړي هیله وښوده، چې د دې دفتر پرانیستې سره به د کانونو په برخه کې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکي پیاوړي او پراخ شي.

طالبان چې حکومت یې رسمیت نه لري او له امله یې د افغانستان په میلیاردونو شتمني هم کنګل ده، د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره د کانونو سپړلو ته مخه کړې ده.

چین له دې ډلې سره د کانونو په برخه کې مختلف تړونونه لاسلیک کړي او ایران ور پسې هېواد دی، چې افغان کانونو کې د پانګونې ډېره لېوالتیا لري.

خو پر طالبانو سربېره چین، ایران او روسیه هغه هېوادونه بلل کېږي، چې له طالبانو سره د افغان کانونو په لوټلو کې شریک بلل کېږي.

په امریکا کې د چورج ډبلیو بوش انسټیټیوټ د تېر اپرېل په لومړیو کې وویل، چې د طالب چارواکو له خوا د افغانستان د شتمنۍ له لوټلو د ایران، چین او روسیې په څېر هېوادونه او څو ملیتي شرکتونه ګټه اخلي.

د هواپوهنې اداره: په ۲۲ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې، بادونو او سېلابونو اټکل شوی

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادره وايي، چې د غويي په ۲۶مه نېټه په ۲۲ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې، برېښنا، بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په بېلابېلو سېمو کې د باران کچه له (۱۵ څخه تر ۳۵ ملي مترو پوري) اټکل شوې ده.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې سبا د سالنګونو په ګډون په هرات، فراه، غور، بادغېس، سرپل، بامیان، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني، او لوګر ولایتونو کې د شديد بارانونو، تالنده، برېښنا او سیلابونو اټکل شوی دی.

د هوا پوهنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د باران سره په شمال او شمال لوېديځو ولایتونو کې له (۳۰ څخه تر ۶۰ کيلومتره په ساعت کې) د بادونو د پېښدو اټکل هم شته.

طالبانو ویلي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۵۰ کسان مړه شوي او تر ۱۶۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې ډېرو هېوادونو د طالبانو د واکمنۍ د مشروعيت نه لرلو له امله افغانستان ته د مستقيمو مرستو او د ژغورنې ډلې له لېږلو ډډه کړې ده.

د امریکا متحده ایالات، چې د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی، د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دوی مرستندویه ادارې سېلاب ځپلو ته بېړنۍ مرستې لکه اوبه او خواړه برابروي.

یو شمېر نورو هېوادونو یوازې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.