ډان ورځپاڼه: پاکستاني سوداګرو له حکومته غوښتي، چې ژر دې د چمن- سپین بولدک لاره خلاصه کړي

ډان ورځپاڼې پرون سه شنبه د (غويي ۲۵مه) د پاکستان د سوداګرۍ خونې د مشر عاطف اکرم شیخ له قوله لیکلي، چې دمګړۍ پر سوداګریزو توکو بار زرګونه لارۍ د سپین بولدک - چمن تر منځ پر لاره اېسارې دي او له امله یې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.