• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فلسطین روغتیايي چارواکي: غزه کې د اسراییل په بریدنو کې تر ۳۵ زره ډېر کسان وژل شوي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، په غزه کې اسراییل په ځمکني او هوايي بریدونو کې تر ۳۵ زره ډېر کسان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

رویټرز د سې شنبې په ورځ (د غویي ۲۵مه) راپور ورکړی، چې په غزه کې د اسراییل په دې بریدونو کې د ۲.۳میلیونو څخه ډېر خلک یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.

د غزې خلک چې له پنځو یا شپږ ځله زیات بې ځایه شوي دي ستړي او مایوسه دي.

الجزیرې د سې شنبې په ورځ (د غویي ۲۵مه) لیکلي چې خلک په دوامداره توګه د بې ځایه کیدو څخه ستړي شوي دي.

دوی ناامیده دي او وایي، چې له یو ځای څخه بل ځای ته تلل د دې تضمین نه کوي چې دوی به د اسراییل د هوایي بریدونو څخه په امن کې پاتې شي.

فلسطیني اداره وایي، ۸۰ سلنه روغتیایي مرکزونه له خدماتو پاتې دي.

جګړه د اکتوبر په اوومه هغه مهال پیل شوه چې د حماس وسله والو له پولې ها خوا پر اسراییل برید وکړ. اسراییل وايي، د حماس وسله والو په غزه کې تر ۱۲۰۰ډېر کسان وژلي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي او ۲۵۳یې بندیان کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان تر واک لاندې کمشیر کې لاریونوال وايي، غوښتنې یې ومنل شوې

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۲۰:۳۰ GMT+۱

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د مدني حقونو د ډلو ټلواله وايي؛ اسلام اباد یې غوښتنې منلې دي، ځکه نورې مظاهرې نه کوي.

تېرو ورځو کې د دې مظاهرو او تاوتریخوالي له امله د یوه پولیس په ګډون څلور کسان ووژل او تر سلو ډېر ټپیان شول.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ټلوالې مشر شوکت نواز میر صوبايي مرکز مظفر اباد کې د پرېکړې اعلانولو سره وویل:«حکومت زموږ ټولې غوښتنې منلې دي. »

نوموړي پر لاریونوالو غږ وکړ، چې کورونو او کاروبار ته ستانه شي.

نوموړي له حکومت وغوښتل چې د درېیو وژل شویو لاریونوالو او یوه پولیس د کورنۍ مالي ملاتړ ومني.

دا مظاهرې له هغه وروسته بندېږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اوړو او برېښنا بېل د سبسایډي په ګډون د لاریونوالو د ډېری غوښتنو د ځوابولو لپاره د ۸۶ میلیونه ډالرو منظوري وکړه.

شهباز شریف دا هم ویلي، چې په نږدې ورځو کې به کشمیر ته لاړ شي او هلته به له نږدې حالات وګوري.

نوموړي په کابینه کې نن دا هم وویل، چې د ایتلافي حکومت د ټولو شریکانو په مشوره یې کشمیر ته پیسې ځانګړې کړې دي.

عدت کې د نکاح دوسیه؛ د عمران خان د ښځې پخواني مېړه له بشرا بي بي سره «یو ځای کېدل غوښتل»

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي د پخواني مېړه وکیل وايي، چې خاور مانیکا غوښتل په عدت کې مېرمن بشرا ته رجوع وکړي. خاور مانیکا پر عمران خان او خپله پخوانۍ مېرمن تور لګولی چې د ده او بشرا د طلاق عدت یا ټاکلې نېټه پوره نه وه، چې عمران خان ورسره واده وکړ.

د جیو نیوز د راپور له مخې؛ د عمران خان او بشرا بي بي پر خلاف په عدت کې د نکاح کېس د اورېدنې غونډه کې نن د ښاعلي مانیکا وکیل وویل؛ خاور مانیکا غوښتل په عدت کې بشرا بي بي ته رجوع وکړي؛ خو تر عدت ختمېدو مخکې ښاغلي خان او مېرمن بشرا واده سره وکړ.

وکیل رضوان عباسي زیاته کړه، چې دا ډول د درغلۍ واده جرم دی.

د پاکستان یوې محکمې د تېرې فېبرورۍ په لومړیو کې او له ټاکنو څو ورځې مخکې عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي واده د عدت په وخت او ناقانونه وباله او دوی یې په اووه کاله بند او جریمه محکوم کړل.

د عمران خان او بشرا بي بي خلاف دا قضیه د مېرمن بشرا پخواني مېړه جوړ کړې او دعوه یې کړې وه، چې د اسلامي شریعت د اصولو له مخې د طلاق ټاکلی عدت پوره نه و او دوی واده وکړه.

په ځواب کې بشرا بي بي وايي، چې پخواني مېړه یې خاور مانیکا په ۲۰۱۷ کال کې طلاق ور کړی و او له عمران خان سره یې په ۲۰۱۸ کې واده وکړ.

د ایران پر وړاندې د بندیزونو د پراخېدو په اړه د اروپایې اتحادیې شورا پرېکړه کړې

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۱

د اروپايي ټولنې شورا د سې شنبې په ورځ (د غویي ۲۵مه) ویلي؛ پرېکړه یې کړې، چې له روسیې څخه د ایران د نظامي ملاتړ، په منځني ختیځ او سور سمندرګي کې د فعالو وسله والو او همدا راز په اسراییل د ایران مستقیمو بریدونو له امله پر ایران بندیزونه پراخ کړي.

د اروپايي ټولنې شورا د سې شنبې په ورځ په خپلې اعلامیه کې لیکلي؛ پرېکړه یې کړې، چې د ایران د میزایلو او ډرون برنامو پر وړاندې د محدودو اقداماتو د پلي کولو لپاره د دغې اتحادیې صلاحیت پراخ کړي.

اروپايي ټولنه اوس کولی شي هغه اشخاص او بنسټونه په نښه کړي، چې د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په لېږد او پلور کې ښکیل دي.

د اسټرالیا حکومت هم د سې شنبې په ورځ (د غویي ۲۵مه) د بندیزونو په اړه او د هغه څه په ځواب کې چې د ایران بې ثباته کوونکی چلند بولي، د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواک او د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د قوماندان اسماعیل قااني په ګډون درې بنسټونه او پنځه کسان تحریم کړل.

د دغو بندیزونو له مخې؛ به د په نښه شویو کسانو شتمنۍ بندې او اروپايي ټولنې ته به د هغوی پر تګ راتګ بندیز ولګول شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي ټولنې د شورا د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

د اسراییل پر ضد د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو له مستقیم برید وروسته، اروپايي ټولنې دغه بریدونه په کلکه وغندل او هغه یې « تاوتریخوالی او د سیمې امنیت ته یو ګواښ» وباله.

جنوبي وزیرستان کې په ډرون برید سره د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل شول

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د جنوبي وزیرستان په تنګي بندینزي کې بېګا ناوخته پر یو کور ډرون برید شوی چې له امله یې د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل او یوه جنۍ ټپي شوه. د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ دا برید غندلی دی او پوښتلي یې دي: «دا ډرون برید پاکستان کړی که امریکا؟»

ځايي خلکو د وژل شوو کسانو جسدونه د جنوبي وزیرستان لده بدینزی پریس کلپ ته د اعتراض په ډول وړي دي او د انصاف غوښتنه کوي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو ویډیوو کې ښکاري چې په دغه ډرون برید کې کور مکمل وېجاړ شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ په دغه سیمه کې هیڅ وسلوال فعالیتونه نه لري.

په همدې حال کې د د پاکستان پارلمان پخواني غړي محسن داوړ په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي دي، ددې پرید په اړه باید پاکستان حکومت ځواب وايي چې دا برید پاکستان کړی که امریکا لخوا ترسره شوی دی.

تر اوسه د پاکستان پوځ ددغه برید په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه هم دا روښانه چې دا برید د چا لخوا ترسره شوی دی.

په سوېلي وزیرستان کې په یوې چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي دي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا په سوېلي وزيرستان کې په يوه کور کې د چاودنې له امله لږ ترلږه پنځه کسان وژل شوي دي. ځایي خلکو ویلي، چې دا د بې پیلوټه الوتکې "ډرون برید" و.

خو په سیمه کې یوه پاکستاني چارواکي ویلي، چې سیمه د وسله‌والو په ولکه کې ده.
هغه وويل:« زموږ لومړنۍ پلټنې ښيي، چې دا په کور کې دننه د ماين چاودنه وه.»

د نوموړي په وینا، پېښه د سوېلي وزیرستان په تنګي بدين زایي سيمه کې شوې ده.

له بل پلوه پښتون سیاست‌وال او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزیر هم په اېکس پاڼه لیکلي، چې دا د بې پیلوټه الوتکې برید و چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، چې په وژل شویو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي.
په دې اړه لا رسمي بنسټونو او خپلواکو سرچېنو تر اوسه څه نه دي ویلي.