• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جنوبي وزیرستان کې په ډرون برید سره د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل شول

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۳:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۱

د جنوبي وزیرستان په تنګي بندینزي کې بېګا ناوخته پر یو کور ډرون برید شوی چې له امله یې د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل او یوه جنۍ ټپي شوه. د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ دا برید غندلی دی او پوښتلي یې دي: «دا ډرون برید پاکستان کړی که امریکا؟»

ځايي خلکو د وژل شوو کسانو جسدونه د جنوبي وزیرستان لده بدینزی پریس کلپ ته د اعتراض په ډول وړي دي او د انصاف غوښتنه کوي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو ویډیوو کې ښکاري چې په دغه ډرون برید کې کور مکمل وېجاړ شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ په دغه سیمه کې هیڅ وسلوال فعالیتونه نه لري.

په همدې حال کې د د پاکستان پارلمان پخواني غړي محسن داوړ په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي دي، ددې پرید په اړه باید پاکستان حکومت ځواب وايي چې دا برید پاکستان کړی که امریکا لخوا ترسره شوی دی.

تر اوسه د پاکستان پوځ ددغه برید په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه هم دا روښانه چې دا برید د چا لخوا ترسره شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان له ایرلينډ سره نن د ۲۰ اوره لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۱

پاکستان د کوربه هېواد ایرلینډ سره د د ریو ۲۰ اوره لوبو د لړۍ وروستي لوبه نن د دوبلين ښار په کلونټرف کرېکټ لوبغالي کې کوي. د پاکستان او ايرلينډ ترمنځ د شل اوره لوبلړۍ لومړۍ لوبه ايرلينډ او دوهمه پاکستان کټلې وه.

تر اوسه لا د دې سيالۍ لپاره د لوبېدونکو لوبغاړو ترکيب ندی اعلان شوی.

د پاکستان او ايرلينډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد د پنځو ويکټو په توپير پاکستان ته ماته ورکړه.

پاکستان بيا د همدې سياليو په دوهمه لوبه کې ايرلينډ ته د ۷ ويکټو په توپير ماته ورکړې وه.

نن د دې سياليو په دريمه لوبه کې به د لوبلړۍ بريالۍ لوبډله معلوميږي.

په سوېلي وزیرستان کې په یوې چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي دي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا په سوېلي وزيرستان کې په يوه کور کې د چاودنې له امله لږ ترلږه پنځه کسان وژل شوي دي. ځایي خلکو ویلي، چې دا د بې پیلوټه الوتکې "ډرون برید" و.

خو په سیمه کې یوه پاکستاني چارواکي ویلي، چې سیمه د وسله‌والو په ولکه کې ده.
هغه وويل:« زموږ لومړنۍ پلټنې ښيي، چې دا په کور کې دننه د ماين چاودنه وه.»

د نوموړي په وینا، پېښه د سوېلي وزیرستان په تنګي بدين زایي سيمه کې شوې ده.

له بل پلوه پښتون سیاست‌وال او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزیر هم په اېکس پاڼه لیکلي، چې دا د بې پیلوټه الوتکې برید و چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، چې په وژل شویو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي.
په دې اړه لا رسمي بنسټونو او خپلواکو سرچېنو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د خارکیف والي: روسیه د وړو بریدګرو ډلو په مرسته په اوکراین کې د خارکیف جبهه پراخوي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۲۲:۰۴ GMT+۱

د اوکراین د خارکیف والي وايي، چې روسیې د دوشنبې په ورځ د اوکراین په خارکیف کې خپل ځمکني عملیاتو ته زور ورکړی او د کوچنیو ډلو په مرسته یې پر نویو سیمو بریدونه کړي. هغه وایي؛ روسیه هڅه کوي چې دغه سیمه کې خپله جبهه پراخه کړي.

د مسکو پوځیان د جمعې په ورځ د اوکراین دویم ستر ښار خارکیف ته نږدې سیمو باندې برید سره یې په روانه جګړه کې یوه نوې کرښه پرانیسته.

د اوکراین په ختیځ او سویل کې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په پراخه کچه جګړه روانه ده. دا پرمختگ کولی شي د کییف ځینې کم شوي ځواکونه له ختیځ څخه دغې سیمې ته ولیږدوي، چیرې چې روسیه ورو پرمختګ کوي.

د خارکیف والي اوليه سینهیبوف په ټلویزیوني څرګندونو کې وویل: "دښمن هڅه کوي، چې په قصدي ډول لومړۍ کرښې وغځوي، د کوچنیو ډلو پر مټ بریدونه وکړي او نوې سیمې تهدید کړي."

هغه وايي: "وضعیت ستونزمن دی."

اوکرایني رسنیو راپور ورکړی، چې د روسیې د برید یوه ورځ وروسته د اوکراین برید جنرال میخیلو دراپاتي د خارکیف جبهې د قوماندان په توګه ټاکلی دی.

دراپاتي د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د سویلي ښرسون سیمې د جبهې مشري کوله او له هغې وروسته د لوی درستیز د مرستیال په توګه وګمارل شو.

هند د ایران د چابهار بندر د چلولو لپاره لس کلن تړون لاسلیک کړ

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۲۰:۳۴ GMT+۱

هند د دوشنبې په ورځ له ایران سره د چابهار بندر د پراختیا او فعالیت د پرمخ وړلو لپاره لس کلن تړون لاسلیک کړ. د نرېندرا مودي په مشرۍ د هند حکومت ویلي، چې د منځني ختیځ له ستراتیژیک هېواد ایران سره اړیکې پیاوړې کوي.

هند د چابهار بندر چې د ایران په سویل ختیځ ساحل کې د عمان خلیج په اوږدو کې موقعیت لري، ایران افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د توکو د لیږدولو لپاره کاروي.

هند په دې توګه د خپل سیال پاکستان کراچۍ او ګوادر بندر ته یوه بدیله لاره جوړوي.

پر ایران د متحده ایالاتو بندیزونو د دغه بندر د پراختیا چارې ورو کړي دي.

د هند د بار وړلو وزیر سربانندا سونوال په تهران کې د تړون له لاسلیک وروسته وویل، چې د چابهار بندر نه یوازې چې د هند او ایران تر منځ د تجارت لپاره اهمیت لري، بلکې د یوې مهمې سوداګریزې لارې په توګه هند له افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو سره نښلوي.

هغه زیاته کړه: "دغه لاره په سیمه کې د سوداګرۍ او قوي اکمالاتو لپاره یوه نوی بدیل رامنځته کوي او د سوداګرې د پراختیا سبب کرځي."

دغه اوږدمهاله تړون د هند پورټس ګلوبل لمیټډ (IPGL) او د ایران د بندر او سمندري سازمان ترمنځ لاسلیک شو.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیر مهرداد بازرپاش وویل، چې د تړون له مخې؛ IPGL به په لومړي قدم کې شاوخوا ۱۲۰ ميلیون ډالر پانګونه وکړي په داسې حال کې چې ۲۵۰ میلیونو ډالرو اضافي پانګونه به هم کوي، چې د قرارداد ارزښت به ۳۷۰ میلیون ډالرو ته ورسوي.

دغه هندي شرکت د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۸ کال په پای کې د دغه بندر چارې پر غاړه واخیستې او له هغه وخته راهیسې د ۹۰ زره کانتینرونو د ۸.۴ میلیون ټنو څخه ډېر کارګو له دغې لارې انتقال کړي دي.

دغه چارواکي زیاته کړه، چې د چابهار بندر له لارې له هند څخه افغانستان ته ۲.۵ میلیونه ټنه غنم او دوه زره ټنه دال لېږدول شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر د دوشنبې په ورځ په ممبۍ کې خبریالانو ته وویل، "دغه تړون به په یاد بندر کې د لویو پانګونو لپاره لاره هواره کړي."

د غزې کړکېچ؛ اسراییلي ځواکونو د غزې په تصفیه شویو سیمو کې بیا عملیات پیل کړي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۶:۵۷ GMT+۱

اسراییلي ځواکونه د دوشنبې په ورځ د غزې په شمالي څنډه کې د هغه سیمو د بیا نیولو هڅه کوي، چې میاشتې وړاندې یې اعلان کړی و، چې د حماس له جنګیالیو یې پاکې کړې دي.

په همدې حال کې اسراییلي ځواکونو خپل ټانکونه او سرتېري د رفح ښار په لور روان کړي دي.

په داسې حال کې چې د غزې په شمالي او سویلي برخو کې له څو اونیو راهیسې سختې جګړې روانې دي، په سلګونو زره فلسطینیان یو ځل بیا د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي، او مرستندویه ډلې خبرداری ورکوي، چې بشري ناورین به په چټکۍ سره نور هم شدید شي.

اسراییلي ځواکونو د غزې شمال ته د خپلو سرتېرو د بیرته راستنېدو په اړه ویلي، چې دا سیمه یې د حماس له جنګیالیو له پاکولو وروسته پنځه میاشتې وړاندې پرېښې وه؛ خو اوس ځکه بېرته راستانه شوي، چې دلته د دغو جنګیالیو د دېره کېدو مخه ونیسي.

دغو ځواکونو ویلي، چې تل یې د جنګیالیو د حضور د مخنیوي په موخه داسې عملیات کړي‌ دي.‌

فلسطینیان وايي، چې د جګړې پخوانیو ډګرونو ته د ستنېدو اړتیا د دې ثبوت دی، چې د اسراییل پوځي اهداف د لاسته راوړلو وړ نه دي.

د غزې جبالیا کمپ چې ۷۵ کاله وړاندې د هغو فلسطیني کډوالو د اوسېدو لپاره جوړ شوی و، چې د اوسني اسراییل څخه بې ځایه شوي وو، د اسراییل تر برید لاندې راغلی.

د سیمې اوسېدونکو خپلې کډې یو ځل بیا په شا کړي‌ او له ویجاړو سړکونو او کورونو له منځه د یوې امنې سیمې په لټه کې دي.

د هغوی په خبره؛ پر دغه کمپ د ټانک مرمۍ لګېدلې دي او هوايي بریدونو ګڼ کورونه ویجاړ کړي.

یوې ښځې چې خپل نوم یې نه دی ښودلی وویل: "موږ نه پوهیږو چې چېرته ولاړ شو. موږ څو ځلې له یو ځای څخه بل ځای ته بې ځایه شوي یو. موږ په کوڅو کې منډې وهو چې یو امن ځای پېدا کړو، زمونږ سیمې ته ټانکونه او بلدوزرې راننوتي او مجبوره شو چې خپل ځای پریږدو."