بې پولې ډاکټرانو په افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي خبر ورکړ

د بې پولې ډاکټرانو سازمان په افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي خبر ورکړ. دغه سازمان وایي، چې سږکال یې په بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې په خپلو روغتیایي مرکزونو کې د هغو نږدې پنځه زره ماشومانو درملنه کړې ده چې په شري ناروغۍ اخته و.





