• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: خوست کې د طالبانو استخباراتو بند کې ۲ فعالان نامعلوم برخلیک لري او نور ګواښل کېږي

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۰:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۱

په خوست کې ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو ریاست دوه فعالان سیف الله منګل او فریدون ریان د نامعلومو دلایلو له امله زنداني کړي او سرنوشت یې نامعلوم دی. خوست کې نور فعالان هم شکایت کوي، چې بې له کوم دلیله د طالبانو ځورول کیږي.

په خوست کې ځايي سرچینو نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل ټولنیز فعال فریدون ریان د اپریل په لسمه او سیف الله منګل په روانه میاشت کې د طالبانو استخباراتو ریاست لخوا زنداني شوي دي.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې سیف الله چې له سعودي عربستان څخه وطن ته راغلی و، اوس یې د ویزې موده کمه پاتې ده او که له بنده ازاد نشي نو وېزه به یې ختمه شي.

نوموړي ته نژدې سرچینې وايي سیف الله هیڅ کومه ګناه نه لري او له طالبانو غواړي چې هغه له زندان ازاد کړي.

فریدون ریان په خوست کې پر ټولنیزو فعالیتونو سربېره لیکوال او شاعر هم دی.

د نوموړي نژدې خپلوان وايي که دوی کومه کناه لري باید محاکمه شي نو دا چې په میاشتو میاشتو د اسخباراتو په ریاست کې بې سرنوشته زنداني وي.

په خوست کې څو تنو ځوانانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې له څه مودې راهسې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو ریاست مدني او ټولنیز فعالان ور غواړي او موبیلونه یې د څو ورځو لپاره د پلټنې په پلمه ترې اخلي.

یو ځايي فعال له نوم پرته وايي:« په خوست کې د اسخباراتو لخوا د ځوانانو بې ځای ځورونه روانه ده او په لوی لاس طالبان غواړي چې ځوانان وطن پرېږدي خو مونږ نه پوهیږو چې خپل شکایت چاته ورسوو»

دوی زیاتوی د خوست یو شمیر فعال ځوانان د طالبانو استخباراتو ریاست ته غوښتل کیږي او پر فشار راوړي چې له خپلو ټولنیزو فعالیتونو لاس واخلي.

د خوست یو ځايي ټولنیز فعال« طالبان د ټولنیزو فعالانو د ټولنیزې رسنۍ څاري او بیا یې د استخباراتو ریاست ته غواړي او هلته بیا تحقیروي او بیا د ټولنیزو فعالیتونو د معنه کولو لپاره یې پر مرګ ګواښي».

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو بیا د مدني او ټولنیزو فعالینو یو لیست پیدا کړی دی، چې دغه کسان د بېلابیلو فعالیتونو له امله په خوست کې د طالبانو د اسخباراتو لخوا نیول شوي دي.

د طالبانو د واک ته رسېدلو سره تر اوسه پورې شاوخوا ۱۲ فعالین په بېلابیو پهانو د طالبانو لخوا بندیان شوي او وروسته په ضمانت خوشي شوي دي.

په بهر کې د خوست میشتي ځوانان له طالبانو غواړي، چې په دغه ولایت کې له ځورونې لاس واخلي، کنه دوی به ددې روانو ځورونو پرضد اروپايي اتحادې پرلمان مخې پرلت وکړي.

نه یوازې دا چې په خوست فعالین، لیکوالان او شاعرانو د طالبانو لخوا زنداني کیږي، بلکې د پلازمینې په شمول په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم ورته کسانو په بېلابیلو پهانو غوښتل کیږي او بیا زنداني کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره وايي کراچۍ کې یې د زینبیون لېوا ۷ غړي ونیول

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره وايي په کراچۍ کې یې د زینبیون لېوا هغه ۷ غړي ونیول، چې په دغه ښار کې د ۱۷ کسانو د وژلو مسوول دي. ایران د عراق سوریې جګړې ته د پاکستان له شیعه یانو د زینبیون په نوم لېوا جوړه کړې، خو د دې ډلې غړي پاکستان کې فرقه يي تاوتخریوالي ته په لمن وهلو تورېنږي

پاکستان حکومت د روان کال د تېر اپرېل میاشتې پر ۱۱ په دغه هېواد کې د زینبیون لېوا پر فعالیت بندیز ولګاوه.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره وايي، دې ډلې د تېر کال له سپټمبر د روان کال د پرورۍ تر ۲۱ یانې په نږدې پنځو میاشتو کې ۱۷ کسان په کراچۍ کې وژلي دي.

د دې ادارې په خبره، د زینبیون د دوو غړو وقار عباس او حسین اکبر په نیول کېدو سره د دې وژنو لړۍ ودرېده او نور غړي یې پټ شول.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د سیند صوبې مشر اصف اعجاز شیخ وايي، د دې وژنو پلانګر په مسلم مشهور سید حسین موسوي دا مهال په ګاونډي هېواد کې دی.

د نوموړي اشاره ایران ته وه، خو د دغه هېواد له نوم اخیستو یې ډډه وکړه.

د ایران ملاتړې توندلارې ډلې د پاکستان په نورو ښارونو کې هم په وژنو تورنېږي.

د پاکستان استخباراتي ادارې د تېرې جنورۍ پر ۱۷ د ایران اړوند شیعه تنظیم د د سني عالمانو شورا د مرستیال او د سپاه صحابه د یوه جګپوړي مشر مسعود رحمان عثماني په وژلو تورن کړ او د دې ډلې څلور کسان یې ونیول.

ایران د افغانستان له شیعه یانو هم د عراق او سوریې جګړې ته فاطمیون لېوا جوړه کړې ده، خو له افغان روڼد اندو سره اندېښنه ده چې ممکن تهران له دې ډلې هم د افغانستان په کورني تاوتریخوالي کې کار واخلي.

سرچینې: د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښتو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۰۷:۱۷ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته سیمه ییزې سرچینې وایي، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په ډنډپټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو نښتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینه وایي، چې یوازې په ډنډپټان کې د یوې ښځې په ګډون څلور ولسي کسان په دغو نښتو کې وژل شوي دي.

د سرچینو په خبره، له ځاځي اریوب او ډنډپټان وروسته دغه جګړه ځاځي میدان ته هم غځېدلې ده.

په طالبانو کې سرچینې وايي، چې ټوله شپه په ډنډپټان او ځاځي میدان کې جګړه روانه وه؛ خو اوس وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د هغه په وینا، په دغو نښتو کې په ځاځي میدان کې یوازې یو ولسي وګړی ټپي شوی دی؛ خو طالبان په دې اړه نه غواړي له رسنیو سره لا ډېر مالومات شریک کړي.
د سرچینو په وینا، لاتراوسه د دواړو ولسوالیو د تلفاتو کره شمېره روښانه نه ده؛ خو ویل کېږي چې د طالبانو لوري ته هم پکې مرګژوبله اوښتې ده.
خو د سیمه‌ییزو رسنیو له‌خوا په خپرو شویو راپورونو کې د مرګ ژوبلې شمېره د لس تنو په شاوخوا کې ښودل شوې ده.
د دغو رسنیو د سرچینو په خبره، په ډنډپټان کې دغو نښتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسه وژل شوي او پنځه نور بیا ټپیان دي.
افغانستان انټرنشنل ته سرچینو زیاته کړې، چې جګړه د شپې په درېیو بجو پیل شوه چې تر دې دمه کله زور اخلي او کله هم د ډزو غږونه کم شي.
دغو سرچینو ویلي، چې پاکستاني پوله ساتي د خلکو په کورونو او ځنګلونو ډزې کوي او ډېرې کورنۍ اړې شوې چې خپلې مېنې پرېږدي.
تېره ورځ هم یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، طالبانو د دغې نښتې د تلفاتو په اړه لا په ډاګه څه نه دي ويلي؛ خو په سیمه کې ځینو طالبانو ویلي، چې په دې نښته کې یو طالب وژل شوی.
د سرچینې په خبره، ښایي په دغې نښته کې د طالبانو تلفات تر دې هم زیات وي.
سرچینې ادعا کړې، چې طالبانو پنځه پاکستاني پوله ساتي ژوندي له ځانه سره وړي؛ خو په دې تړاو له کوم رسمي ادرسه څه نه دي ویل شوي.
له بل پلوه په پاکستان کې هم سرچینې ادعا کوي، چې په دغو نښتو کې د طالبانو ۱۲ کسان وژل شوي دي.

ځایي سرچینو د افغانستان په شمالي او مرکزي سیمو کې د سېلابونو د یوې نوې څپې خبر ورکړی

۲۸ غویی ۱۴۰۳ - ۱۷ می ۲۰۲۴، ۰۶:۲۷ GMT+۱

په غور ولایت کې ځایي سرچینو ویلي، چې د بارانونو دوام په فیروزکوه او یو شمېر ولسوالیو کې د سېلابونو نوې څپې رامنځته کړي دي.

همدا راز، د سمنګان، جوزجان او فارياب اوسېدونکو هم د وېډيوګانو په لېږلو سره د سېلابونو د نوي څپې خبر ورکړ.

د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو رالېږلې او وایی: «سېلاب د سیمې خلک ویرولي او د استوګنې یو شمېر کورونه یې ویجاړ کړی دی.»

هغه ویډیوګانې چې له سمنګان او فاریاب څخه افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ښيي چې سېلاب ځینې کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي. ځايي اوسېدونکي وايي، چې سېلابونو د دوى کورونه او څاروي له منځه وړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د سېلابونو لومړۍ څپه له غور ولايت څخه پيل شوه او وروسته فارياب او بغلان ولايتونو ته وغځيده. نړۍوالو سازمانونو ویلي، چې په سېلابونو کې څه باندې درې سوه کسان مړه شوي دي.

دا مهال د غور ولایت د ډېریو ولسوالیو مواصلاتي لارې د دې ولایت له مرکزسره تړلي دي.

د دغوولسواليو خلک د خوراکي توکو له کمښت څخه شکايت کوي. دوی وايي، چې د لارو د بندېدو له امله دغو ولسوالیو ته بشري مرستې نه دي رسېدلي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژان پییر لاکروا، د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي. خوهبت الله اخندزاده له لاکروا سره چې کابل کې په لیدنو بوخت دی، نه دي لیدلي او له لیدو یې ډډه کړې ده.

لا څرګنده نه ده چې د طالبانو دغه مشر به په راتلونکو ورځو کې د ملګرو ملتونو له دغه لوړ پوړي چارواکي سره وګوري او که نه. سرچینو وایي، د طالبانو مشر ويلي، چې له متقي څخه به د سرمنشي مرستیال نظرونه او وړاندیزونه ترلاسه کړي.

په ندرت سره له بهرنیو چارواکو سره د طالبانو د مشر د لیدنې په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

هبت الله اخندزاده یوازې له دوو بهرنیو چارواکو سره لیدلي.

هغه هم د ۱۴۰۲کال په وږي او تلې میاشت کې د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني او د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن سره لیدلي دي.

سرچينې وایي، چې لاکروا له متقي سره د ليدنې پر مهال له طالبانو وغوښتل، چې له نورو قومونو سره له تاوتريخوالي ډډه وکړي. همدا راز هغه وويل، چې د طالبانو په رسمي او شخصي زندانونو کې د پخوانيو دولتي چارواکو خپلسري نيول او بندي کول بايد ودرول شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د ټولو نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

سرچينې وایي، چې د سرمنشي د مرستيال د دې غوښتنې په ځواب کې متقي وويل، طالبان لا هم دې ته چمتو نه دي، چې د ټولو نجونو پر مخ د تعليمي ادارو دروازې پرانيزي.

متقي د طالبانو د مشر له قوله ویلي، چې «ملګري ملتونه دې د نجونو د تعلیم په مساله کې لاسوهنه نه کوي. ځکه د نجونو زده کړه د افغانستان د خلکو له دودونو او عقایدو سره تړاو لري.»

متقي ژمنه وکړه چې طالبان به په ښو شرايطو کې د نجونو او ښځو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي، خو هغه د ښځو پر زده کړو د بنديز د لرې کولو لپاره د مهال وېش له ورکولو ډډه کړې ده.

همدا راز،د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د مرستندویه موسسو په چارو کې د طالبانو د لاس وهنې په اړه اندیښنه څرګنده کړه او وې ویل، چې دا مساله به له طالبانو سره د ملګرو ملتونو پر همکارۍ منفي اغیز وکړي.

لاکروا ویلي، چې ملګري ملتونه غواړي مرستې په شفافه توګه اړمنو خلکو ته ورسیږي، خو د طالبانو لاسوهنه د دې مخه نیسي. نوموړي د نورو خڼډونو تر څنګ د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د طالبانو د امر بالمعروف و نهې عن المنکر وزارت لاسوهنې ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې دغه کار ښځو ته د مرستو د رسولو مخه نيسي.

په جرمني کې ۲۱۲ میلیونه ډالره؛ په اروپا کې د رحماني د "مالي امپراتورۍ" په اړه نوې موندنې

۲۷ غویی ۱۴۰۳ - ۱۶ می ۲۰۲۴، ۲۰:۳۷ GMT+۱

د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې د افغانستان د پارلمان د پخواني غړي اجمل رحماني د "مالي امپراتورۍ" په اړه دا ځل په اروپا کې نوې موندنې خپرې کړي دي.

د دغه راپور له مخې چې د یوې جرمنۍ رسنۍ د موندنو پر بنسټ چمتو شوی، رحماني یوازې په جرمني کې د ۲۱۲میلیونه ډالرو په ارزښت جایدادونه لري.

جرمنۍ رسنۍ زد دي اف فرونتال موندلې، چې اجمل رحماني دا جایدادونه د خپل قبرس پاسپورټ په کارولو او د جرمني او قبرس شرکتونو په مرسته د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو ترمینځ د متحده ایالاتو له خوا تر بندیز مخکې اخیستي.

د دغه راپور په دوام کې به تاسو د اجمل رحماني د قبرس پاسپورت او له نوموړي د دغه پاسپورت د بیرته اخېستلو د احتمال په اړه هم جزییات ولولی.

د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې تر دې مخکې په یوه راپور کې لیکلي وو، چې د افغانستان د ولسي جرګې پخواني مشر او زوی یې په دوبۍ کې د ۱۵،۲ میلیونو ډالرو په ارزښت جایدادونه اخیستي او هر کال له دغو شتمنیو څخه میلیونونه ډالر ګټي. میر رحمان رحماني وايي، دا رقم "لوی او له حقیقته لرې دی".

په اتریش کې د ملکیتونو د ثبت د اسنادو پر بنسټ د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې موندنې دا هم په ډاګه کوي چې د ښاغلي رحماني مېرمن تهمینه تجلی د ۲۰۲۰کال په پای کې په دغه ښار کې د لس نیم میلیون یورو (۱۳.۲میلیون ډالرو) په ارزښت یوه ویلا په کیتسبوهل کې اخېستې ده.دغه ښار د هغو بډایه خلکو لپاره دی چې د سکي لپاره اتریش ته ځي. د دغې څېړنیزې ادارې د موندنو له مخې مېرمن تجلی دغه کور د خپل قبرس پاسپورټ پر مټ اخیستی دی.

قبرس د اروپايي ټولنې یوه برخه ده او د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مشر زوی اجمل رحماني ویلي، چې په دغه هېواد کې یې د "پانګې اچونې" له لارې د قبرس پاسپورټ ترلاسه کړی دی.

د شفافیت د نړۍوال سازمان یوه غړي د دغه راپور جوړونکو ته ویلي، چې د اروپايي ټولنې د یوه غړي هېواد تابعیت درلودل د غړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ پر ازادۍ سربېره نورې ګټې هم لري، لکه د دغې اتحادیې په اړو هیوادونو کې د بانکې حسابونو پرانیستل.

اجمل رحماني ویلي، چې د جرمني د شتوتګارت ښار د څارنوالانو له خوا د هغه د املاکو د راکړې ورکړې او سوداګرۍ په اړه ویلي، چې د خپلو وکیلانو او حقوقي استازو له لارې په دې څیړنه کې همکاري کوي.

تېر کال، متحده ایالاتو میر رحمان رحماني او د هغه زوی اجمل د "پراخ مالي فساد" تورن کړي او بندیز یې پرې لګولی و، چې د بډې ورکول، د مالیاتو نه ورکول او په لوړه بیه پر حکومت د توکو خرڅول په کې شامل و. ښاغلي رحماني دا ټول تورونه رد کړل او ویې ویل چې د امریکا د حکومت د پرېکړې پر وړاندې به قانوني چلند وکړي.

د قبرس طلایي پاسپورټ

د قبرس د سرو زرو پاسپورټ چې له نیوکو سره مخ شو
100%
د قبرس د سرو زرو پاسپورټ چې له نیوکو سره مخ شو

اروپایی هېواد قبرس د نورو هېوادونو وګړو د پانګونې د جلبولو لپاره پاسپورټونه ورکوي. بهرني وکړي کولای شول د دوه نیم میلیون یورو په پانګونې سره له قبرس څخه د سرو زرو پاسپورت ترلاسه کړي.

د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو د پروژې په موندنو کې ویل شوي چې اجمل رحماني په ۲۰۱۴کال کې قبرس کې ساحلي ویلا رانیولې وه، چې لږ تر لږه ۲،۵میلیونه یورو (۳.۱۶میلیون ډالرو) ارزښت لري، او په دې توګه یې د قبرس د سرو زرو پاسپورټ ترلاسه کړی و.

د ۲۰۰۷او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ، د قبرس حکومت له ۳زره او ۵۰۰څخه زیاتو غوښتونکو او د ۳زرو او اته سوه څخه زیاتو خپلوانو ته یې د سرو زرو پاسپورټونه ورکړي وو. د اروپايي ټولنې د یوه غړي هېواد د تابعیت د ورکولو دغه طریقه تر نیوکو لاندې راغلې، چې د هغې له جملې دارويا کمیسیون ټینګار وکړ چې د دې اتحادیې تابعیت باید ونه پلورل شي.

د بشري حقونو په سرغړونو د تورنو کسانو په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د فساد په تور ګڼ شمېر کسان توانیدلي چې د ۲،۵میلیونه یورو پانګونې په بدل کې د قبرس پاسپورټونه ترلاسه کړي.

دا پروګرام په ۲۰۲۲ کال کې ودرول شوه. د قبرس د حکومت د پلټنو د څانګې موندنې ښيي چې د دغو پاسپورتونو یوه لویه برخه په ناقانونه توګه صادر شوي دي.

افغانستان ته د لیږلو او احتمالي بندیزونو په اړه اعتراض

میر رحمان رحماني او زوی یې اجمل رحماني
100%
میر رحمان رحماني او زوی یې اجمل رحماني

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني مشر میر رحمان رحماني د افغانستان د پوځ د تېلو په قراردادونو کې د پراخو درغلیو او فساد په اړه د امریکا د خزانې وزارت تورونه رد کړي دي. هغه د امريکا له قضايي او عدلي مراجعو غوښتي چې د خزانې وزارت د راپور جوړونکي «تر عدلي تعقيب» لاندې ونيسي.

ښاغلی رحماني او زوی یې وايي، چې د دوی د شتمنیود اندازې په اړه مبالغه شوې او دغه پېسې یې له قانوني لارو لکه سوداګرۍ او د مالي قراردادونو په ترلاسه کولو ګټلي دي او اجازه لري چې هر چېرې یې زړه وي پانګونه وکړي.

د دغې څېړنیزې موسسې د راپور د لیکوالانو په وینا، اجمل رحماني شکایت کړی چې دغه بندیزونه په اروپا کې د ده د شرکتونو پر مالي ګټو منفي اغېز کوي. هغه ویلي دي، چې په جرمني کې د ۲۱۲میلیون ډالرو په ارزښت د جایدادونو اخیستل نه شي تاییدولای.

رحمانیان اندیښمن دي چې د متحده ایالاتو بندیزونه به د دوی د قبرس تابعیت ترې واخلي. دوی ویلي دي، چې که د قبرس تابعیت له لاسه ورکړي، ښايي افغانستان ته واېستل شي او د طالبانو لاس ته ولویږي.