ځایي سرچینو د افغانستان په شمالي او مرکزي سیمو کې د سېلابونو د یوې نوې څپې خبر ورکړی

په غور ولایت کې ځایي سرچینو ویلي، چې د بارانونو دوام په فیروزکوه او یو شمېر ولسوالیو کې د سېلابونو نوې څپې رامنځته کړي دي.

په غور ولایت کې ځایي سرچینو ویلي، چې د بارانونو دوام په فیروزکوه او یو شمېر ولسوالیو کې د سېلابونو نوې څپې رامنځته کړي دي.
همدا راز، د سمنګان، جوزجان او فارياب اوسېدونکو هم د وېډيوګانو په لېږلو سره د سېلابونو د نوي څپې خبر ورکړ.
د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو رالېږلې او وایی: «سېلاب د سیمې خلک ویرولي او د استوګنې یو شمېر کورونه یې ویجاړ کړی دی.»
هغه ویډیوګانې چې له سمنګان او فاریاب څخه افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ښيي چې سېلاب ځینې کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي. ځايي اوسېدونکي وايي، چې سېلابونو د دوى کورونه او څاروي له منځه وړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د سېلابونو لومړۍ څپه له غور ولايت څخه پيل شوه او وروسته فارياب او بغلان ولايتونو ته وغځيده. نړۍوالو سازمانونو ویلي، چې په سېلابونو کې څه باندې درې سوه کسان مړه شوي دي.
دا مهال د غور ولایت د ډېریو ولسوالیو مواصلاتي لارې د دې ولایت له مرکزسره تړلي دي.
د دغوولسواليو خلک د خوراکي توکو له کمښت څخه شکايت کوي. دوی وايي، چې د لارو د بندېدو له امله دغو ولسوالیو ته بشري مرستې نه دي رسېدلي.


سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژان پییر لاکروا، د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي. خوهبت الله اخندزاده له لاکروا سره چې کابل کې په لیدنو بوخت دی، نه دي لیدلي او له لیدو یې ډډه کړې ده.
لا څرګنده نه ده چې د طالبانو دغه مشر به په راتلونکو ورځو کې د ملګرو ملتونو له دغه لوړ پوړي چارواکي سره وګوري او که نه. سرچینو وایي، د طالبانو مشر ويلي، چې له متقي څخه به د سرمنشي مرستیال نظرونه او وړاندیزونه ترلاسه کړي.
په ندرت سره له بهرنیو چارواکو سره د طالبانو د مشر د لیدنې په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
هبت الله اخندزاده یوازې له دوو بهرنیو چارواکو سره لیدلي.
هغه هم د ۱۴۰۲کال په وږي او تلې میاشت کې د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني او د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل الرحمن سره لیدلي دي.
سرچينې وایي، چې لاکروا له متقي سره د ليدنې پر مهال له طالبانو وغوښتل، چې له نورو قومونو سره له تاوتريخوالي ډډه وکړي. همدا راز هغه وويل، چې د طالبانو په رسمي او شخصي زندانونو کې د پخوانيو دولتي چارواکو خپلسري نيول او بندي کول بايد ودرول شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د ټولو نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.
سرچينې وایي، چې د سرمنشي د مرستيال د دې غوښتنې په ځواب کې متقي وويل، طالبان لا هم دې ته چمتو نه دي، چې د ټولو نجونو پر مخ د تعليمي ادارو دروازې پرانيزي.
متقي د طالبانو د مشر له قوله ویلي، چې «ملګري ملتونه دې د نجونو د تعلیم په مساله کې لاسوهنه نه کوي. ځکه د نجونو زده کړه د افغانستان د خلکو له دودونو او عقایدو سره تړاو لري.»
متقي ژمنه وکړه چې طالبان به په ښو شرايطو کې د نجونو او ښځو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي، خو هغه د ښځو پر زده کړو د بنديز د لرې کولو لپاره د مهال وېش له ورکولو ډډه کړې ده.
همدا راز،د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د مرستندویه موسسو په چارو کې د طالبانو د لاس وهنې په اړه اندیښنه څرګنده کړه او وې ویل، چې دا مساله به له طالبانو سره د ملګرو ملتونو پر همکارۍ منفي اغیز وکړي.
لاکروا ویلي، چې ملګري ملتونه غواړي مرستې په شفافه توګه اړمنو خلکو ته ورسیږي، خو د طالبانو لاسوهنه د دې مخه نیسي. نوموړي د نورو خڼډونو تر څنګ د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د طالبانو د امر بالمعروف و نهې عن المنکر وزارت لاسوهنې ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې دغه کار ښځو ته د مرستو د رسولو مخه نيسي.

د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې د افغانستان د پارلمان د پخواني غړي اجمل رحماني د "مالي امپراتورۍ" په اړه دا ځل په اروپا کې نوې موندنې خپرې کړي دي.
د دغه راپور له مخې چې د یوې جرمنۍ رسنۍ د موندنو پر بنسټ چمتو شوی، رحماني یوازې په جرمني کې د ۲۱۲میلیونه ډالرو په ارزښت جایدادونه لري.
جرمنۍ رسنۍ زد دي اف فرونتال موندلې، چې اجمل رحماني دا جایدادونه د خپل قبرس پاسپورټ په کارولو او د جرمني او قبرس شرکتونو په مرسته د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو ترمینځ د متحده ایالاتو له خوا تر بندیز مخکې اخیستي.
د دغه راپور په دوام کې به تاسو د اجمل رحماني د قبرس پاسپورت او له نوموړي د دغه پاسپورت د بیرته اخېستلو د احتمال په اړه هم جزییات ولولی.
د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې تر دې مخکې په یوه راپور کې لیکلي وو، چې د افغانستان د ولسي جرګې پخواني مشر او زوی یې په دوبۍ کې د ۱۵،۲ میلیونو ډالرو په ارزښت جایدادونه اخیستي او هر کال له دغو شتمنیو څخه میلیونونه ډالر ګټي. میر رحمان رحماني وايي، دا رقم "لوی او له حقیقته لرې دی".
په اتریش کې د ملکیتونو د ثبت د اسنادو پر بنسټ د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې موندنې دا هم په ډاګه کوي چې د ښاغلي رحماني مېرمن تهمینه تجلی د ۲۰۲۰کال په پای کې په دغه ښار کې د لس نیم میلیون یورو (۱۳.۲میلیون ډالرو) په ارزښت یوه ویلا په کیتسبوهل کې اخېستې ده.دغه ښار د هغو بډایه خلکو لپاره دی چې د سکي لپاره اتریش ته ځي. د دغې څېړنیزې ادارې د موندنو له مخې مېرمن تجلی دغه کور د خپل قبرس پاسپورټ پر مټ اخیستی دی.
قبرس د اروپايي ټولنې یوه برخه ده او د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني مشر زوی اجمل رحماني ویلي، چې په دغه هېواد کې یې د "پانګې اچونې" له لارې د قبرس پاسپورټ ترلاسه کړی دی.
د شفافیت د نړۍوال سازمان یوه غړي د دغه راپور جوړونکو ته ویلي، چې د اروپايي ټولنې د یوه غړي هېواد تابعیت درلودل د غړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ پر ازادۍ سربېره نورې ګټې هم لري، لکه د دغې اتحادیې په اړو هیوادونو کې د بانکې حسابونو پرانیستل.
اجمل رحماني ویلي، چې د جرمني د شتوتګارت ښار د څارنوالانو له خوا د هغه د املاکو د راکړې ورکړې او سوداګرۍ په اړه ویلي، چې د خپلو وکیلانو او حقوقي استازو له لارې په دې څیړنه کې همکاري کوي.
تېر کال، متحده ایالاتو میر رحمان رحماني او د هغه زوی اجمل د "پراخ مالي فساد" تورن کړي او بندیز یې پرې لګولی و، چې د بډې ورکول، د مالیاتو نه ورکول او په لوړه بیه پر حکومت د توکو خرڅول په کې شامل و. ښاغلي رحماني دا ټول تورونه رد کړل او ویې ویل چې د امریکا د حکومت د پرېکړې پر وړاندې به قانوني چلند وکړي.
د قبرس طلایي پاسپورټ

اروپایی هېواد قبرس د نورو هېوادونو وګړو د پانګونې د جلبولو لپاره پاسپورټونه ورکوي. بهرني وکړي کولای شول د دوه نیم میلیون یورو په پانګونې سره له قبرس څخه د سرو زرو پاسپورت ترلاسه کړي.
د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو د پروژې په موندنو کې ویل شوي چې اجمل رحماني په ۲۰۱۴کال کې قبرس کې ساحلي ویلا رانیولې وه، چې لږ تر لږه ۲،۵میلیونه یورو (۳.۱۶میلیون ډالرو) ارزښت لري، او په دې توګه یې د قبرس د سرو زرو پاسپورټ ترلاسه کړی و.
د ۲۰۰۷او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ، د قبرس حکومت له ۳زره او ۵۰۰څخه زیاتو غوښتونکو او د ۳زرو او اته سوه څخه زیاتو خپلوانو ته یې د سرو زرو پاسپورټونه ورکړي وو. د اروپايي ټولنې د یوه غړي هېواد د تابعیت د ورکولو دغه طریقه تر نیوکو لاندې راغلې، چې د هغې له جملې دارويا کمیسیون ټینګار وکړ چې د دې اتحادیې تابعیت باید ونه پلورل شي.
د بشري حقونو په سرغړونو د تورنو کسانو په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د فساد په تور ګڼ شمېر کسان توانیدلي چې د ۲،۵میلیونه یورو پانګونې په بدل کې د قبرس پاسپورټونه ترلاسه کړي.
دا پروګرام په ۲۰۲۲ کال کې ودرول شوه. د قبرس د حکومت د پلټنو د څانګې موندنې ښيي چې د دغو پاسپورتونو یوه لویه برخه په ناقانونه توګه صادر شوي دي.
افغانستان ته د لیږلو او احتمالي بندیزونو په اړه اعتراض

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني مشر میر رحمان رحماني د افغانستان د پوځ د تېلو په قراردادونو کې د پراخو درغلیو او فساد په اړه د امریکا د خزانې وزارت تورونه رد کړي دي. هغه د امريکا له قضايي او عدلي مراجعو غوښتي چې د خزانې وزارت د راپور جوړونکي «تر عدلي تعقيب» لاندې ونيسي.
ښاغلی رحماني او زوی یې وايي، چې د دوی د شتمنیود اندازې په اړه مبالغه شوې او دغه پېسې یې له قانوني لارو لکه سوداګرۍ او د مالي قراردادونو په ترلاسه کولو ګټلي دي او اجازه لري چې هر چېرې یې زړه وي پانګونه وکړي.
د دغې څېړنیزې موسسې د راپور د لیکوالانو په وینا، اجمل رحماني شکایت کړی چې دغه بندیزونه په اروپا کې د ده د شرکتونو پر مالي ګټو منفي اغېز کوي. هغه ویلي دي، چې په جرمني کې د ۲۱۲میلیون ډالرو په ارزښت د جایدادونو اخیستل نه شي تاییدولای.
رحمانیان اندیښمن دي چې د متحده ایالاتو بندیزونه به د دوی د قبرس تابعیت ترې واخلي. دوی ویلي دي، چې که د قبرس تابعیت له لاسه ورکړي، ښايي افغانستان ته واېستل شي او د طالبانو لاس ته ولویږي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ او د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ هغه څه وغندل چې دوی یې د امریکا مخ په زیاتیدونکي مغرورانه چلند بولي او ژمنه یې وکړه، چې د دواړه هیوادونه دفاعي او نظامي اړیکې لا ژورې کړي.
واشنګتن ته په ښکاره غبرګون کې، چې د بهرنیو چارو وزیر یې تیره میاشت چین ته تللی و ترڅو بیجینګ وهڅوي چې له مسکو سره خپلې اړیکې کمې کړي، شي جینګ پینګ وویل، چې بیجینګ او مسکو د اوکراین په ګډون یو لړ مهمو مسلو باندې خبرې کړي او زیاته یې کړه چې د دواړو هیوادونو د اړیکو د کمرنګه کولو په برخه کې به د لویدیځ د فشارونو په وړاندې مقاومت وکړي.
شي جين پينګ پوتين ته وويل: " د چين او روسيې اړيکې په سختې دې ځای ته رسیدلي دي، دواړه خواوې بايد د هغې پالنه او ملاتړ وکړي."
هغه زیاته کړه: "چين غواړي چې په ګډه له نورو هېوادونو سره پرمختګ وکړي او په نړۍ کې د عدل او انصاف د ساتلو لپاره ګډ کار وکړي."
د دغه دواړو ولسمشرانو د لیدنې په اړه په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړو لورو، د ستراتیژیک اټومي توازن څخه د سرغړونې لپاره د متحده ایالاتو د هڅو، په نړیواله کچه د متحده ایالاتو د توغندیو دفاعي سیسټم چې روسیه او چین ګواښي، او د دقیقو هدف ویشتونکو غیر اټومي وسلو لپاره د متحده ایالاتو د پلانونو په اړه هم خبرې کړي دي.
پوتین چې په روانه میاشت کې د ولسمشر په توګه د نوې دورې د پیلیدو راهیسې په خپل لومړي بهرني سفر تللی، د نړۍ په چارو کې د مسکو او بیجینګ همکاري په نړیوال ډګر کې د ثبات یو مهم عامل بولي.
پوتين شي جين پينګ ته وويل: "موږ په ګډه د عدالت له اصولو او د يو ډيموکراتيک نړيوال نظم دفاع کوو چې څو قطبي واقعيتونه منعکس کوي او د نړيوال قانون پر بنسټ ولاړ دي."
د پوتین دا سفر څو اونۍ وروسته له هغه شوی چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چین ته تللی و ترڅو د هغه څه په اړه خپله اندیښنه شریکه کړي چې د هغه په وینا د روسیې له اردو څخه د چین ملاتړ دی. نوموړي ویلي، چې واشنګټن به په هغو چینایي شرکتونو د بندیزونو لګولو ته دوام ورکړي چې د روسیې دفاعي سکتور ته اکمالات کوي.

باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده کابل ته سفر کړی او د دې ډلې له واليانو سره یې لیدلي دي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ په کورنیو چارو وزارت کې د طالبانو له واليانو سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، چې نوموړى تېره ورځ پلازمېنې ته رسېدلى دى.
د طالبانو د ډلې د ۳۴ ولایتونو والیان او امنیه قومندانان د کورنیو چارو په وزارت کې موجود و او د طالبانو مشر ورسره خبرې کړي دي. په دغه لیدنې کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم موجود و.
د طالبانو مرموز او پټ مشر هبت الله اخوندزاده تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی او داسې ښکاري چې تر ډېره په کندهار کې اوسیږي.

د بغلان د سیلاوونو په اړه کوم ښاغلي له تلویزیون سره په مرکه کې خپله قومي سرینده وهله، ویل په شمال کې سیلاوونه پلاني قوم راوستلي ...
ډېرو ورپورې وخندل، ډېرو مسخره کړ، مګر هیچا یې ترشا لاملونه او سنجول شوي پروګرامونه ونه څېړل. خبره دا ده، چې دې ښاغلي غوندې ګڼ شمېر اغلیو او ښاغلیو ته د منظمو مالي امتیازاتو په ورکولو سره ماموریت ورسپارل شوی، چې د افغانستان او سیمې شخړې قومي کړي چې د قومونو د سره جنګولو په دغو خړو اوبو کې بیا نړیوال زبرځواکونه او د هغوی سیمهییز ټېکه داران د خپلو اهدافو کبان ښکار کړلای شي.
د بدخشان د پاڅون قومي کول، د غلجي و دراني، کندهاري و خوستي، پنجشیري و خراساني کیسې یوه هم تصادفي نه ده. په بدخشان کې د کوکنارو له منځه وړلو په لوبه کې خلکو له مستبدې واکمنۍ خپل ګرومونه بهر راوایستل او لاریون یې وکړ، ځینو په کې چیغې کړې، چې پلانی قوم پلاني قوم ته بېناموسي وراړوي.

په تویتر سپيسونو کې د قومي ښکنځلو او بوینو عقدو فضا ته دې خدای مه وروله. دا کیسه یوازې په افغانستان کې نه ده، د کشمیر له پاڅونونو یې راونیسه، د بلوڅو تر خونړیو جګړو، د پښتنو قبایلو تر ځپلو بیا د جیشالعدل تر بریدونو او غزې و تورکیې پورې روانه اورلیکه په چټکۍ سره مخ په قومي کولو روانه ده. په هیندوستان کې هم دا ځلې د کانګرس او واکمنو ښي اړخو ترمنځ ناندرۍ د دغه هېواد له تاریخي دودیزو سیاسي سیالیو سره توپیر لري.
په سهیلي پښتونخوا کې د جان اڅکزي په نامه یو کس اوس په پنجشیر او بدخشان کې د تاجیکو افغانانو د حقوقو مدافع دی، په پخواني تویتر او اوسني ایکس کې ګڼ شمېر اصلي او مستعارې کړکۍ شته چې ورکړل شوي روایتونه او ادبیات په لږ و ډېر توپیر خپروي. د تولید شویو روایتونو له سره ورته هدف او کارېدونکیو اصطلاحاتو څخه له ورایه پوهېدلای شئ، چې د ټولو شاته د امر و نهی یوه سرچینه ده.
ولې د شخړو او جګړو روایتونه قومي کیږي؟
د سړې جګړې په بستر کې رازېږېدلي جهادي اورپکي او افراطي جوړښتونه نور نو د سیمهییزو شخړو د دوام لپاره انګېزه نه لري. نور نو د غرب له خوا ورکړل شوی روایت « اسلام په خطر کې دی!» هغه ډول جاذبه نه لري، ځکه په ډېرو سیمو کې د همدې شعار تر سیوري لاندې راجوړې شوې جهادي ډلې په واک کې دي. هغوی چې ګواکې اسلام له ورپېښ خطره ژغوره اوس هلته و دلته واکمن دي، نور نو په دې نامه جنګېدل خلک راپارولای نه شي، خلک له دې اړخه ویښ او هوښیار شوي دي. که څه هم د تورو او سپینو، برګو او شنو ترمنځ د بهتره اسلامي نظام د ټینګولو پر سر شخړې لا هم روانې دي، خو د دوی جوړوونکي لابراتوارونه دې پایلې ته رسېدلي دي، چې دا باروت نور په خلاصېدو دي. عجیبه دا ده، چې په پوره مهارت هڅه کیږي، همدا تور، سپین، شنه او برګ جهادي جوړښتونه قومي کړای شي. تورو ته د هغو قومونو د ورتلو رجحان زیات دی چې له واکه بهر دي او ځان مظلوم ګڼي. د دوی تمویلوونکي بنسټونه هڅه کوي د دوی په محرومیتونو او قومي عقدو کې پانګونه وکړي او سپین هغه خو یې لا له پخوا څخه د سیمې د یوه لوی قوم سره مترادف ګرځولي دي.
د سړې جګړې نوی دوران راپیلیدونکی دی او هماغه وسلوالې جهادي ډلې چې پخوا په عقیدوي پوتانسیل سره جنګول کېدل په نوي پړاو کې یې په قومي ځواک سره جنګوي، روانه زمانه د دغو پړاوونو د ناولي و خونړي بدلون ورځې دي.
زه ټینګ باور باور لرم، چې د افغانستان ستونزه هیڅکله قومي نه وه او نه ده، ځکه په قومي ستېژ لوبېدونکي لوبغاړي هيڅکله د هېڅ قوم استازي نه دي، بلکې تل یو له بهره راتپل شوی جنګ دی، چې په کې قومي تفاوتونه او تنوع د ابزارو او وسیلو په توګه کارول کیږي.افغانان خپلمنځي قومي دوښمني نه لري، خو که پردي استخبارات د پيسو او وسلو په زور بېلابېل لوري تر خوا ونیسي بیا نو په قومي حُب و بغض کې سره جنګېدلای شي.
یوه بله ستونزه چې دوښمنانو پېژندلې، خو موږ لا هم نه یو پرې پوهېدلي هغه د ملتپالنې او ملتپالو اسیب پذیري او مظلومیت دی. ملتپال بهیرونه او شخصیتونه د پردیو دوښمنو ځواکونو د لارې تر ټولو مهم خنډونه دي. دوی چې د قومي شخړو مخالف دي هم د جهادیانو له خوا تکفیریږي او هم د قومي سکټاریستانو له لوري ښکنځل کیږي. هغوی چې په افغانستان کې د ملت –دولت په پیاوړتیا باور لري له دواړو لوریو تر ګوزارونو لاندې دي.
هغوی چې د قومي شخړو پر اور تېل شیندي او د قومي کرکې و نفرت روایتونه او ادبیات تولیدوي له څو اړخو مجبور دي، یو دا چې د سیاست کولو لپاره بل فکر او سیاسي لار وچار نه پېژني. دا تر ډېره بریده د کمزوري سیاسي سواد خاوندان، د شهرت وږي، د مادي ګټو اړمن او د ځان مطرح کولو سخت تږي دي. د شهرت بله وسیله نه پېژني او که سیلاو هم راشي، نو لکه خوږهخولی توتي قومي بابولاله پیل کړي او وايي، چې سیلاوونه او زلزلې د پلاني قوم له لاسه پېښیږي. بله کیسه دا ده، چې د نړیوالو ښکېلاکي استخباراتو له خوا د داسې وګړیو له محرومیت او اقتصادي اړتیا څخه په سوءاستفاده د همدې قومي شخړو جوړولو لپاره استخدامیږي.په بله وینا د قومي شخړو جوړول د دوی د روزي بودولو ایکي یوازینۍ لارې دي.
عجیبه دا ده، چې د سپینو په خوا ولاړ له قومي سنګره جنګېدونکي او د تورو یا شنو او برګو خواته ولاړ سکټاریستان له یوې خزانې څخه تنخوا اخلي او لکه د مداري په میدان کې جنګیدونکي مار و موشخورما سره نښتي وي، خبر نه دي، چې دواړو ته خواړه د مداري له یوې کڅوړې ورکول کیږي.
څه باید وشي؟
سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او ملي بحثونه باید د ملتپال او افغانستان محوره لیدلوري په ګټه مدیریت شي.دا شعور باید عام شي؛ هغه څه چې په سیمه او زموږ پر هېواد راتلونکي دي، موږ یې باید په وړاندې د یوه ملت په حیث ودریږو، نه د سره مخالفو قومونو په سنګرونو کې. که داسې وکړو، د ټولو پر سر ولاړ مشترک چت (افغانستان) راباندې پریوځي او تر لاندې به ټول سټ شو.
ملي، ملتپال او افغانستانګډونه روایتونه باید هم له تکفیر څخه وژغورو او هم د نړیوال نوي ښکېلاک له منظمو زهري نیښونو څخه چې په دې ورځو کې د سکټاریستو ډلګیو او شخصیتونو په وسله بدل شوي دي.
دا باید عامه کړو، چې د افغانستان ستونزه دوه لوري لري، یو لوری د تحجر، استبداد، نفی او انحصار ایډیولوژیک محور دی، چې د پردیو په مټ او د یوې نړیوالې دسیسې په ترڅ کې پر افغانستان حاکم شوی دی، په دوی کې د ټولو قومونو ایډیولوژیک او د منځنیو پېړیو د روایتونو پلویان شامل دي او تاوان و دوښمني یې هم د افغانستان له ټولو قومونو، سیمو، ژبو او انسانانو سره یو شان ده، څوک چې په شمېر زیات دي زیات زیان ویني.
بلخوا روښانفکر، ملي، په بشري حقونو، ولسواکي، قانونمندۍ او د انساني ژوند پر ارزښتونو باورمن افغانان دي، چې په دوی کې هم د هرقوم، هرې سیمې، هرې ژبې او هر مذهب خلک شته، چې یو ودان او سرلوړی، ولسواک، جمهوري او خپلواک افغانستان غواړي. که منسجمه او هماهنګه مبارزه وکړي، ان له سوله ییزو لارو چارو او د ملت د یووالي او شعوري ویښتیا په وسله بریالی کېدلای شي، چې د دغې بریا امتیاز به هم د ټولو افغانانو ګډه روښانه راتلونکي وي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.