د چین او روسیې ولسمشران: امریکا او ناټو دې د افغانستان د ستونزو پړه ومني

د چین او روسیې ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او شي جېن پېنګ په یوې ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې امریکا او ناټو ته نه ښايي چې یو ځلې بیا دې په افغانستان کې د پوځي بنسټونو لپاره هڅه وکړي.





