په بلخ او بادغیس ولایتونو کې د چاودېدونکو توکو له امله درې تنه وژل شوي دي

د بلخ په ولایت کې سرچېنې وايي، چې د پخواني توغندي د یوې سرګلولې په چاودنه کې د یوې کورنۍ دوه تنه ماشومان وژل شوي او یو بل یې ټپي دی.

د بلخ په ولایت کې سرچېنې وايي، چې د پخواني توغندي د یوې سرګلولې په چاودنه کې د یوې کورنۍ دوه تنه ماشومان وژل شوي او یو بل یې ټپي دی.
دغې سرچېنې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې پېښه د بلخ ولسوالۍ په علم خېلو کلي کې پرون جمعه د (غويي ۲۸مه) هغه مهال شوې چې دغه ماشومان په لوبو بوخت وو.
دغې سرچېنې وویل، چې وژل شوي او ټپي شوی ماشوم د یوې کورنۍ غړي وو چې د لسو او اتو کالو په شاوخوا کې یې عمرونه لرل.
د یو بل خبر له مخې، یو ۱۷ کلن ځوان د بادغیس په ولایت کې د یو پخواني ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
دغه پېښه د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په جوالق سیمه کې شوې، چې د پخوانۍ جګړې یو پاتې شوی ماین پر دغه ځوان چاودېدلی او هغه یې ځای پر ځای وژلی دی.
په افغانستان کې له تېرو څلور لسیزو جګړو پاتې شوی ستر میراث ماینونه او چاودېدونکي توکي دي، چې ډېر ځله د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې خلکو په تېره بیا ماشومانو ته مرګ ژوبله اړوي.
که څه هم چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ماین پاکۍ ګڼې ادارې کار کوي؛ خو د ماینونو په اړه د عامه پوهاوي کچه کمه ده او ګڼ خلک په تېره بیا ماشومان نه پوهېږي، چې ځانونه له دغو پټو بلاوو څخه څرنګه خوندي وساتي.