سېف د چېلډرن: په بغلان کې سېلابونو ماشومان تر نورو زیات اغېزمن کړي چې لاسنیوي ته اړتیا لري

د ماشومانو د ژغورنې نړۍواله اداره وايي، په بغلان ولایت کې وروستیو سېلابونو ګڼ ماشومان بې‌کوره کړي او د سر پناه کولو لپاره په کنډوالو او بېدیاو کې ژوند تېروي.